اېنتني بلېنکن: امریکا د افغانستان په اړه صورتحال ته بیا کتنه کوي

اېنتني بلېنکن او د نېټو مشر جېنس سټولټنبرګ

د امریکې خارجه وزیر چې دا مهال په برسلز کې د نېټو اتحاد چارواکو سره خبرې کوي د نهې، سه شنبې، په ورځ یې وویل چې امریکا د افغانستان په اړه صورتحال ته بیا کتنه کوي.

تېر کال د امریکې او د طالبانو د امن معاهدې دلاندې امریکې ژمنه کړې چې د سږ کال د می د لومړۍ نېټې پورې به د افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي. خو صدر بایډن تېره هفته په یوه ټېلې وژن مرکه کې وویل د دغې نېټې پورې د افغانستان نه د ځواکونو انخلا به ګرانه وي.

په برسلز کې د نېټو سېکرېټري جنرل جېنس سټولټنبرګ سره په شریکه خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي بلېنکن وویل د افغانستان په اړه صورتحال ته بیا کتنه کېږي او په دې لړ کې به هغه په برسلز کې د نېټو اتحادیانو سره صلاح مشوره کوي، د نېټو مامورینو خبرو ته به غوږ ږدي او د امریکې سوچ به ورسره شریکوي.

بلېنکن وویل امریکا که دافغانستان په اړه هر څه ګام اخلي په دې اړه به د نېټو غړو هېوادونو سره مشوره کوي ځکه چې نېټو په افغانستان کې د پوځي مشن برخه وه. "مونږ یو ځای تللي یوو… او چې وخت سم وي، مونږ به یو ځای ( د افغانستان) نه وځوو."

د نېټو مشر په افغانستان کې د امن دپاره د کوښښونو هرکلی وکړو او ویې وېل چې د افغانستان د مسلې مسقتل حل په سیاسي مفاهمت کې دی.

سټولټنبرګ وویل په افغانستان کې د امن ترلاسه کولو دپاره پکار ده چې ټول فریقېن په نیک نیتۍ مذاکرات وکړي، پکار ده چې تشدد کم کړی شي او طالبان باید د القاعده او د نورو نړیوالو وسله والو ملاتړ ختم کړي.

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن وویل چې امریکا د نېټو اتحادیانو سره همکاري بیا شروع کول غواړي او د صدر جوبایډن حکومت د نېټو کلک حمایت کوي.

سټولټنبرګ وویل د نېټو په اړه د امریکې د نوي صدر د دریځ هرکلی کوي او ویې وېل دا یوه موقع ده چې امریکا او نېټو د خپلو تعلقاتو نوی باب پرانځي.

په برسلز کې د دوو ورځو د خبرو یو اهم موضوع په افغانستان کې د نېټو مشن دی.

د نېټو وزیرانو سره د خبرو تر څنګ بلېنکن به د برطانيي، فرانس او جرمني خارجه وزیرانو سره بېل بېل ملاقاتونه کوي.