امریکا وايي اسرایل دې په غزه د بې کوره خلکو د پناه ځایونو تحفظ وکړي

په غزه کې الجوني سکول چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې لګېدلی و

امریکې ویلي په اسرایل یې په دې لړ کې فشار دوامداره ساتلی چې په غزه کې دې د بې کوره خلکو دپاره محفوظ ټاکل شویو مرکزونو تحفظ وکړي. د دې نه یوه ورځ وړاندې په غزه کې د ملګرو ملتونو په سکول چې فلسطینیانو په کې پناه اخیستې وه، د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې د ملګرو ملتونو د عملې د شږو غړو په شمول ۱۸ کسان ووژل شوو.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پولېنډ د دورې په مهال په سرښار وارسا کې خبري غونډې ته وویل کتل غواړي چې بشري ځایونه محفوظ وساتل شي. هغه زیاته کړه دا خبره په دوامداره توګه د اسرایل سره راپورته کوي.

بلېنکن وویل بلخوا لیدل کېږي چې د حماس وسله وال په داسې ځایونو کې پټېږي، قبضه کوي او د خپلو عملیاتو دپاره يې استعمالوي چې په نتیجه کې يې ملکي خلک د خطر سره مخامخ کېږي. هغه وویل پکار ده حماس دغه عمل ودروي.

د ملګرو ملتونو په سکول د اسرایلي حملې په اړه بېلنکن وویل دا پېښه یو ځل بیان د دې خبرې اهمیت په ډاګه کوي چې په سمدسي ډول دې د اسرایل او د حماس ترمنځ جنګ بندي وشي. د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه د شروع شوي جنګ یو کال پوره کېدونکی دی.

د ملګرو ملتو د مشر اېنټونیو ګوټېرېس هم غوښتنه وکړه ملکي خلک دې محفوظ وساتل شي. هغه د خپل ترجمان دلارې وویل پکاره ده چې ملکي خلک او هغه بنیادي سهولتونه چې ملکي خلک پې انحصار کوي محفوظ وساتل شي د ملکي خلکو بنیادي ضرورتونه دې پوره کړی شي.

د ملګرو ملتونو مشر په جنګ په ښکېلو فریقېنو غږ وکړو چې سکولونه، د سر پناه ځایونه او د دې چارچاپېره علاقې دې د عسکري مقاصدو دپاره نه استعمالوي. هغه وویل اسرایل او حماس دا ذمه واري لري چې د نړیوالو انساني قوانینو پابندي وکړي.

بلخوا، د متحده قومونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل ۱۰۰ کسان يې د غزه نه متحده عرب اماراتو ته د علاج دپاره منتقل کړي دي. ډبلیو اېچ او غوښتنه وکړه چې په مستقل ډول په زرګونو هغه خلک چې علاج ته ضرورت لري نورو ځایونو ته دې منتقل کړی شي. د ادارې ترمخه، په غزه کې ۱۰۰۰۰ کسان د علاج دپاره بل ځای ته د منتقلۍ په انتظار دي.

ترکي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو دلاسه د ترک امریکايي شهري د وژنې په اړه ترکي خپل تحقیقات هم کوي.

د ترکي د انصاف وزیر یلماز تونج زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل هېواد به د خپلو تحقیقاتو موندنې د ملګرو ملتونو عدالت ته پېش کوي. هغه وویل ترکي غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه دې هم په دې لړ کې خپل تحقیقات وکړي.

ترک امریکنۍ فعاله عایشه نور اېزګي اېګی تېره هفته په وېسټ بېنک کې د فلسطینیانو په حمایت کې د مظاهرې په مهال په سر په ډز د ویشتل کېدو له امله مړه شوه. د اسرایل پوځ وویل ممکنه ده چې عسکرو يې په غېر مستقیم ډول په غېر ارادي ډول ‎هغه ويشتې وي.

د امریکې صدر جوبایډن ویلي پکار ده چې د اېګی د وژل کېدو په لړ کې مکمل احتساب وشي او اسرایل دا یقیني کړي چې دا ډول واقعات هېڅ کله بیا تکرار نه شي.

تونج وویل توقعو ده چې د اېګی جسد د جمعې په ورځ د هغې پلرني کلي دیدیدم خاورو ته د سپارل کېدو دپاره راورسېږي

د اسرایل او د حماس جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور حماس یرغمال ونیول. د دې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف پوځي عملیات شروع کړل چې د غزه د صحت وزارت وايي تراوسه په کې د ۴۱۱۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. وزارت وايي وژل شوي کسان زیاتره ښځې او ماشومان دي. د اسرایل پوځ وايي په غزه کې د زرګونو په شمېره کې وسله وال هم وژل شوي دي.