سنېنېټر مارک وارنر: د چین پراخېدونکی رول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی

مارک وارنر په خپلو خبرو کې د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي لوې لارې پروژې یا سي پیک ته هم اشاره وکړه . هغه وویل چین د پاکستان په ګډون نورو هیوادونو ته وايي چې د اقتصادي مرستو لکه د لویو لارو جوړولو پروژو ترڅنگ به د حکومت او د وګړو د کنټرولو نظام هم برابر کړي

په وروستیو کلونو کې چین په ډیره چټکتیا سره اندو پېسیفیک او ټولې نړۍ باندې خپل اغېز پراخ کړی.

د امریکې د ورجینیا ایالت سېنېټر مارک وارنرد زیارت، پنجشنبې، په ورځ د واشنګټن ډي سي په بروکینګز څیړنیز انسټیټیوټ کې د چین د پراخه اغیز او ودې او د نړیوال رول په هکله بحث کې ګډون وکړو.

سنېنېټرمارک وارنر وویل، د چین منفي ودې او د امریکې په ګډون په ټولې سیمې یې اغیز د امریکا ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ له ګواښ سره مخ کړې او د دې مخنیوي لپاره پکار ده چې سټراټیژیکي پلان جوړ شي.

سنېټېټر وارنر وویل "د ډیرو کلونو لپاره امریکا فکر کاوه چې که چین پرمختګ وکړي یا وده ومومي نو چین به د ټولواکه یا اوتوریټیرین نظام څخه لاس واخلي او په کاروبار کې به هم لږ بدلون راولي. خو له بده مرغه داسې و نه شو".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې د ورځې په خپل ټویټ کې وویل "مونږ په تیرو پنځو کلونو کې له چین سره په لیوني کاروبار او تجارت کې ۵۰۰ بیلیونه ډالر بایللي. خو نور بس دی!"

ښاغلي وارنر په خپلو خبرو کې د امریکا د ولسمشر دغې تګلارې ته په اشاره وویل: "د ټرمپ ادارې ته پکار ده چې د چین د دغه شان منفي نفوذ مخه له سیسټمیاټیکې لارې څخه ونیسي. د خپلو متحدینو سره د اړیکو ختمول یا ورڅخه لاره بېلول د ستونزې حل نه دی. "

امریکې د چین جوړ شوي د ۲۰۰ بیلیونه ډالرو واردونکو توکو باندې ټیکسونه د ۱۰٪ فیصد څخه ۲۵ فیصد ته زیات کړي او چین د امریکې له لورې دغه ګام سخت غندلی.

مارک وارنر په خپلو خبرو کې د چین او پاکستان تر منځ د اقتصادي لوې لارې پروژې یا سي پیک ته هم اشاره وکړه . هغه وویل چین د پاکستان په ګډون نورو هیوادونو ته وايي چې د اقتصادي مرستو لکه د لویو لارو جوړولو پروژو ترڅنگ به د حکومت او د وګړو د کنټرولو نظام هم برابر کړي.او په دې توګه چین هڅه کوي چې په ټولې سیمې خپل اغیز پراخ کړي.

پاکستان او چين په کال ۲۰۱۳م کې د اقتصادي لوی لارې يا سي پیک پروژه پېل کړې چې پرې د ۶۲ بیلیونه ډالرو لګښت راځي. که څه هم پاکستان او چين دواړه دغه لویه لاره د سيمې په اقتصادي بدلون کې يو مهم ګام بلي خو په پاکستان کې ملت پاله ګوندونه او اقتصاد پوهان پرې نیوکې کوي.

ملت پاله ګوندونه وايې د دغې شاهراه مرکزي لاره يې د پښتنو له سيمو څخه اړولې ده چې زياتې ګټې يې پنجاب ته رسېږي.

بل پلو اقتصاد پوهان وايي، د دغې لارې زياتې ګټې به چين ته رسېږي ځکه چې پاکستان هغومره توکي چين ته نه شي استولی څومره چي به چين پاکستان ته ورليږي، چې دا به د پاکستان په زراعت او کارخانو ډېر منفي اغیز وکړي.

د امریکا ټایمز مجلې د نریندرا مودي انځور په خپل مخ پاڼې باندې کاږلی او پوښتنه یې کړې، چې ایا د مودي واک د هېواد لپاره ښه وه او که نه؟

د اتش تاثیر په دې مقاله کې پوښتل شوي دي چې ایا هغه ارزښتونه چې مودي يې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې بریالی کړ اوس هم ګټور دي؟

هغه ویلي، د ۲۰۱۴ کال ټاکنې د هیلو وي او د ۲۰۱۹ کال ټاکنې د هغو خلکو ترمنځ ترسره کېږي چې توپیرونو ته لیواله دي.

که څه هم د تاثېر په مقاله کې ویل شوي چې مودي د خپلو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی، خو د سیاسي ګواښونو مشورتي شرکت (پولیټیکل رېسک کنسلټینګ فورم) بنسټګر این بریمر په یوې مقاله کې ویلي، مودي د هندوستان د اقتصادي اصلاحاتو لپاره تر ټولو غوره هیله ده.

بریمر وايي، که څه هم د مودي اقتصادي ریکارډ په بشپړه توګه بریالی نه و خو هغه بیا هم د هغه کس په توګه پاتې شوی چې د هند په اقتصاد کې یې ستر بدلون راوستی.

بریمر همدارنګه د کورني پرمختګ په برخه کې د مودي کار ستایلی او ویلي یې دي چې مودي د سلګونو میلیونو خلکو ژوند ښه کړی دی.

هغه دا هم ویلي، چې مودي له چین، امریکا او جاپان سره اړیکې لا ښې کړي دي.

دغه مقاله په داسې حال کې چاپ شوې چې هندوستان د پارلمان د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره کوي کومې به چې د مې د میاشتې په ۲۳ نېټه ترسره شي.

بلې لورې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له نړیوال بېنکه غوښتي چې له هند سره د اوبو پر سر د دې هېواد د شخړو د هواري لپاره دې خپل د منځګړي کردار تر سره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د پنجشنبې- زیارت په ورځ په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې په مهال د هندي چارواکو دې بیان ته سخت غبرګون څرګند کړی چې وایي هند به پر پاکستان اوبه و تړي.

محمد فیصل وایي هند او پاکستان دواړو د اوبو پر سر تړون کړی، خو وایي هند له دې تړون سرغړونه کوي، ځکه نو له نړیوال بېنکه غواړي چې د دې شخړې په هواري کې خپل رول تر سره کړي.

د هندوستان د اوبو د چارو وزیر نېتېن ګدکاري د شورو یا چهارشنبې په ورځ ګواښ کړی وو چې که اسلام اباد د ترهګرو ملاتړ و نه دروي نو هند به پاکستان ته د بهیدونکو سیندونو د درولو له کاره په شا نشي.