ازبکستان او پاکستان د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ منصوبې د مسئلو د حل لپاره کمېټه جوړوي

استانه: وزیراعظم شهباز شریف د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳مه د شانګهای همکارۍ تنظیم د سرمشریزې په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره.

ازبکستان او پاکستان موافقه کړې چې له افغانستان سره به یوه درې اړخیزه کمېټه جوړوي، ترڅو هغه ستونزې هوارې کړي چې د درېواړو هېوادونو ترمنځ د وړاندیز شوې اوسپنې پټلۍ د پروژې عملي کېدو مخې ته خنډ جوړې شوي دي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف دا پرمختګ د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف سره د هیتونو په کچه تر مذاکراتو وروسته اعلان کړ.

نوموړي وویل ،د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د پروژې د پرمختګ لپاره باید ګډې هڅې همغږې شي.

ازبکستان، افغانستان، او پاکستان د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې د ۵۷۳ کیلومتره (۳۵۶ میله) اوږدې اوسپنې پټلۍ د جوړولو موافقه وکړه، چې د افغانستان له لارې به منځنۍ آسیا د سمندري بندرونو سره ونښلوي.

دا پروژه، چې ۴.۸ میلیارد ډالر لګښت پرې راځي، د سیمې د اقتصادي اړیکو د پراخولو لپاره مهمه ګڼل کېږي.

میر ضیایوف د خپل حکومتي ژباړن له لارې وویل"موږ د لومړي ځل لپاره د دې پروژې په اړه هراړخیز بحثونه وکړل،"

د پاکستان دولتي ټلویزیون دا خبرې په ژوندۍ بڼه خپرې کړې.

هغه زیاته کړه چې دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې یوه درې اړخیزه کمېټه به جوړوي، څو د فرصتونو ارزونه وکړي او د پروژې د عملي کېدو پر وړاندې موجودې ستونزې حل کړي.

د ازبکستان ولسمشر وویل چې دا موضوع یې له افغان چارواکو سره د وروستیو خبرو مهمه برخه هم وه.

میر ضیایوف "اوس به موږ د ستونزو د هواري لپاره درې اړخیزه غونډه ولرو،" خو نور جزییات یې ورنه کړل.

هغه ټینګار وکړ چې دا پروژه د سیمې د سوداګرۍ او سفر لپاره حیاتي اهمیت لري او دا یې د "راتلونکي" پروژه وبلله.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، او پر دې هېواد د لوېدیځو مالي بندیزونو له امله، د پاکستان او ازبکستان لخوا د دې اوسپنې پټلۍ د پروژې پر سر بحثونه موقتاً ودرول شول.

په دې وروستیو کې، پاکستان پر طالبانو تور پورې کړی چې هغو وسله‌والو ته پټنځایونه ورکوي او ملاتړ یې کوي چې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ذمه‌واري لري.

دې دوامداره تاوتریخوالی د اسلام‌اباد او کابل اړیکې ترینګلي کړې دي، او د پاکستاني چارواکو په وینا، د طالبانو د حکومت سره د هر ډول جدي اقتصادي ملګرتیا مخه یې نیولې ده.

خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې د دوی په خاوره کې هیڅ بهرني وسله‌وال ډلې فعالیت نه لري، او دوي ته چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هیواد پر ضد وکاروي.

شهباز شریف، چې د میرضیایوف تر څنګ و، یو ځل بیا یې د سرحدونو د امنیت اندېښنه یاده کړه، او ټینګار یې وکړ چې هېڅ وسله‌والې ډلې باید د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان، پر ضد د بریدونو لپاره و نه کاروي.

د پاکستان او ازبکستان مشرانو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې دوه اړخیزه کلنی تجارت له ۴۰۰ میلیونه ډالرو څخه ۲ میلیاردو ډالرو ته لوړ کړي، او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره یې یو شمېر تړونونه هم لاسلیک کړل.

دواړو هېوادونو وویل چې دوی د کرنې، درملو، ماشینرۍ، جیولوجۍ، معدني سرچینو، څرمنې، او نورو صنعتونو د پرمختګ پر لارو چارو خبرې کړي، ترڅو د دریم هېواد بازارونو ته تیار شوي محصولات صادر کړي.

اسلام‌اباد او تاشکند دا هوکړه هم وکړه چې د هوايي اړیکو پراخولو ته وده ورکړي، او د دې لړ کې د پاکستان له تر ټولو لوی ښار کراچۍ څخه د ازبکستان تاریخي ښارونو سمرقند او بخارا ته د نویو پروازونو پیلولو پلان لري.