ایا شمالي کوریا له ډانلډ ټرمپ سره د خبرو لپاره کوم شرطونه لري؟

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جې اېن وايي، شمالي کوریا له ده او د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د اټومي لانجې د حل په اړه خبرو ته کوم شرطونه نه دې وړاندې کړي.

مون وايي، شمالي کوریا ددغې سرمشریزې لپاره داسې شرطونه نه وړاندې کوي چې امریکا ته د منلو وړ نه وي، لکه له جنوبي کوریا څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو شرط.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر نواړټ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا ددغې سرمشریزې په اړه کومه اندېښنه لري وویل:٫٫ مونږ ددغو خبرو په اړه کومه اندېښنه نه لرو. مونږ پوهېږو چې د کوریاوو ترمنځ خبرې مهمې دي. دوي ډېرې کورنۍ مسلې لري چې باید حکومتونه یې پرې خبرې وکړي او زه پوهېږم چې دا ددوي د خلکو لپاره هم ګټه او ارزښت لري.٬٬

د امریکا سناتورانو هم د ټرمپ او د کېم د لیدنې او شمالی کوریا ته د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) د مشر مایک پمپیو د سفر په اړه خبرې کړیدي.

جمهوري غوښتونکي سناتور مېچ مېکانل وايي: ٫٫ شمالی کوریا د هر ولسمشر لپاره یوه جنجالي ستونزه وه او ده. مایک پمپیو ددغې ستونزې د حل په برخه کې هلې ځلې پیل کړیدي او هیله ده چې مثبتې پایلې به ولري.٬٬

مېکانل وړاندې وویل، د ټرمپ اداره باید د شمالی کوریا د ستونزې د حل په برخه کې مثبته لاسته راوړنه ولري ځکه وخت په تېزۍ سره روان دی.

خو ځینې ډیموکراټان بیا ډاډه نه ښکاري. دوی وايي ددغې سرمشریزې د بریالیتوب هیله لري خو دا اندېښنه هم لري چې ولسمشر ددغې ستونزې د حل په برخه کې کومه منطقي او کاري تګلاره نه لري.

ډیموکراټ سناتور چک شومر وايي: ٫٫ له شک پرته دا لیدنه کتنه یو جدي ګواښ لرلای شي. زما لومړنۍ اندېښنه داده چې ولسمشر په بیړه د یو پرېکړنده دریځ لیواله دی او له دې کار سره امریکا کیدای شي له ګواښ سره مخامخ شي.٬٬

ځینې کارپوهان بیا ددغې سرمشریزې په اړه خوشبینه ښکاري.

د نړیوالو مطالعاتو له سټراټېژیک مرکز څخه سو مې ټېرې وايي: ٫٫ زه فکر کوم چې د کېم او د ټرمپ لیدنه به ښه وي، چې کیدای شي یا به په ځینو برخو کې په خپلو کې کومې موافقې ته ورسیږي او یه به سره کیدای شي کوم غټ تړون لاسلیک کړي. له غټ تړون څخه معنی دا چې کیدای شي امریکا د شمالی کوریا لپاره د سولې په اړه کومه طرحه وړاندې کړي که هغوی بې وسلې کیدل ومني.٬٬

ډانلډ ټرمپ هم ددغه پلان شوې سرمشریزې په اړه خوشبینه ښکاري خو دا خبرداری یې هم ورکړی چې که له کېم سره خبرې یې په سم لوري پر مخ ولاړې نشي نو دی به له دغو خبرو څخه ووځي.