ملگرو ملتونو په افغانستان کې خپل مشن ته د دوام ورکولو قرارداد منظور کړو

د چین د یوه پټۍ- یو سړک منصوبه باندې په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم سختې نیوکې کېږي. نړیوالو مالي ادارو لکه ای ایم ایف هم د پاکستان نه غوښتي وو چې د چین سره د یادې منصوبې په اړه دې رازونه ښکاره کړي

د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکېورټي کاونسل په افغانستان کې د ملگرو ملتونو مشن، یوناما، ته د دوام ورکولو قرارداد په یو اواز منظور کړو.

قرارداد په افغانستان کې د یوناما مشن د کال ٢٠٢٠ د سپټمبر د ١٧ نېټې پورې وغځولو.

د دې نه وړاندې د قرارداد په مسوده د اختلافات له امله په دې د رای ورکولو عمل ځنډېلی و.

چین ویلي وو چې که چېرې په قرارداد کې د هېواد د نړیوالې منصوبې یوه پټۍ-یو سړک یا د ورېښمو لارې یادونه وه نشي نو د قرارداد په حق کې به ووټ نه ورکوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر جوناتن کوهن د چین د دغې غوښتنې مخالفت وکړ او پر چین یې تور ولګاوه:

"چین په قرارداد کې خپلو ملي سیاسي ګټو ته لومړیتوب ورکوي، نه د افغانستان د خلکو ګټو ته".

امریکایي سفیر تور لګولی و چې د چین د یوه پټۍ- یو سړک منصوبه له دې کبله ډېره بدنامه ده، چې د کرپشن ستونځې، د قرضو اندېښنې، د چاپېریال خرابي او د شفافیت کموالی ورسره تړلی دی.

د وي ای انگریزۍ څانگې خبریاله مارگرېټ بشیر د ملگرو ملتونو د مرکزي دفتر څخه وویل د یوناما قرارداد په مفتقه توگه منظور شو. خو دا ده واضحه چې ایا په منظور شوي قرارداد کې د چین د غوښتنې پام لرنه شوي وه او که نا؟

د چین د یوه پټۍ- یو سړک منصوبه باندې په ګاونډي هېواد پاکستان کې هم سختې نیوکې کېږي. نړیوالو مالي ادارو لکه ای ایم ایف هم د پاکستان نه غوښتي وو چې د چین سره د یادې منصوبې په اړه دې رازونه ښکاره کړي. د پاکستان پرله پسې حکومتونو د چین سره شوې لوظنامې تر اوسه د ولس سره نه دي شریکې کړې.

د امنیت شورا په 2016م او 2017م کلونو کې په افغانستان کې د کار په برخه کې قراردادونه منظور کړي وو، چې د چین د منصوبې یوه پټۍ- یو سړک په ګډون د نورو نړیوالو پرمختیایي منصوبې هرکلی پکې شوی وو.

ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټاکنې د تېر ګل- دوشنبې په ورځ وشي، چې د دې شورا پینځلسو غړو هېوادونو به پکې برخه اخیسته، خو بیا دغه ټاکنې د نورو خبرو اترو لپاره نن د نهې- سه شنبې ورځې ته وځنډول شوې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار د مودې غزولو قرارداد امنیت شورا ته جرمني او انډونیشیا وړاندې کړی، خو په دې قرارداد کې د چین د منصوبې ذکر نه شته، چې دغه هېواد د سمندر او مځکې له لارې د اېشیا له ځینو برخو، یورپ او افریقې سره تړي.

د چین او امریکې تر منځ دغه جنجال وروسته له هغه پېښ شو، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېره مارچ میاشت کې وغوښتل، چې په افغانستان کې د کار موده د یوه بل کال لپاره هم و غزوي.

د چین او امریکا د اختلافونو له امله د شورا غړي په یو ساده قرارداد منظورولو رضا شوي دي او د یوناما کار یې یواځې د شپږو میاشتو لپاره غزولی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا قرارداد نن پای ته رسېږي او د بیا منظورۍ لپاره یې په حق کې له پینځلسو غړو هېوادونو څخه د نهو ووټونه پکار دي او همدارنګه امریکه، چین، فرانس، روس او برتانیا یې هم باید ویټو یا رد نه کړي.