وایټ هاوس وايي چې د چین او روس د موټرو/ګاډو ټکنالوجۍ په وړاندې یې نوي قوانینو ته حتمې شکل ورکړي دي چې په مؤثره توګه به د دې دوو هېوادونو ټول شخصي سمارټ موټرونه/ګاډي د امریکا بازار ته د ننوتلو څخه منع کړي.
وایټ هاوس په یو فېکټ شیټ/حقایقو پاڼه کې د دې پرېکړې په اړه د فیصلې تفصیل ورکړی، د بایډن حکومت د نهې یا سه شنبې په ورځ وویل چې که څه هم کنېکټډ ګاډي ډېرې ګټې لري، خو د چین او روس په څېر د بهرنیو دښمنانو ښکېلتیا په دې ټکنالوجۍ کې جدي خطرونه رامنځته کوي، ځکه چې دا د ” ناوړه عمل کوونکو لپاره د دې سېسټمونو او د دوی راټولېدونکو معلوماتو ته غیر محدود لاسرسی برابروي.
په دې فېکټ شیټ/حقایقو پاڼه کې ویل شوي دي چې د سوداګرۍ وزارت یو نهایی قانون خپور کړی چې د کنېکټډ/تړلو ګاډو د هارډویر او سافټ ویر سېسټمونو، او همدارنګه مکمل کنېکټډ ګاډو د خرڅولو او واردولو مخه به ونیسي، چې د چین او روس څخه راځي.
کنېکټډ ګاډي هغه سمارټ موټرې/ګاډي دي چې د استعمال کوونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د موټر چلوونکو، سپرلیو او پیاده کسانو د خوندیتوب لپاره ډیزاین شوي دي، چې د وای فای، بلوټوت، سیلولر او سټلایټ په څېر ګڼ شمېر تړلو برخو څخه کار اخلي.
د سوداګرۍ وزیرې جینا رایمونډو د دې قانون په اړه وویل. ” د نن ورځې ګاډي یوازې په ټایرونو فولادو نه دي بلکې دا کمپیوټرونه دي.،
رایمونډو زیاته کړه چې : دا یو هدف مند چلند دی ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د چین او روس جوړ شوي ټکنالوجي زمونږ په سړکونو کې ځای ونه نیسي.
دا نوی قانون د “یو کال اوږدې څېړنې پایله ده چې د کنېکټډ ګاډو لخوا رامنځته کېدونکو احتمالي خطرونو ارزونه یې کړې او به د امریکا سره مرسته وکړي چې د چین د سایبري جاسوسۍ او اثر عملیاتو پر وړاندې دفاع وکړي، کوم چې د امریکا انفراسټرکچر او عامه خوندیتوب لپاره لا هم لوی ګواښ دی.
په موټرو باندې دا محدودیت د واشنګټن هغه اعلان وروسته راځي چې په همدې میاشت کې یې وویل چې امریکا نوي قوانین په پام کې لري ترڅو د هغو ډرونونو له خطراتو سره مقابله وکړي چې د چین او روس ټکنالوجي کاروي.
امریکا بیا بیا ټینګار کړی چې د ټکنالوجۍ پرمختګ او د ملي امنیت ګټو ساتنې ترمنځ باید توازن وساتل شي