د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف په تازه ټویټونو کې د امریکا ولسمشرډانلډ ټرمپ ته په ځواب کې ډېر سخت موقف څرګند کړی او ویلي یې دي چې "تاریخ راته وایي چې پر امریکې ړوند باور پکار نه دی"، خو د پاکستان پوځ بیا ویلي، چې د واشنګټن او اسلام اباد تر منځ غلط فهمۍ منفي اغېز کولای شي
خواجه آصف ولسمشر ټرمپ ته د هغه د وروستیو څرګندونو په ځواب کې د پاکستان هغه ټول خدمتونه خصوصاً د ترهګرۍ په ضد مبارزه یو په یوه یاد کړي، چې په تېرو اوولسو کلونو کې یې د پاکستان لپاره کړي دي. هغه په خپل یوه ټویټ کې لیکلي:
"ته پوښتنه کوې چې موږ څه کړي؟ یو پوځي آمر په ټلیفون درته تسلیم شو، وطن یې په وینو او بارودو ولمباوه، زموږ له خاورې یې پر أفغانستان د ۵۷۸۰۰ بریدونو اجازه درکړه، ستاسې پوځونو ته وسله او بارود زموږ له خاورې تېر شول، زرګونه عام خلک، پوځي سرتېري او افسران مو ستاسې په جګړه کې و وژل شول"
خواجه آصف دا څرګندونې د امریکایي ولسمشر ټرمپ د هغو څرګندونو په عکس العمل کې کړي، چې د جنورۍ په لومړۍ نېټه یې په خپل یوه ټویټ کې ویلي وو، چې پاکستان ته یې د ترهګرۍ په ضد مبارزې لپاره په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ اربه ډالره ورکړل، خو له پاکستانه یې بې له درواغو او ټګۍ هیڅ تر لاسه نه کړل.
The United States has foolishly given Pakistan more than 33 billion dollars in aid over the last 15 years, and they have given us nothing but lies & deceit, thinking of our leaders as fools. They give safe haven to the terrorists we hunt in Afghanistan, with little help. No more!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 1, 2018
خواجه آصف په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې له امریکې سره د ترهګرۍ په ضد د یوه متحد هېواد په توګه تر دومره حده لاړ، چې د خپل هېواد اقتصاد يې له تباهۍ سره مخ شو. خواجه آصف په اردو ژبه په بل ټویټ کې داسې لیکلي:
"ستاسې دوښمن مو خپل دوښمن وګاڼه، ګونتانامو.بې مو [په افغان طالبانو] در ډکه کړه، ستاسې په خدمت کې دومره لاهو شو، چې خپل هېواد مو لس کاله د بجلۍ او ګېس په بحران کې پرېښوو. اقتصاد مو تباه شو خو هیله مو دا وه چې تاسې خوشاله کړو. په لکونو ویزې مو درکړې، بلیک واټر او رېمنډ ډیوس شبکه مو هر ځای خپره شوه
جوآپ کادشمن،وہ ہمارا دشمن. ہم نے گوانٹانامو بے کو بھر دیا. ہم آپ کی خدمت میں اتنے مگن ہوئے کہ پوری ملک کو دس سال تک لوڈشیڈنگ اور گیس شارٹیج کے حوالے کیا، معیشت برباد ہو گئی لیکن خواہش تھی آپ راضی رھیں، ہم نے لاکھوں ویزے پیش کئے بلیک واٹر،ریمنڈ ڈیوس نیٹ ورک جگہ جگہ پھیل گئے2/3
— Khawaja M. Asif (@KhawajaMAsif) January 3, 2018
د امریکې په شمول أفغانستان، هند او ځینې نور هېوادونه تل پاکستان ته ګوته نیسي، چې وایي ترهګرو ته یې پناه ورکړې، خو پاکستاني چارواکو دا تورونه تل رد کړي او وایي چې پاکستان د ترهګرۍ پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی. خواجه آصف هم ولسمشر ټرمپ ته په یوه بل ټوټ کې دغه قربانۍ ور یادې کړې دي:
"له تېرو څلورو کلونو د لسګونو کلونو پاتېشوني (ملبه) پاکوو. پوځ مو په بېسارې جګړه بوخت دی، د قربانیو یو ناپایه داستان دی. ماضي راته وایي چې پر امریکې په باور کولو کې احتیاط پکار دی، د خپلې ناکامۍ پړه پر موږ مه را اچوه. که ته خوشاله نه یو نو افسوس دی، خو موږ نور پر خپل عزت سودا نه شو کولای"
خو د پاکستان د حکومت برعکس پاکستاني پوځ د ټرمپ د څرګندونو په اړه ډېر تېز عکس العمل نه دی ښودلی. د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور د چارشنبې په ورځ ویلي، واشنګټن باید په دې پوه شي، چې د امریکې او پاکستان تر منځ غلط فهمۍ په سیمه خصوصاً په أفغانستان کې پر امنیتي حالاتو منفي اغېز کولای شي
آصف غفور یوه شخصي ټي.وي چېنل ته ویلي، پاکستان او امریکه دوه متحدین دي، خو دوی پر خپل حیثیت او مځکنۍ بشپړتیا سودا نه شي کولای او د یوه ذمه وار ملت په توګه به په سیمه کې د امنیت لپاره مبارزه کوي.
آصف غفور وايي پاکستان په فعاله توګه په أفغانستان کې له اتحادي پوځونو سره د امنیت د راتګ لپاره مرسته وکړه، وایي دا هڅې باید هلته د بشپړ امنیت تر راتګ پورې دوام ولري.
د امریکایي ولسمشر ټرمپ څرګندونو ته تر اوسه د پاکستان له خوا بېلابېل ځوابونه ورکړل شوي، خو تر اوسه هیڅ یوه هم د هغو ۳۳ اربه ډالرو مرستې د خرڅولو کره شواهد نه دي وړاندې کړي، چې د ولسمشر ټرمپ په وینا د امریکې له خوا د ترهګرۍ په ضد د جګړې لپاره ورکړل شوې دي.