د پاکستان سره د جوبایډن چلند به د افغان سولې خبرو د برخلیک او نتیجې پر اساس وي: څېړونکي

د امریکا د ډیموکریټ ګوند منتخب او د پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو سره به په پاکستان کې ډیره توجه په کابل او دوحه کې روانې د سولې په خبرو وي.

په واشنګټن ډي سي کې د سیاسي‌ چارو څېړونکي وايي د پاکستان سره د جو بایډن چلند به د افغان سولې خبرو د برخلیک او نتیجې پر اساس وي.

په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن وايي چې له ډیرې مودې راهسې د پاکستان سره د امریکې اړیکې افغانستان کې د حالاتو په اساس دي او هغه ګڼي، د بایډن ادارې پر مهال به هم دې کې څه بدلون نه راځي.

" د واشنګټن لپاره به تر ټولو لومړی دا یقیني کول وي‌ چې پاکستان د افغانستان د سولې بهیر کې هر هغه څه وکړي‌ چې د دې پروسې په مخته وړلو کې مرسته وکړي کومه چې ډیره جنجالي ده. او د بایډن ادارې به هم ډیره توجه د پاکستان په رول وي. "

بل لور ته د منځني ایشیا (مډل ایسټ انسټیټیوټ) د څیړنیز مرکز مشر ماروین واین باون وايي‌ که په دوحه کې د سولې خبرې ناکامې شوې نو د امریکا او پاکستان ترمنځ به اړیکې خرابې شي.

هغه وايي: "که د سولې خبرې بریالۍ شوې نو پاکستان به ښه کریډت ترلاسه کړي خو دا مهال دا خبرې ډیرې هیله بخښونکي نه ښکاري. او بل لور ته که دا خبرې ناکامې شوې، چې امکان یې هم ډیر دی. په خاصه توګه چې امریکا د خپلو ځواکونو اېستلو په حال کې ده او ځکه هم طالبان مذاکرات نه کوي. نو که خبرې ناکامې شوې د دې لپاره به پاکستان ګرم بلل کیږي ځکه چې وییل کیږي پاکستان طالبانو ته لارښوونه کوي او هغه څه چې پاکستان غواړي، طالبان پرې عمل کوي."

خو ښاغلی واین باون وايي‌ د امریکې لپاره د پاکستان سره د افغانستان د سولې پروسې نه علاوه نورې مهمې مسلې هم شته چې په کې د ترهګرۍ او نیوکلېر یا اټومي‌ وسلو د خوندی ساتلو ده. هغه وايي د دغو دوو مسلو لپاره امریکا نشي کولی چې خپلې اړیکې له پاکستانه سره پرې کړي.

ښاغلی کوګلمېن زیاتوي چې د بایډن اداره به نه یوازې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان همکاري‌ غواړي بلکې په هیواد کې دننه د ترهګرې د ختمولو تمه هم لري.

ښاغلی کوګلمېن وايي: "او بله مهمه مسله د ترهګرۍ پرضد جګړه ده چې د بایډن اداره به د پاکستان څخه غواړي چې په خپله خاوره د ترهګرو شبکې سختمې کړي او د اېف اې ټي‌ اېف لخوا پر پاکستان د فشار راوړلو او د ترهګرو سره د مالي مرستو مسلې ته به هم کتنه کوي."

کوګلمېن وايي‌ چې د امریکې او هندوستان ترمنځ د ښوو سیاسي اړیکو په خاطر به هم امریکا پر پاکستان فشار زیاتوي چې پر خپله خاوره د جیش محمد او حقاني‌ شبکو په څېر ترهګرو ډلو ته ځای ورنکړي او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

په کیلیفورنیا کې میشت افغان څیړونکی عبدالقیوم مومند هم په دې باوري‌ دی چې د امریکې د راتلونکي ولسمشر اداره به هم د افغانستان سولې خبرو کې د مثبته رول تمه ولري.

هغه وايي: "د امریکا نوې اداره هم تمه لري‌ چې پاکستان مثبته رول ولوبوي او هغه منفي اثرات چې لري هغه له منځه یوسي."

د امریکې د حکومت د معلوماتو پر اساس امریکا تېر کال د پاکستان سره د ۶۸۴ میلیونه ډالرو د مرستو ژمنه وکړه چې ۳۶۹ میلیونه به یې د نظامي مرستو لپاره وي.

څیړونکي وايي‌ پاکستان هم د پخوا په څېرتمه لري‌ چې د امریکې سره یې اړیکې بیا ښې شي.