امریکا ایراني لاریون کونکو ته ویلي، هیر به مو نه کړو

امریکا په ایران کې د لاریون کونکو سره د ملاتړ ژمنه کوي او د لاریون کونکو په وړاندې د حکومتي چارواکو ناسم چلند غندي.په ایران کې د تېرې اونۍ راهیسې د لاریونونو په ترڅ کې ۲۱ کسان وژل شوي او تر زرو زیات نور ژوبل شویدي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو د پنجشنبې یا زیارت په ورځ وویلي امریکا به د لاریون کونکو په وړاندې د ایراني چارواکو د ناسم چلند له امله پدې غور ورکړي چې په ایران باندې نوي بندیزونه ولګوي او که څنګه؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دوی به غلي پاتې نشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي، مونږ دا واک لرو چې په ایران کې د لاریون کونکو په وړاندې د تاوتریخوالي له ترسره کونکو سره حساب وکړو.

په بیان کې د ایران خلکو ته ویل شویدي چې مونږ به تاسو هیر نه کړو.

د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا بیان او په ایران د نویو بندیزو خبره د ایران د مذهبي مشر ایات الله علي خامینايي په ګډون په ایراني چارواکو باندې ښه نه لګېږي.

خامینايي ویلي دي چې په ایران کې د لاریونو ترشا د بهرنیانو لاس دی.

په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې د جمعې په ورځ د ایران د حالاتو په اړه د ملګرملتونو یوه بیړنۍ غونډه رابللې.

خو روسیې او د امنیت د شورا نورو غړو هېوادونو په امریکا باندې ددغې غونډې د رابللو له امله نیوکې کړيدي ځکه دوي وايي لاریونونه د ایران کورنۍ مسله ده او نړیوالې سولې او ثبات ته کوم ګواښ نه ګڼل کیږي.

نیکې هیلې په یوه بیان کې د پنجشنبې په ورځ ویلي وه چې نړۍ په شام کې هغه ویرونکی بحران ولېده چې حکومت د سولیزو لاریون کونکو غوښتنو ته د رد ځواب ورکړ. مونږ باید پرې نږدو چې په ایران کې داسې څه وشي.

هیلې ویلي دي چې که هر هېواد د ایران په اړه د ملګرملتونو د امنیت په شورا کې له خبرو سره مخالفت لري نو دا د ایران د حکومت له هغه دریځ سره یو ډول دی چې د لاریون کونکو له سولیزې غوښتنې سره مخالفت کوي.

په ایران کې دغه روان لاریونونه د اقتصادي ستونزو او په حکومت کې د اړینو اصلاحاتو د راوستلو په موخه ترسره کیږي.

د تېرو دوو ورځو راهیسې ددغو لاریونونو سره غبرګ د حکومت پلوو کسانو لخوا هم لاریونونه شویدي.

نوي بندیزونه:

که څه هم له دغو لاریونونو سره نیغ په نیغ اړیکه نه لري خو د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ د ایران په هغو پنځو کمپنیو باندې بندیزونه ولګول کومو چې د تهران د بالسټیک میزایلو له پروګرام سره اړیکې درلودې.

د امریکا د خزانې وزیر سټیون منوچن په یو بیان کې ویلي دي، د ایران خلک زوریږي خو حکومت او امنیتي ځواکونه یې بهرنیو ترهګرو ډلو ته چې بشري حقونه پامالوي پیسې ورکوي.

ایران وايي لاریونونه په ختمېدو دي

ایراني چارواکو د پنجشنبې یا زیارت په ورځ په ټینګار سره وویل چې د حکومت ضد لاریونونه پای ته رسېدلي.

د ایران د پوځ مشر جنرال عبدالرحیم مساوین له امنیتي ځواکونو څخه مننه وکړه چې لاریونونه یې ارام کړیدي.

(دا لاریونونه دومره واړه وه چې د پولیسو یوې برخې ارامه کړل.)

د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي وویل پدغو لاریونونو کې یواځې ۴۲۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه او په لاریونونو کې د ستونزو د جوړونکو شمېر تر ۱۵۰۰۰ کم وه.

په ورته وخت کې حکومتي تلویزیون د پنجشنبې په ورځ د حکومت پلوو لاریون کونکو ویډیوګانې هم خپرې کړې کومو چې د اسفهان، اردیبیل او مشهد په ګډون په سترو ښارونو کې د حکومت په پلوي لارویونونه ترسره کړل.

خو د امریکا استخباراتي چارواکي وايي، دغه لاریونونه له ۲۰۰۹ کال د لاریونونو راهیسې چې د لانجمنو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوي وه تر ټولو ستر وه.

په ایران باندې د امریکا زیاتېدونکی فشار

په ورته وخت کې ایران د واشنګټن لخوا د نویو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

تمه ده د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به په راتلونکې اونۍ پریکړه وکړي چې په ایران باندې هغه بندیزونه بیرته ولګول شي چې د ۲۰۱۵ کال د نړیوال اټومي تړون په ترڅ کې ترې لیرې شوي وو.

ټرمپ په وار وار په دغه تړون او په سوریې، ایران او یمن کې د ایراني پوځ په ګړنو باندې نیوکې کړیدي.

خو ځینې څېړونکي بیا پدې باور دي چې د ایران په اړه امریکا ډیره تونده لاره غوره کړې چې ښايي توند غبرګون به هم ورسره وي.