ارویايي ټولنې د سیمې څخه امریکې ته د خلکو په تگ د صدر ټرمپ بندیز غندلی

د امریکې ولسمشر د مارچ په ۱۱ مه نېټه وویل چې د سفرونو د ځنډولو لړۍ به د شنبې یا خالي له ورځې (د مارچ ۱۴) څخه پیل او تر دېرشو ورځو دوام وکړي

اروپايي ټولنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا له اروپا څخه امریکا ته په سفر بدنیز لګول په کلکه غندلي او دا یې یوه اړخیزه پریکړه بللې چې پرته له مشورې شوې.

د اروپايي ټولنې د شورا مشر چارلس میشل او د اروپايي کمېشن مشر اروسولا وان په ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې کورونا وایرس په ټوله نړۍ کې یو بحران دی او دا یوازې په یو براعظم پورې محدود ندی. هغوي زیاته کړې چې دا د یو اړخیزو اقداماتو پرځای همکارۍ ته اړتیا لري.

د ایټالیا هیواد ټولې چارې په مکمله توګه تړلو ته په کتو سره د اروپایي ټولنې دواړو مشرانو د امریکې د ولسمشر هغه خبره په کلکه رد کړې چې ګواکي اروپا د کورونا وایروس د خپریدو د مخنیوي لپاره کافي ګامونه نه دي اخیستي.

هغوي وویل: "اروپایي ټولنې د کورونا وایرس د خپریدو د مخنیوي لپاره جدي ګامونه اخیستی."

د امریکې ولسمشر د مارچ په ۱۱ مه نېټه وویل چې د سفرونو د ځنډولو لړۍ به د شنبې یا خالي له ورځې (د مارچ ۱۴) څخه پیل او تر دېرشو ورځو دوام وکړي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، چې په دغه بندیز کې یوازې له اروپا څخه د مسافرو راتګ شامل دی او سوداګریزې چارې به د پخوا په څیر دوام وکړي.

ښاغلي ټرامپ دغه راز وویل بریتانیا په دغه بندیز کې شامله نه ده.

د امریکا پر اروپا د سفر نوي بندیزونو د لګولو وروسته د نړۍ پر اقتصاد د کرونا وایرس د اغېزو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي، د اسیا او اروپاسټاک مارکیټونه نور هم راولوېدل.

نن سهار وختي (مارچ ۱۲)د اروپا د ونډو د بازارونو له پرانیستل کېدو سره د پاریس او لندن هر یوه انډېکس څه باندې پنځه فیصده رالویدلی.

د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه چې د شینګین په نوم یادیږي پکې ۲۶ هیوادونه شامل دي. دغو هیوادونو کې فرانسه ، ایټالیا ، جرمني ، یونان ، اتریش یا اسټریا او بلجیم شامل دي کوم چې اروپا کې د کورونا وایروس د خوریدومرکزي نقطې دي.

کرونا وایرس د لومړي ځل لپاره په تېره ډسمبر میاشت کې له چین څخه خپور شوی او اروپا او امریکا کې هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، د نړیوال اقتصاد ټولې څانګې له سفره نیولې تر پوهنې، سپورټ، ټورېزم او صنعتي تولیدات یې اغېزمنه کړي دي.