د یونیورسل ايي لینډ اف ایډونچر ننداره د کیمرې په سترگه

Your browser doesn’t support HTML5

پیژندگلو

د امریکې په جنوب شرقي ریاست فلوریډا کښې د سیلانیانو لپاره د قدرتي ماحول نه علاوه په مصنوعي کچه هم ډیرې نندارې او تماشې جوړې شوي دي چې په کې د والټ ډزني ورلډ، یونیورسل اورلینډو، لیگولینډ فلوریډا، سې ورلډ اورلینډو، میجک کنگډم، ډسکوري کیو، کینډې سپیس سنټر، ډزني اینمل کنگډم، یونیورسل سټوډیو فلوریډا، ایور گلیډز، ډزني ټائیفون لیگون، ساوت بیچ اوگڼ شمیر نور شامل دي. ستاسو لپاره په کې مونږ د یونیورسل ایډونچرائي لینډ خوښ کړی دی. په دې سفر کې به تاسو د کیمرې په سترگه، د هالې ووډ د فلمومونو د هیروگانو کردارونو نه علاوه د مشهور جوراسک پارک، هیرې پاټر محل او ودانو، د بیلو بیلو ځانگو گانو او په اخرکې د یونیورسل سټوډیو نه بهر د تالاب په غاړه د انگریزانو گډاگانې گورۍ.
ددې وډیو رپورټ سلسلې تیارونکی، ترتیب کار او پیش کار د ډیوه ریډیو خبریالا رحمان بونیری دی.

هرکلی: د هالي ووډ د مشهوروکردارونو سره ناڅاپې ملاقات

Your browser doesn’t support HTML5

هرکلی

دې وډیو کې به تاسو د هالي ووډ د مشهورکردارونو سره ملاقات کوۍ. دوي پارک ته د ننوتو په وخت ناڅاپه راوځي او د سیلانیانو سره گپ شپ شورو کړې. دې کردارونو هو بهو هغه جامې اغوستې وي چې ددغه کردارونو لپاره په فلمونو کې کارول شوي وي.




هولک:
د تک شین پړسیدلې سړي سورلي

Your browser doesn’t support HTML5

هولک-1

د هالي ووډ د یو سپر مین هولک په نوم جوړه شوي سورلې یا رائډ ځانگړتیا دا ده چې دا نه یواځې په هوا کې تاویږي راتاویږي ولې د پارک په شورو کې د کیدلو په وجه ورته د هرچا پام راگرځي او د خپل چورلک په وخت په یو ورکوټي سورنگ کې تیروتو په وخت پرې د اوبو پشم هم وریږي.



سپائډر مین:

Your browser doesn’t support HTML5

سپائډر مین

د سپائډر مین ځانگو په یوه ودانۍ کې ددنه ده. دغه ودانی د فرضي یا فکشن اخبار ډیلې بیوگل دی. د سپائډرمین کردار په سیلانیانو ډیر مشهور دی. ددې کردار په نوم د پارک په بازار کې دوکان هم دی چې پکې د سپائډرمین جامې او گڼ شمیر یادگارونه خرڅیږي.




جراسک پارک

Your browser doesn’t support HTML5

جراسک پارک

په ایډونچر پارک کې دننه د جراسک پارک د پاره ځانگړې برخه د قدرتي ماحول پشان جوړه شوي ده. په لارو د سفر په وخت سیلانیان د خوا او شا بوټو او ونو نه د ځناورو اوزونه اوري. په پارک کې د نورې دلچسپۍ په خاطر د اوبو یوه غټه وله بهېږي او په کې د جراسک پارک خپله کشتۍ سورلۍ گرځوي.




هېري پاټر:

Your browser doesn’t support HTML5

هېري پاټر

د هیرې پاټر هم خپل محل دی او هر سیلانی ورته ننوتل غواړي. کله نه کله ځېنې خلک مزل ته د رسیدو نه ورسته د هیري پاټر د کردارونو د جادوگرۍ هیبت وار خطا کړی او سورلۍ ته د نه ختلو فیصله وکړي. د هیري پاټر سورلي ده خو په یوه ځانگو کې خو چې کله دغه ځانگو په خپله پټړۍ روانه شي نو د ترې ډې ټیکنالوجۍ په زریعه داسې محسوسیږي گنې سورلۍ خپله په هوا کې الوزي.

د ماشومانو کردارونه او سورلۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

ماشومان

په ایډونچر پارک کې د ماشومانو لپاره ښائسته او په مزه مزه الوتونکی او په پټړۍ بهیدونکې سورلۍ دي. خوا کې ورسره د ماشومانو خپله د منډو ترړو میدانونه دي. میاندې پلرونه هم کولی شي چې د ماشومانو سره په گډه سورلي وکړي یا يي په غیږ کې واخلي. په یوه نیمه سورلۍ کې ماشومانو له د تلو اجازت نه وي.


بازار او وړې لوې سورلۍ:

Your browser doesn’t support HTML5

بازار

د ایډونچر پارک د بازار دواړو خواؤ ته د هالي ووډ د مشهور کردارونو په نوم دوکانونه او سټالونه لگیدلې دي. دلته گڼ شمیر نورې سورلۍ او منظرونه هم تاسو په دې فلم کې کتی شۍ.





رقص، گډا یا ډانس:

Your browser doesn’t support HTML5

رقص

یقیناً تاسو به اوس دې سفر کې یو شمیر خونده ورې سورلۍ او منظرونه لیدلې وي خو اخره کې مو د نور سیلانیانوسره د ماښامي په وخت د یونیورسل سټوډیوز نه بهر تالاب په غاړه اوس د رقص، گډا یا ډانس نندارې ته بوځم او زه در نه اجازت غواړم.