رپورټ: په سېپټمبر کې تر ټولو زیات جنسي تېري شوي

د غېر حکومتي تنظيمونو په دغه رپورټ کې د پولیس د شمېرو په اساس وېل شوي چې سږ کال تر اوسه پورې د سېپټمبر په مياشت کې د ښځو د تښتول کېدو او ښځو او ماشومانو سره د جنسي تېريو تر ټولو زیاتې پېښې مخې ته راغلې دي

د ماشومانو او ښځو د حقونو غېر دولتي تنظيمونو سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن او سنټر فار ريسرچ ډوېلپمنټ اېنډ کميونيکېش په خپل تازه رپورټ کې ويلي چې د سږ کال د سېټمبر په مياشت کې د هېواد دننه 1148 ښځې تښتول شوي دي او تر 281 پورې ماشومان د جنسي تېريو ښکار شوي دي.

د ماشومانو او ښځو د حقونو فعالان په هېواد کې د ښځو او ماشومانو خلاف د مخ په سېوا کېدونکو جرمونو لوی علتونه د سزاګانو کمی، د قوانینو څخه د خلکو ناخبرتيا او اړونده ادارو ته د متاثره خلکو لاس رسی نه کېدل ښښي.

د غېر حکومتي تنظيمونو په دغه رپورټ کې د پولیس د شمېرو په اساس وېل شوي چې سږ کال تر اوسه پورې د سېپټمبر په مياشت کې د ښځو د تښتول کېدو او ښځو او ماشومانو سره د جنسي تېريو تر ټولو زیاتې پېښې مخې ته راغلې دي.

رپورټ وايي د خېبرپښتونخوا صوبې پولیسو دوى ته ډېټا یا معلومات نه دي ورکړي.

د غېر دولتي تنظيمونو په دې رپورټ کې وېل شوي دي چې په پنجاب صوبه کې په تېره میاشت کې 844 ښځې تښتول شوي دي. د رپورټ په قول دغه شمېرې د ناقابل یقین حد پورې د اندېښنې وړ دي. رپورټ زياتوي ددغو شمېرو معنا دا ده چې په پنجاب صوبه کې هره ورځ 28 او په هر يو ساعت کې یوه ښځه اغوا کېږي.

د رپورټ ترمخه د ستمبر په مياشت کې پنجاب کې 491 ښځې د جنسي تېري ښکار شوي دي.

هم دا ډول رپورټ کې ويلي شوي چې هم دغه صوبه کې د تېرې میاشتې په مهال 105 ښځې وژل شوي او په صوبه کې نزدې 268 ماشومان د جنسي تېريو ښکار شوي دي.

رپورټ وايي دې په پنجاب کې د ماشومانو د لوڅو فلمونو جوړولو 4 مقدمې د پولیس سره درج شوي اؤ دغلته 239 ماشومان تښتول شوي هم دي.

په خېبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو فعاله او د هوا لور نومې غېر دولتي تنظيم پروګرام منېجره شاهانه شاه د وي او ای ډيوه سره خبرو کې وېلي مرکزي او صوبايي حکومتونه خو د ښځو خلاف د جرمونو د مخنیوي لپاره قوانین جوړ کړي ولې بيا د هغو د نفاذ د کمزوري طريقه کار لکبله پرې سم عمل نه کېږي.

مېرمن شاهانه شاه وايي که څه هم حکومت قانون پاس کړی خو بيا په هغې د عمل لپاره تکتيکي او مالي وساېل نه وي.

په سنده صوبه کې د ښځو او ماشومانو پرضد د تشدد په اړه د پولیس لخوا د ورکړل شوو شمېرو ترمخه وېلي شوي چي په صوبه کې د ستمبر په مياشت کې يوازې د کراچۍ ښار د 7 ضلعو څخه 261 ښځې او 40 ماشومان تښتول شوي دي.
رپورټ وايي دغه شان سنده صوبه کې دې مهال 24 ښځې د کورني تشدد ښکار او 12 ښځې د جنسي زياتي ښکار شوي دي. رپورټ ترمخه 11 ښځې قاچاق کړی شوې هم ديږ

د سسټېنبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن مشر سيد کوثر عباس وي او ای ډيوه ته وايي د ښځو او ماشومانو ضد د تشدد او نورې پېښې ورځ تر بلې سېوا کېږي چې د هېواد په عدالتي نظام پوښتنې راولاړوي.

ښاغلي کوثر عباس وايي په دې ټولو کېسونو کې ککړو مجرمانو ته د سزا ورکولو کچه لا هم دیو فيصدى نه کمه ده.

د بلوچستان په اړه رپورټ د پولیس د معلوماتو په بنیاد لیکلي چې په صوبه کې د سېپټمبر په مياشت کې په ښځو د بدني تشدد 22 پېښې رپورټ شوي او د ښځو د تښتولو 15 مقدمې درج شوي دي.

په رپورټ کې راغلي چې د تېرې میاشتې په مهال صوبه کې څلور ماشومان تښتول شوي او درې نور د جنسي زياتي نښه ګرځول شوي دي.

د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر ډيوه ته وېلي د ښځو او ماشومانو په ضد مخ په زیاتیدونکي جرمونو لوی علت د قوانینو څخه د خلکو ناخبرتيا او اړوندو ادارو ته د متاثره خلکو لاس رسی نه کېدل دي.

نوموړې وايي دريم بنيادي خنډ سماجي رواجونه دي او که د ماشومانو او ښځو سره چې هر ډول زياتې وشي نو خلک تهاڼو او عدالتونو ته د تللو نه ډډه کوي. هغه زیاتوي که څوک عدالت ته رسايي هم وکړي خو هلته د انصاف ډیر امید نه لري.

د غېر دولتي تنظيمونو پدې رپورټ کې وېلي شوي چې د خېبرپښتونخوا صوبې پوليسو دوي ته د دې راپور تر چمتو کېدو پورې شمېرې نه ورکړي خو تنظیم د مطبوعاتي رپورټونه په اساس ليکي چې د سېپټمبر په مياشت کې په صوبه کې 21 ښځې تښتول شوي او 17 د جنسي زياتي ښکار شوي دي. او هم دا ډول 5 ماشومان وژل شوي او څلور ماشومان د جنسي تېريو نښه ګرځول شوي دي.

سرښار اسلام اباد کې د ښځو او ماشومانو خلاف د جرمونو په اړه دې رپورټ کې وېل شوي چې د سېپټمبر په مياشت کې د اسلام اباد څخه 27 ښځې تښتول شوي او د مطبوعاتو ترمخه په دې مهال د ښځو سره د جنسي زياتي 17 پېښې درج شوي دي
رپورټ وايي چې د سرښار څخه 11 ماشومان قاچاق کړی شوي او 6 ماشومان د جنسي تېريو ښکار شوي دي.