ریپبلکن ګوند ولسمشر ټرمپ او مرستیال صدر مایک پینس په رسمي توګه خپل کاندیدان اعلان کړل

د ۲۰۲۰ ريپبلکن نشنل کنوینشن د اګسټ په ۲۴ نیټه په رسمي ډول د نارت کېرولینا شارلټ ښار کې پیل شوی دی

د ۲۰۲۰ کال ریپبلکن نشنل کنوینشن په لومړۍ ورځ ولسمشر ټرمپ او مرستیال صدر مایک پینس دواړو شارلټ ښار کې ویناوې وکړې.

ولسمشر ټرمپ د خپلې وینا په سر کې په ډيموکراټانو ټکونه وکړه او د مېل یا ډاک له لارې د ووټونو یا رایو راغونډولو عمل خطرناک وباله او هغه د ډاک له لارې د ووټونو عمل ته اشاره وکړه چې دې کې درغلۍ کیدای شي.

ښاغلي ټرمپ وویل:"که تاسو واقعاٍ غواړئ چې ډیموکراټان لیوني کړئ نو د ۱۲ کالو نورو نعره ووهئ ځکه چې دوی د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې ډیر بد کارونه وکړل. او اوس به هم ګورو چې څه پيښیږي. مونږ باید ډیر احتياط وکړو ځکه چې دوی بیا هڅه کوي دغه ۸۰میلیونه رايي د ډاک له لارې راغونډې کړي، دوي یې هغو خلکو ته وراستوي چې غوښتنه یې نه ده کړې او دا سمه نه ده."

ښاغلي ټرمپ په خپلې وینا کې وویل چې د کرونا وایرس د را رسیدو ترمخه د امریکې اقتصاد په بې ساري ډول مخ په ښه کیدو روان وو او د ټولو لپاره یې روزګارونه زیات کړل.

همداراز دغې غونډې کې مرستیال ولسمشر مایک پينس د خپل ګوند د ملاتړ مننه وکړه او د کورونا وایرس په هکله یې وویل چې تر هغو به یې مبارزه وکړي ترڅو یې نه وي ختمه کړې. هغه د خپلو سرتېرو او پولیسو د حفاظت او قانون اصلاحاتو په هکله یادونه وکړه.

ښاغلي پینس وویل: "زه په بشپړ ډول ډاډه یم چې که چيرې مونږ ټول د نومبر تر درییمه نیټه هغه څه وکړو چې اړتیا ورته لرو، که تنظیم یې کړو، که مونږ په حرکت کې شو،که مونږ ټیلیفونونه وکړو، دراوزو ته ورشو او ورونه وټکوو، که مونږ خپله دنده ترسره کوو نو مونږ به د دې هیواد په هر ایالت کې د ریپبلکن مشران وټاکو."

په غونډه کې ګڼ شمېر نورو ویناوالو هم ویناوې وکړې چې په کې د ریپبلیکن نېشنل کمیټۍ مشره رونا مکډانېیل هم د پرانستې وینا وکړه او د ډیموکرېټ ګوند جو بایډن په مقابل کې ولسمشر ټرمپ یو سیال کاندید وباله.

خو بل لور ته د ډیموکرېټ ګوند صدارتي کاندید جو باېډن او د ناېب صدارت لپاره کاندیدې کماله هیرېس د ګوند لخوا د نومول کیدو وروسته په لومړي ځل په یوه ګډه مرکه کې د امریکا یو شمېر کورني چلنجونو تر څنګ په کرونا وایرس هم خپل دریځ وړاندې کړی.

د ای بي سي نیوز ټي وي سره په دغه مرکه کې چې تېره شپه خپره شوي جو باېډن وویل د کرونا وبا خوریدو په سر صدر ټرمپ نه ګرموي خو د دغې ستونزې نه په تېښته یې تورنوي. هغه ويلي دا فکر چې څه معجزه به وشي‌ او دا وبا به پخپله ختمه شي دا غیر حقیقي سوچ دی.

ولسمشر ټرمپ د کرونا وایرس د خپرویدو د مخنیوي په خاطر د دغې غونډې د ګډونوالو شمېره ډیره محدوده کړې وه او په بالروم کې د استازو څوکۍ هم د یو بل څخه په فاصله کې وې او ټولو ماسکونه هم اغوستي وو.

د ۲۰۲۰ ريپبلکن نشنل کنوینشن د اګست په ۲۴ نیټه په رسمي ډول د نارت کېرولینا شارلټ ښار کې پیل شوی دی او د اګست تر ۲۷ نیټه به دوام لري .ټاکل شوی ده چې ولسمشر ټرمپ به ريپبلکن ملي کنوینشن په هره شپه وینا وکړي. هغه به هره شپه د ډیموکرېټ ګوند پروګرامونو ته ځواب وايي چې هغوي د ډونلډ ټرمپ مشرتابه د کرونا وایرس د روان کړکیچ او په تیزي خوریدو لپاره ګرم بلي. صدر ټرمپ به د کنوینشن په اخری ورځ د ريپبلکن ګوند لخوا صدراتي ټاکنو کې په رسمي ډول د نامزدګۍ منلو وروسته کنوېنشن ته وېنا کوي .

د ډیموکراټیک ګوند کنوینشن هم چې د اګسټ پر ۱۷ نیټه پیل شوی وو او بیا پر ۲۰ مه نیټه پای ته ورسید.

د امریکې پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن چې تقریباً نیمه پېړۍ یې د امریکا په سیاست کې تېره کړې د اګسټ په ۲۰مه په رسمي توګه د ډیموکرېټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته امیدوار شو او د امریکا خلکو ته یې وویل چې همدا وخت دی چې د ریپبلن ګوند ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکړي