د اوکراین چارواکي وایي روس په دویمه ورځ هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او نن د چارشنبې- شورو په ورځ یې په لوېدیځ ښار لویف کې بیا هوايي بریدونه کړي چې پکې لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي او تر 30 ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
د لویف ښار مېر یا ښاروال اینډري سادوويي پر ټیلیګرام باندې خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تازه برید یوه ودانۍ تباه کړې ده او د سکولونو او کورونو په ګډون یې تر 50 ډېرې اډاڼې زیانمنې کړې دي.
چارواکي وایي په دنیپروپیتروسک سیمه کې د کریمیا په ښار کې د روس برید پینځه تنه ټپیان کړي دي او کورونه یې تباه کړي دي.
د نهې- سه شنبې په ورځ هم د روس د میزایل په بریدونو کې د اوکراین په پولتاوا سیمه کې لږ تر لږه 51 کسان وژل شوي او 180 نور ټپیان دي. اوکرایني چارواکو ویلي دوه بېلسټیک میزایل په هغه سیمه لګېدلي وو چې پکې یوه تعلیمي اداره او یو هسپتال موجود وو.
د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د اوکراین له لوېدیځو ملګرو هېوادونو غوښتي دي چې د هوایي دفاع په برخه کې ورسره مرسته وکړي او د هغو وسلو پر مرسته محدودیتونه کم کړي چې اوکراین په روس کې دننه خپل هدفونه په نخښه کړي:
"هر څوک چې شریکان اوکراین ته د اوږده واټن [وسلو] د وړتیا ورکولو لپاره قانع کوي، موږ ته دا توان راکوي چې ترهګرۍ ته منصفانه جواب ووایو، هغوی د اوکراین پر ښارونو د روس د ترهګرو بریدونو مخنیوی کوي. ترهګري باید ودرول شي".
صدر زلنسکي پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، "په ټوله نړۍ کې زموږ هر یو ملګری چې له اوکراین سره د هوایي دفاع په برخه کې مرسته کوي د ژوند ریښتینی دفاع کوونکی دی".
د اوکراین پوځ ویلي روس په خپلو وروستیو هوايي بریدونو کې 13 میزایل او 29 ډرون الوتکې کارولې دي، چې وایي هوايي دفاعي ځواکونو یې اووه میزایل او 22 ډرون تباه کړي دي.
په تازه بریدونو کې چرنیهیف، ایوانو فرانکیوسک، وولین، ترنوپیل، کیف، زیتومیر، پولتاوا او سومي سیمې هم په نخښه شوې دي.
د امریکا صدر جوبایډن د سه شنبې- نهې د ورځې خونړی برید "خواشینوونکی" بللی او په یوه بیان کې ویلي، "دا برید د پوټین د روانو او ناوړه هڅو یوه غمجنه یادونه ده چې د ازادو خلکو خوښه او مرضي ماتوي".
صدر جوبایډن یو ځل بیا د امریکې ژمنه تکرار کړه چې اوکراین ته به د خپل ملک د ژغورنې لپاره د اړتیا وړ هوایي دفاع برابره کړي.
د روس د دفاع وزارت د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د اوکراین دوې ډرون الوتکې یې په بیلګورود سیمه کې، یوه په کرسک سیمه کې او بله د تور سمندر په اوږدو کې ویشتلې ده. وزارت ویلي، روسي ځواکونو په تور سمندر کې څلور د ډرون کیښتۍ هم تباه کړې دي.
یادونه: د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.