د ایران - امریکا اټومي لانجه د چابهار بندر له لیارې سوداګرۍ ته زیان رسوي

په ورستیو کې د ایران صدر حسن روحاني، د هندوستان وزیراعظم نرېندره مودي او د افغانستان صدر اشرف غني د چابهار دلارې د تجارت معاهده لاس لیک کړه

وروسته له هاغې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مې د میاشې په اتمه نېټه له ایران سره د امریکا له شوي اټومي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ د چابهار بندر په اړه د اقتصادي کارپوهانو اندېښنې راپور ته شوې.

په کابل کې پوهنتون کې د حقونو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافي وي او اې ډیوې ته وویل، د امریکا او ایران د اړیکو له خرابېدو سره به په سیمه په ځانګړې توګه په افغانستان کې هم ځینې ستونزې رامنځته شي.

ښاغلی صافی وايي، امریکا په افغانستان کې حضور لري او له ایران سره د اټومي لانجې له امله د اړیکو خرابېدل به یې نه یواځې د افغانستان په امنیتي ډګر کې یو شمېر ننګونې رامنځته کړي بلکه په اقتصادي ډګر کې هم بې اغیزې نشي پاتې کیدای.

(د بیلګې په توګه افغانستان د ایران په چابهار بندر کې ډیره پانګونه کړېده او ددغه بندر له لیارې په زیاته پیمانه سوداګریز توکي افغانستان ته ځي راځي نو که ایران په دغه بهیر کې د ځنډ او خنډ سبب شي نو دا ښايي د افغانستان د کلني عایداتو د کموالي سبب وګرځي.)

اخوا په پاکستان کې د نړیوالو اړیکو یو کارپوه اعجاز خټک وي او اې ډیوې ته وویل، له شک پرته د ایران او امریکا ترمنځ د لانجې د زیاتوالي له امله به په سیمه کې په روانو سوداګریزو پروژو هم منفي اغیز پرېوځي:

(له دې سره به د ایران او پاکستان ترمنځ د پایپ لاین په پروژې ناوړه هم اغیز پريوځي ځکه امریکا ښايي په هغو کمپنیو باندې بندیز ولګوي کومې چې له ایران سره راکړه ورکړه کوي او همدارنګه د افغانستان اقتصادي ډګر به هم بې اغېزې پاتې نشي.)

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مې د میاشتې په اتمه نېټه په سپینه مانۍ کې د وینا په وخت وویل چې د ایران سره د اروپايي هیوادونو په گډون شوی تړون د گټې په ځای نړۍ ته تاوان پیښوي.

ښاغلی ټرمپ وایي ایران د ترهگرو ډلو لکه حزب الله، حماس، القاعده او طالبانو سره مرسته کوي او زیاتوي چې ایران په ظاهر تړون کړی او په پټه نور یورنیم غني کوي او د تړون درناوی نه کوي، نو امریکا دې نتیجې ته رسیدلې چې د دې تړون نه ووځي.

سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او اسرایلو د ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی خو د ایران د رهبر علي خامنايي په ګډون ګڼو مشرانو د امریکا د فیصلې پر ضد شدید غبرګون ښودلی.