په شام کې امریکايي ځواکونو په دوو هوايي حملو کې د داعش او د القاعدې سره تړلې ۳۷ وسله وال وژلي دي. امریکايي پوځ دا خبره د اتوار، یکشنبې، په ورځ وکړه او ويې وېل په وژل شویو کسانو کې د وسله والو دوه مشران هم هم شامل دي.
د امریکايي پوځ سېنټرل کمانډ یا سېنټکام، چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو سرپرستي کوي، وویل په شام کې په وسله والو یوه حمله د نهې، سه شنبې، په ورځ وشوه.
د حملې هدف د القاعده سره تړلي تنظیم حراس الدین یو مشر وسله وال و چې هغه او اته نور کسان په کې ووژل شوو. وېل کېږي چې د وسله والو دغه مشر د تنظیم د عسکري عملیاتو د نګران و.
سېنټکام وویل د سېپټمبر په ۱۶ نېټه په مرکزي شام کې د داعش په تربيتي کېمپ په لویه هوايي حمله کې ۲۸ وسله وال ووژل شوو.
سېنټکام په یو بیان کې وویل د حملې په نتیجه کې به د داعش صلاحیت ګډوډ شي چې او امرکیايي او د امریکايي په اتحادیانو او د همکارانو په مفاداتو به حملې نه شي کولی.
امریکا په موجوده وخت کې په شام کې ۹۰۰ عسکر او په نامعلومه شمېره کې کانټرېکټرز یا قراردادیان لري چې د داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونېسي. په کال ۲۰۱۴ کې داعش په شام او عراق کې په لویه کچه سیمې نيولې وې او د خپل خلافت اعلان يې کړی و.
امریکايي ځواکونه د شام د کرد ځواکونو چې سېیرین ډېموکرېټېک فورسز نومیږي ملاتړ او مشاورت کوي او په داسې سیمه کې پراته دي چې د ایران حمایت یافته وسله والې ډلې او عراق ته تلونکي سرحدي لارې نه ډېر لري نه دي.