امریکایي او روسي سفارتکارانو په واشنګټن او ماسکو کې د خپلو سفارتونو د فعالیت په اړه خبرې کړې

د امریکې او روس سفارتکارانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په استنبول کې سره لیدلي او په ماسکو او واشنګټن کې یې د خپلو سفارتونو د فعالیت او د ستونځو د حل کولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

په خبرو اترو کې ماسکو او واشنګټن پرې دې متفق شو چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو او د خپلو سفارتي او اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره ګډ کار پیل کړي.

دا د دواړو ملکونو تر منځ د خبرو اترو په لړۍ کې وروستۍ غونډه ده، خو تر دې وړاندې د دې میاشتې په پیل کې د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ او د روس د ولسمشر ولادیمیر پوټین ترمنځ له تلیفوني خبرو اترو وروسته په سعودي کې هم د دواړو هېوادونو سفارتکارانو سره لیدلي وو.

د امریکې او روس د اړیکو د بیارغولو لپاره کار کول تېره اونۍ د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو او د روس د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف تر منځ په سعودي عرب کې د خبرو اترو په ایجنډا کې وو.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په ریاض کې له دغو خبرو اترو وروسته وویل، دواړو متفق شوي چې "زموږ د دوه اړخیزو اړیکو تر منځ د خنډونو لرې کولو لپاره د مشورې تګلاره جوړه کړي چې مقصد یې زموږ د اړوندو سفارتي کارمندانو د کار عادي کولو لپاره مهم ګامونه اخیستل دي".

د روس او امریکې تر منځ سفارتي اړیکې په تېرو لسو کلونو کې کمې شوې دي او دواړو د یو بل سفارتکاران له خپلو ملکونو ایستلي دي.

ماسکو د تېر کال له اکتوبر راهیسې په واشنګټن کې سفیر نه لري. د امریکې لپاره د روس پخواني سفیر اناتولي انتونوف په اکتوبر کې خپله دنده پرېښوده.

دواړه هیوادونه په خپلو کې د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي. د امریکې صدر ډانالډ ټرمپ تېره میاشت واک ته له رسیدو راهیسې د امریکې بهرنۍ تګلاره بدله کړې، د روس له صدر سره یې اړیکه ونیوله او په درو کلونو کې یې په لومړي ځل له ماسکو سره د لوړې کچې خبرې پیل کړې دي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چارشنبې- شورو په ورځ قطر ته د سفر پر مهال وویل، " غونډه به سبا په استنبول کې ترسره شي او زه فکر کوم دا به ثابته کړي چې موږ څومره ژر او په موثره توګه پرمختګ کولی شو".

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات اې پي، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.