په امریکا کې په زکام یا والګي ګڼ خلک اخته شوي

زکام یا ریزش چې والګی هم ورته وايي دا مهال په امریکا کې ډیر خپور شوی او ددغې ناروغۍ له امله په روغتون کې د بستر شویو کسانو شمېر هره اونۍ دوه چنده زیاتیږي.

په دغې ناروغۍ تر ټولو زیات اخته کسان په کالیفورنیا کې دي او د دوي د زیات شمېر له امله دا ډول ناروغان د ځینو روغتونونو د بېړنۍ څانګې په دهلیزونو او حتی په کېږدیو یا خیمو کې راټول شوي وي.

د لوما لینډا د روغتون یو ډاکټر اډرین کاټن وايي: ٫٫ زیات خلک د زکام یا ریزش په اړه فکر کوي چې یخنۍ وهلي او فکر کوي چې په اسانۍ سره به یې کنټرول کړي. په دې هیله چې په رښتیا هم داسې وشي خو هر چا ته به دا اسانه نه وي.٬٬

د سیسکو ګالویز په نامه اوه کلن ماشوم د همدې وایرس له امله مړ شوی. د هغه مور جونیټا ویدانا ډیره نارامه وه. ٫٫ دی ډیر ژر مړ شو یواځې د څو ورځو په موده کې. ما هېڅ کله هم داسې فکر نه کاوه ځکه هغه ډیر صحتمند و.٬٬

په ټوله امریکا کې د زکام د وایرس له امله د مړینو ۴۱ راپورونه ترلاسه شویدي چې یواځې په کالیفورنیا کې له زکام څخه د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۳۰ ته رسیږي.

د سېن ډیاېګو د سیمې یو ډاکټر سیانې تیهالولیپاون وايي: ٫٫ انفلوینزا دلته ده، ډیره سخته ده او مونږ باید ددې ناروغۍ د انتقال د مخنیوي په برخه کې ټول هغه څه وکړو چې امکان ولري.٬٬

تر ټولو سخت ډول وایرس یې د اېچ درې ان دوه په نامه یادیږي چې په تېرو وختونو کې ترې هم زیات خلک روغتون ته استول شوي او مړه شویدي.

د انفلویزا واکسینونه هر کال جوړیږي او د زکام د هغو وایرسونو څخه په کې کار اخیستل کیږي چې په جنوبي نیمه کوره کې د ژمي په میاشتو کې خپریږي.

په ځینو کلونو کې داسې هم شویدي چې د واکسین د انفلوینزا ډول له هغه سره توپیر درلود چې په امریکا کې خپره شوېده نو له همدې امله ددغه واکسین اغیز هم بیا دومره زیات نه وي.

تمه ده سږ کال به دغه واکسین له لسو څخه تر ۳۰ فیصدو پورې اغیزناک وي نو له همدې امله ډاکټران دا سپارښتنه کوي چې خلک باید اوس هم واکسین شي کچیرې تر اوسه پورې نه وي واکسین شوي.

د میزوري د پوهنتون د روغتیايي مرکز یو ډاکټر کریسټیلې ایلبوډو وايي: ٫٫ د فلو شات یا د انفلوینزا واکسین کار کوي زما په اند. دا ځکه تاثیر لري چې په دغه واکسین کې هغه وایرس کارول شوی کوم چې دا مهال دلته د خپرېدو په حال کې دی.٬٬

ډاکټران وايي، حتی که د واکسین او د خپور شوي زکام ویرسونه سره یو ډول هم نه وي نو بیا هم واکسین د ناوړه اعراضو لکه نمونیا یا سینه بغل او مړینې څخه مخنیوی کولای شي.

په نړۍ کې هر کال له درې تر شپږ نیم لکه کسان د انفلوینزا له امله مري چې د مړینې زیاتره پېښې یې په افریقا کې وي.