امریکا: ایران له اټومي تړون پیسې ترلاسه کوي او بیا ورانکاري فعالیتونه کوي

د امریکې خارجه وزیر مایک پمپیو په ورستیو کې د شمالي کوریا د مشر کېم یونگ ان سره هم لېدلې دي

مایک پمپیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له سوګند پورته کولو یواځې څو ساعته وروسته د ناټو مرکز برسلز ته ولاړ.

پمپیو په برسلز کې په ډاګه وویل چې د ټرانس اټلانټیک تړون د نړۍ د امنیت او ثبات لپاره د ستنې په توګه ارزښت لري.

خو دغه اړیکې په دې وروستیو کې وروسته له هاغې زیانمنې شوې وې کله چې امریکا وویل چې په هر هغه شرکت باندې به بندیزونه ولګوي چاچې له ایران سره سوداګري وکړه.

د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د تېرې اونۍ د هغې پرېکړې په اړه په برلین کې خبرې وکړې چې وايي د ایران له اټومي تړون څخه وځي.

(مونږ د جرمني - امریکا او د امریکا – اروپا ترمنځ په اړیکو کې وروسته له هاغې یو څه بدلون وینو کله چې برتانیې، فرانسې او جرمني وویل چې د ایران اټومي تړون به ځینې نېمګړتیاوې ولري خو دا هغه تړون دی چې اوس باید مونږ یې ترشا ودریږو.)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خپل اروپايي سیال سره د سې شنبې په ورځ په برسلز کې ولیدل تر څو په دې خبرې وکړي چې څه ډول د ایران دغه تړون پرځای او ژوندی وساتي.

نوموړي وویل: (دا اروپايي ټولنې او د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو پورې اړه لري چې زمونږ او خپلې ګټې خوندي وساتي او امریکا ددغه تړون له منځه وړلو ته پرې نږدي.)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، اټومي تړون ایران ته ډېرې پيسې برابروي چې له امله یې دغه هېواد خپل وران کاري فعالیتونه کوي او له دغه تړون څخه د امریکا وتل له اروپا څخه د امریکا د وتلو په معنی نه ده.

څېړونکي وايي، اروپايان له دې امله په امریکا په غوصه دي چې په ایران بندیزونه و نه لګیږي ځکه په دې برخه کې بیا خپل رول محدود ګڼي.

د بروکینز انسټیټیوټ څخه سیلیا بیلین وايي: (اروپایان داسې فکر کوي چې دوی داسې پرېښودل شول چې اوس دوی هېڅ کومه لاره نه لري او همدارنګه دغه اداره هېڅ ډول سټراتیژي یا دوهم پلان (پلان بي) هم نه لري. له همدې امله داسې فکر کیږي چې امریکایانو د اروپايانو او د نړیوالو لپاره پرېکړه کړې. د تړون له منځه تګ سره به ددوی په کمپنیو باندې بندیزونه ولګېږي له همدې امله د ایران د اټومي تړون په اړه پرېکړه د هرچا له برخلیک سره اړیکه لري.)

کله چې د امریکا غږ لخوا د ټرمپ د ملي امنیت له سلاکار جان بولټن څخه پوښتنه وشوه چې ایا په ایران د بندیزونو له امله خو به کومه سیاسي لانجه رامنځته نشي هغه وویل، نه داسې نه کیږي.

( زه په زغرده وایم کله چې د امریکا لخوا بندیزونه ولګول شي نو دا به په اروپا باندې هم اغیز ولري ځکه له ایران سره به د هغوي سوداګریزې پانګونې راکمې شي نو بیا به ایران له یو ډیر سخت حالت سره مخ شي.)

ښاغلي بولټن زیاته کړه، له تړون څخه د ایران اقتصادي ګټې به ډیر ژر وچې شي په داسې حال کې چې د ایران اقتصاد لا له مخکې څخه هم له ستونزو سره مخ دی چې له امله یې د تېر کال په وروستیو کې ګڼ لاریونونه هم ترسره شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نهې یا سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ښاغلی پمپیو به د بهرني سیاست په برخه کې خپله لومړنۍ وینا د راتلونکې ګل یا دوشنبې په ورځ ورکړي چې تمرکز به یې په ایران وي.