څېړونکی: په افغانستان کې جنگېدلي عسکر قهرجن دي چې امریکايي مامورینو په افغان جنگ کې د بریا بې ځایه دعوې کولې

مایکل کوگل مېن وویل یو شمېر پخواني امریکایي پوځیان چې په افغانستان کې جنگېدلي او د واشنگټن پوسټ رپورټ یې لوستلی دی "انتهايي قهرجن او انتهايي ناخوښ د‏ي."

په واشنگټن کې د څېړنې ادارې وېلسن سېنټر د افغانستان، پاکستان او جنوبي اېشیا د چارو یو څېړونکي ویلي هغه پخواني عسکر چې په افغانستان کې جنگېدلي دې رپورټ قهرجن کړي چې د امریکې د پوځ او حکومت لوړ رتبه چارواکو په افغان جنگ کې د بریا بې بنیاده دعوې کولې او دا چې د جنگ دپاره یې کومه تگلاره نه لرله.

مایکل کوگل مېن د وي او ای ډیوه سره د نهې، سه شنبې، په ورځ مرکه کې وویل واشنگټن پوسټ ورځپاڼې چې د "افغان پېپرز" یا د افغان دستاوېزاتو د عنوان دلاندې رپورټ کې کومې څرگندونې کړې دي زیاتره دغه خبرې وړاندې نه معلومې خبرې وې خو د حیرانتیا خبره دا ده چې لوړ رتبه پوځي او حکومتي مامورینو دا خبره منلې چې امریکې په افغانستان کې د جنگ دپاره تگلاره نه لرله.

مایکل کوگل مېن

د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې په خپل تازه رپورټ کې د حکومتي دستاوېزاتو په بنیاد ویلی امریکايي مامورینو په افغانستان کې د جنگ په اړه غلط معلومات وړاندې کول، د جنگ په اړه به یې د خوشبېنۍ خبرې کولی او دا حقیقت به یې پټ ساتلو چې په افغانستان کې جنگ د گټلو نه دی.

مایکل کوگل مېن وویل دا فطري خبره ده چې د امریکې د پوځ موجوده افسران به د واشنگټن پوسټ د رپورټ موندنې ردوي خو هغه عسکر چې په افغانستان کې جنگېدلي په دې خبره قهرجن دي چې امریکا په افغانستان کې بغیر د څه تگلارې جنگېدله او دا چې د امریکې ولس ته په "دیانتدارۍ" معلومات نه ورکړی کېدل.

مایکل کوگل مېن وویل یو شمېر پخواني امریکایي پوځیان چې په افغانستان کې جنگېدلي او د واشنگټن پوسټ رپورټ یې لوستلی دی "انتهايي قهرجن او انتهايي ناخوښ د‏ي."

پوسټ په خپل رپورټ کې وویل حکومتي دستاوېزات ښايي چې ۴٠٠ امریکايي پوځي مامورینو او حکومتي چارواکو په مرکو کې په ازاده توگه په افغانستان کې د جنگ په اړه خپل نظرونه څرگند کړي چې څه غلطۍ شوي؟ او امریکا په څه ډول د قریباً دوو لسیزو په جنگ کې ځان ښکیل کړو.

ډیفنس پرای ارېټیز یا دفاعي ترجیحات په نوم ټوېټر هېنډل وايي امریکايي مامورین باید ولس ته د افغان جنگ په اړه حقایق څرگند کړي. "امریکې چې څومره گټه کولی شوه، ویې کړه. د افغانستان سیاسي مسلې د امریکې امنیت سره نه دي تړلي. همیشه دوامداره جنگ باید چې ختم شي."

د واشنگټن څخه خپرېدونکي ورځپاڼه په خپل رپورټ کې وايي امریکايي مامورینو د افغان جنگ په اړه خپل خیالات په داسې حال کې شریکول چې گنې د دوی خبرې به په عامه کچه مخې ته نه راځي او دا خبره تسلیموي چې د افغان جنگ دپاره د امریکې تگلاره غلطه وه او دا چې په افغانستان کې د ثبات او جمهوریت پرځای کولو په لړ کې امریکې د سلگونو اربونو ډالرې ضائع کړې دي

واشنگټن پوسټ دا هم وايي خپل مرکو کې امریکايي مامورینو دا خبره هم منلې چې په افغانستان کې د اداري فسار په کموولو، افغان پوځ په جوړولو او په هېواد کې د افېمو د تجارت په کموولو کې امریکا د ناکامۍ سره مخامخ شوې ده.

د امریکې د سي اېن بي سي ټېلې وژن خبریال مایکل ډي مورو د په ټوېټر وویل د حرانیتا خبره دا ده چې د کلونو راهسې د چارواکو تر څنگ "مونږ ټولو هم دا پوښتنې کولې چې مونږ هلته (په افغانستان کې) ولې یوو؟ مقصد څه دی؟ او د ١٨ کلونو راهسې چې کوم ځوابونه ورکړی شوي یا گمراه کوونکي دي او یا ناپید دي."

که څه هم موجوده صدر ډانلډ ټرمپ او پخواني صدرانو جارج بش او براک اوباما ویلي وو چې دوی به په افغانستان کې د "نېشن بلډنگ" یا د هیواد په جوړولو کې امریکا نه ښکېلوي. خو واشنگټن پوسټ وايي په افغانستان کې د جنگ د شروع کېدو راهسې هغه امریکايي مامورین چې د تگلارې مشري یې کوله د اهدافو او د دغو هدفونو د ترلاسه کولو په تگلاره واضحه نه وو

د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان د واشنگټن پوسټ په رپورټ لا څه تبصره نه ده کړې. ورځپاڼې ویلي په تېرو دریو کلونو راهسې یې د افغان جنگ په اړه د حکومتي دستاوېزاتو د ترلاسه کولو کوښښونه یې کول چې بالاخر حکومت د معلوماتو ته د رسايي قانون لاندې واشنگټن پوسټ ته ورکړل. ورځپاڼه وايی دا دستاوېزات د ولس دپاره ډیر اهمیت لري

د وي او ای انگریزۍ څانگه په خپل رپورټ کې وايي په امریکا کې د کال ٢٠٠١ حملو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د واک د نسکورېدو وروسته جنگ کې ١٥٠٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوي چې پکې ملکي کسان او خارجي او ځايي عسکر شامل دي

په افغان جنگ کې د ٢۴٠٠ نه زیات امریکايي عسکر وژل شوي او امریکې په افغانستان کې یو کهرب ډالر مصر کړې دي

د واشنگټن پوسټ رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې درې میاشتې په ناڅاپي ډول د طالبانو سره د خبرو ختمولو وروسته، د امریکې او طالبانو تېره هفته په قطر کې د مذاکراتو بهېر بیا شروع کړو چې په افغانستان کې د امن لارې چارې ولټول شي

په واشنگټن کې د وېلسن سېنټر نومې څېړنې ادارې مایکل کوگل مېن چې د افغانستان، پاکستان او جنوبي اېشیا په چارو نظر ساتي لیکلي چې په کانگرس کې د صدر ډانلډ ټرمپ خلاف د مواخذې روان بهیر به د افغانستان په اړه د واشنگټن پوسټ د رپورټ نه توجه بلخوا واړوي خو په رپورټ کې اهم معلومات څرگند کړی شوې دي.

مایکل کوگل مېن په ټوېټر وویل اهمه خبره دا هم نه ده چې څه ډول معلومات افشا شوي دي "(زیاتره د وړاندې څخه معلوم وو)" خو اهمه خبره ده دا چې دغه څرگندونې لوړ رتبه مامورینو کړې دي.