امریکا:پاکستان په اقتصادي توګه پیاوړی لیدل غواړو

د امریکا د بهرنیو چارو د محکمې وياند نېډ پراېس د شورو په ورځ اوونيز خبري غونډې ته وېلي چي د امریکا په حکومتي حلقو کې د پاکستان په اقتصادي صورتحال بحث روان دی او واشنګټن پاکستان په اقتصادي توګه پایدار حالت کې ليدل غواړي

امریکا ویلي پاکستان ته د ورپېښو اقتصادي چیلنجونو څخه خبر ده او پاکستان په غوره اقتصادي حالت کې ليدل غواړي او چې ممکن وي نو د پاکستان ملاتړ به کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا وخت د سخت سياسي اړي ګړي او خراب اقتصادي صورتحال سره مخامخ دی او د هېواد ټولې اقتصادي اعشاريې په لاندې روانې دي.

سعودي عرب چې د پاکستان سره وخت په وخت مالي مرسته کوي وايي چې سعودي عرب به نور چاته هم بې له کوم شرطه امداد نه ورکوي او بهرنیو هیوادونو ته د مالي مرستو ورکولو طريقه کار بدلوي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې د تاريخ لاندې کچې 4.3 اربه ډالرو ته غورځېدلي او وايي پاکستان سره د ايي اېم اېف د شرطونو پوره کولو پرته بله لاره نه ده پاتې او د نړیوالې مالياتي ادارې په غوښتنه به ورله د ګېس، بجلۍ بېعې سېوا کول او دنزدې 200 اربه روپو نوي ټېکسونه لګول وي.

د سعودى عرب د خزانې وزیر محمد الجدعان په ډېوس کې د ورلډ اکنامک فورم يوې دستورې ته د شورو په ورځ خپله وېنا کې ويلي چې دسعودي عرب اتحادي هېوادونو ته د ورکړل کېدونکو مالي مرستو په طريقه کار کې بدلون راوستل کېږي، معنا دا چې بې له کوم شرطه د نېغ په نېغه مالي مرستې او ډپازټس پاليسي بدلوي او اوس به په دوستو هېوادونو باندې د معاشي اصلاحاتو لپاره زور ورکول کېږي.

د نوموړي وېنا وه چې سعودي عرب د سيمې په هېوادونو کې د معاشي اصلاحاتو ډاډګيرنه کوي.

د روانې مياشتې په پېل کې سعودي عرب په پاکستان کې د خپلو پانګؤنو کچه 10 اربه ډالره ته د غځولو او د پاکستان په مرکزي بنک کې ې د اېيښودلي ډپازټس 5 اربه ډالره ته د رسولو اعلان کړې وو.

امریکا هم پخلې کړې چې د پاکستان د اقتصادي صورتحال څخه خبر ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د محکمې وياند نېډ پراېس د شورو په ورځ اوونيز خبري غونډې ته وېلي چي د امریکا په حکومتي حلقو کې د پاکستان په اقتصادي صورتحال بحث روان دی او واشنګټن پاکستان په اقتصادي توګه پایدار حالت کې ليدل غواړي.

امریکا او سودي عرب دا بېانونه په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د بد اقتصادي وضعیت له کبله د پاکستان په مالي توګه د دېواليه کېدو اندېښنې ښودل کیږي او د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف د شرطونو پوره کولو لپاره د هېواد دننه د وړوکي ېا مني بجټ راوړلو ګنګوسې خپرې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د پاکستان د خزانې پخوانۍ وزیر حفيظ پاشا ډيوه ته وايي مني بجټ ځکه راوړل کېږي چې که پاکستان د ايي اېم اېف پرورګرام بچ کول او بحالول غواړي نو په هغو ګامونو به ورته عمل کول وي چې پاکستان ايي اېم اېف سره د لوظنامې لاسلیک کېدو په مهال منلي وو.

وايي ايي اېم اېف د پاکستان د کړنو نه پوزې له راغلی ولې چې کله د ادارې شرطونه پوره کوي او کله یې نه پوره کوي.

ښاغلي حفيظ پاشا وویل پاکستان له به د ايي اېم اېف په شرطونو عمل کول وي چې په کې د ګردشي قرضو د کمولو لپاره د ګېس او بجلۍ نرخونه زياتول، نوي ټېکسونه لګول او د امريکايي ډالر نرخ خلاص مارکيټ ته پرېښودل شامل دي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي د ايي اېم اېف د شرطونو لاندې د پاکستان حکومت ته به د اضافي ټېکسونو د لارې 200 اربه روپۍ راغونډول وي او ددې بد اثر به په عامو خلکو پرېوځي نو ځکه مرکزي حکومت د ايي اېم اېف د شرطونو په منلو کې وړاندې وروسته کېږي.

د پاکستان د مرکزي بنک سره د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې 4.3 اربه ډالرو ته غځېدلې دي چې په تېرو نهو کلونو کې تر ټولو ټيټه کچه ده.

د پاکستان مرکزى بنک ویلي چي د تېر دسمبر په میاشت کې نېغ په نېغه غېر ملکي پانګونو کې هم د يوو کروړ، لسو لکو ډالرو کمی راغلی دی او دا په داسې حال کې چې نړیوال بنک هم پاکستان ته ورکړی کېدونکې د 1 ارب ،10 کروړه ډالرو د پور منظورول تر بل مالي کال پورې ځنډولي دې.

د اقتصادي چارو خبریال او څېړونکي طاهر امين ډيوه ته ویلي د پاکستان د اقتصاد په اړه د امريکې بيان د ډاډ وړ دی خو وايي د سعودي عرب دا بیان چې دوستو هېوادونو سره د مالي مرستو لپاره به شرطونه ږدي د اندېښنې وړ دی.

د ښاغلي طاهر په اند دا وخت د پاکستان اقتصادي حالت ډېر خراب دی. وایي د پاکستان اقتصادي اعشاريې اوس مهال ښې نه دي.

د لويو صنعتونو په پېداوار کې 4 فيصدي، بهر ملکي نېغ په نېغه پانګونو کې 60 فيصدي کمی راغلی دی.

نوموړي وايي برامداتو او په ترسيلات زر کې هم کمی راغلی دی او دغه شان هېواد ته د قرض په توګه د بهر څخه په راتلونکو ډالرو کې هم کمی ليدل کېږي.

وايي حکومت اندازه وه چې دې کال کې به پاکستان ته د بهرنیو تجارتي بېنکونو څخه 7 اربه ډالره راځي خو د روان مالي کال کال په لومړیو 5 مياشتو کې پاکستان ته يوازې 200 مېلیونه ډالره ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار په ټويټر جارى کړي بېان کې وېلي چي متحده عرب اماراتو پاکستان ته د ورکړي 2 ارب ډالره پور بېرته ستنولو نېټه غځولې ده خو کارپوهه حفيظ پاشا وايي دې سره به يوازې دا وشي چې پاکستان باندې به په بيړه د دغه پور ستنولو فشار کم شي خو نوې پېسې به نه راځي چې د غورځېدونکي زر مبادلې ذخیرې پرې اډانه یا زياتې کړي.

د پاکستان د مرکزي بنک ګورنر جميل احمد اوړمه ورځ ویلي وو چې په راتلونکې هفته کې به پاکستان ته د ډالرو راتګ شروع شي چې ورسره به غورځېدونکي د زر مبادلې په ذخیره کې اضافه وشي.

پاکستان دا وخت د ډالرو د خورا کموت سره مخامخ دی او مرکزي حکومت د خوراک څښاک توکيو او د صنعت لپاره د بهر هېوادونو څخه د خام مال په درامد بندېز لګولی دی.