د امریکایي کانګریس غړو اسلام اباد کې د پي ټي آي په مظاهره چیانو د تشدد غندنه کړې

په امریکایي کانګریس کې د ريپبلکن ګوند یو شمیر سنیټراتو په اسلام اباد کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف په مظاهره چیانو د شوي تشد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده.

د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ سلاکار رچرډ ګرینل اؤ پخواني امریکایي سفارتکار زلمي خلیلزاد د تحریک انصاف ګوند د بندي مشر عمران خان د خوشې کولو غوښتنې هم کړې دي.

امریکایي قانون سازانو په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په مظاهره چیانو شوي تشدد ته دا غبرګون وروسته له هغې ښودلی چې په میډیا اؤ شوشل میډیا رپورټه مخې ته راغلل چې امنیتي ځواکونو اسلام اباد ته د احتجاج لپاره په ورټولو شوؤ د تحریک انصاف په غړو نیغ په نیغه ډزې کړي اؤ اوښلن ګیسونه یې پرې استعمال کړي دي.

د کانګرس ریپبلکن غړي ښاغلي کاسر په ایکس رسنۍ خپل یو ټیوټ کې لیکلي،په زرګونو پاکستانیان د جمهوریت لپاره احتجاج کوي اؤ هغوي د پرتشدده جبر سره مخ دي.

هغه ویلي "زه داسې خبرونه اورم چې حکومت د مظاهره چیانو خلاف نیغ په نېغه ډزې کوي اؤ اوښلن ګیس استعمالوي، زه ددې تشدد غندنه کوم اؤ په حکومت ټینګار کوم چې دې مظاهرو ته په پرامنه توګه د جاري پاتې کیدو اجازه ورکړي"

د ریپبلکن ګوند بلې سینیټرې راشده هم په ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې ویلي پاکستان کې په مظاهره چیانو وحشیانه جبر اؤ سیوا شوی دی.

هغې لیکلي "سیاسي تشد د جمهوریت اؤ بشري حقونو د چقولو هڅه ده ، زه د هغو زړورو پاکستانیانو تر څنګ ولاړه یم چې د بدلون لپاره راپورته شوي اؤ احتجاج کوي"

سینیټر جم میک ګورن په ایکس رسنۍ خپل بیان کې ویلي هغه،په دې اورېدو پرېشانه دی چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د مظاهرو ځواب په پراخه کچه په ګرفتاریو ،تشدد اؤ د انټرنیټ په تړلو سره ورکوي.

پخپل ټویټ کې ښاغلي جم میک ګورن لیکلي "د رایې د اظهار ازادي یو بشري حق اؤ جمهوریت یو مهم عنصر دی"

د ري پبلکن ګوند سنیټري سمر لي په ایکس رسنۍ خپور کړي خپل یو بیان کې ویلي"زه د پاکستاني ولس لخوا د خپل انتخابي سالیمت اؤ عدالتي انصاف لپاره د احتجاج د لارې د ښودل کېدونکې بهادرۍ نه متاثره یم اؤ د خپلو بنیادي حقونو د غوښتنې پسر چې په هغوي هر رقم تشدد کیږي غندنه یې کوم"

هغې لیکلي ،هر څوک د وینا اؤ د جمهوریت د غوښتنې کولو حق لري.

همدا شان د امریکې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ سلا کار رچرړ ګرینل په ټولنیزه رسنۍ ایکس د اسلام اباد د احتجاج په اړه یو پوسټ ري پوسټ کړی اؤ د هغې د پاسه یې لیکلي چې "عمران خان دې خوشې کړل شي"

د امریکې پخواني سفارتګار زلمي خلیلزاد په ایکس رسنۍ خپل پوسټ کې لیکلي چې اسلام اباد نه د پرامنه مظاهره چیانو د ویستلو لپاره پوځي عملیات اؤ د عمران خان د ښځې ګرفتارول ( چې اسټبلشمنټ پرې غور کوي) به بې وقوفي وي .

هغه لیکلي چې ددې اقداماتو په پایله کې به لا نورې نورې وینې توهیږي اؤ اړی ګړی اؤ بې ثباتي به رامنځته کیږي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې ده هوښیاري به دا وي چې عمران خان له بنده خوشې کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي ځواکونو لخوا د سخت شیلنګ اؤ ډزو وروسته تحریک انصاف ګوند په اسلام اباد کې د خپل روان احتجاج د ځنډولو اعلان کړی اؤ دعوه یې کړې ده چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د هغوي په لسګونو فعالان په ګولیو لګیدلي اؤ اته پکې وژل شوي دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک باندې د احتجاج اعلان کړی وو، خو حکومت د هغوي د مخې نیولو لپاره اسلام اباد ته غځېدلې ټولې لارې تړلې وې اؤ اسلام اباد ته یې پوځ رابللی ؤ

پي ټي آی په دې احتجاج کې د خپل باني مشر عمران خان په شمول د دغه ګوند د ټولو بندي مشرانو د خوشي کولو، د 26م اییني بدلون د ختمولو او په انتخاباتو کې د شوو درغلیو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.

د نهې اؤ چهارشنبې په منځ شپه کې پاکستان تحریک انصاف ګوند په سوشل میډیا خپور کړي خپل یو بیان کې تور لګولی چې سرکاري مشینرۍ د هغوي د ګوند په لسګونو فعالانو باندې نیغ په نیغه ګول ورولي اؤ وژلي یې دي.

د پي ټي اي ویاند ویلي د دوي ګوند ته تر اوسه د اتوؤ وژل شوؤ فعالانو په هکله معلومات ترلاسه شوي چې د هغوي نومونه انیس شهزاد ستي، ملک مبین، اورنګزیب، عبدالقادر، ملک صفدر علي، احمد ولي، محمد الیاس او عبدالرشید دي.

حکومت لا د تحریک انصاف دې دعوې ته څه ځواب نه دی ویلی خو د کورنیو چارو وزیر تېره شپه رسنیو ته ویلي وؤ چې پي ټي آي مړي غواړي خو حکومت د بشپړ زغم نه کار اخستی اؤ دوي ته یې سینه پراخه کړې ده.

خبري ادارې وايي د احتجاج په مهال اړي ګړي کې په اسلام اباد کې د رېنجرز ځواک لږ تر لږه درې عسکر او يو پولیس اؤ په پنجاب صوبه کې هم یو پولیس وژل شوی دی اؤ په لسګونو کسان نور ژوبل شوي دي اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي یو ملکي تن هم وژل شوی دی.