په بلوچستان کې څېړونکي او ملتپال ګوندونه وایي پوځي عملیات به د صوبې ستونځې لا نورې زیاتې کړي

Your browser doesn’t support HTML5

وړمه ورځ د پاکستان د وزیراعظم په مشرۍ غونډه کې په بلوچستان کې د وسلوالو په ضد د پراخو پوځي عملیاتو منظوري ورکړل شوې ده، په بلوچستان کې څېړونکي او ملتپال ګوندونه وایي دا عملیات به د صوبې ستونځې لا نورې زیاتې کړي. حفیظ الله ستوري شېراني ورسره خبرې کړې دي: