د طالبانو واک-افغانستان څه وبایلل یا وګټل؟

ډېموکراسي پلوه افغانان ګڼي چې په 15م اگست په افغانستان کې د سخت دریځو طالبانو د واکمنۍ وروسته ياد هېواد منتخب حکومت، په شریکه منل شوی اساسي قانون، پارلمان، د ښځو تعليم، د لږه کيو حقونه او د بیان ازادي بایللې ده.

طالبان او خواخوږي يې، البته، داسې فکر نه کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي دا اونۍ ووېل چې په افغانستان کې نظامي اشغال ختم شو او وس به حالات سم شي.

په نړیواله کچه د افغان طالبانو لوی ملاتړی پاکستان هم داسې پېغامونه ورکوي چې افغانستان کې به اوس کراري راشي.

په کابل کې د طالبانو د قبضې وروسته د کلتوري امپریالیزم په هکله په یوه وینا کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي وو:

"افغانانو د غلامۍ ځولنۍ ماتې کړې"

خو ډېموکراسي پلوه افغانان داسې فکر نه کوي. په افغانستان کې د طلوع ټېلېوېژن خبریال عبدالحق عمري وايي د طالبانو د ورتګ سره افغانستان په اصل کې د غلامۍ په دور کې اوس داخلیږي. دښاغلي عمري په خیال:

"افغانستان ازاد نه شو افغانستان نور هم د غلامۍ مر حلې ته لاړو"

ښاغلي عمري د طالبانو د واکمنۍ په دوېمه دوره کې يواځې د دواو میاشتو لپاره په افغانستان کې پاتې شوې او بیا لکه د ډېرو نورو افغانانو خبریالانو په شان د هېواد نه وتلی .نوموړی اوس په جرمني کې ژوند کوي. عمري د جرمني څخه ډیوه ته وویل د طالبانو د راتگ سره:

"هر څه دړې وړې شول"

طالبانو په کابل د قبضې ورستو د عامې عفې اعلان کړی ؤ خو فعالان وايي د هغويي په اعلان باور نه شي کولې.

فاطمه احمد زۍ هم له هغه زرگونو افغانانو څخه یوه وه چې د اوږدې جگړې په مهال یې د ښځو او زلمیو د حقونو لپاره مبارزه کوله.

احمدزۍ د طالبانو په کابل د قبضې ورستو له افغانستانه په وتلو مجبوره شوه او دا وخت د امریکا د فیلیډلفیا د افغان مهاجرینو په یو کیمپ کې میشته ده.

د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې احمدزۍ وویل په تېرو شلو کلونو کې په لاسته راوړونو د طالبانو د واکمنۍ سره اوبه واوختلې:

"په افغانستان کې دا وخت ژوند په ټپه ولاړ دی"

د بشري حقونو په برخه کې کارکونکې یوه بله افغانه فاطمه احمد زۍ دا وخت په دې کوښښ کې ده چې له افغانستانه ووځي، د ډیوه سره په خبرو کې هغې وویل چې افغانانو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان اباد کړی ؤ:

"په وس وخت کې میرمنې خپل حق نه شي غوښتلې فعالیت نه کوي هر څه په ټپه ودریدلي دي"

د روانې میاشتې (نومبر) په څلورمه مطبوعاتو په بلخ کې د څلورو مدني فعالانو میرمنو د وژل کیدو خبر ورکړی ؤ، رپورټونه وايي دغو میرمنو څه موده وړاندې دطالبانو په ضد مظاهره کړې وه.

د بخښنې نړيوالې ادارې هم په خپل یو ورستي رپورټ کې طالبان د لږکي ډلې شيعه مسلمانانو هزارګانو په بې عدالته وژنو تورن کړي. د بخښنې نړیوالې ادارې ویلي طالبان هغه څوک هم وژني چې ورته تسليم شوي وي او داسې کول په جنګي جرمونو کې راځي.

د رپورټونو تر مخه دا وخت په افغانستان کې په زرگونو باهنره ، بااستعداده او باسواده خلک بې روزگاره شوي.

فعالان وايي په تېرو حکومتونو کې د ابرو ژوند تېرونکي افغانان دا وخت د خپلو کورنيو د ضرورتونو پوره کولو په خاطر په خېراتونو غوښتلو او د کورونو په لوښو، جامو، او نورو شیانو خرسولو مجبوره شوي دي.

د بشري حقونو یو کارمند برهان الدين سیرت د ډیوه په خپرونه کې په دې شرط شریک شو چې عکس به یې نه ښودل کیږي د یو تپوس په ځواب کې هغه وویل نزدې ملگري یې چې خبریالان، مدني فعالان او مدافعين وو او په تېرو حکومتونو کې یې ښه معاشونه لرل اوس ډېر داسې دي چې په کور کې د شپږو ورځو زړه ډوډۍ په اوبو کې نرمه وي او په خپلو بچو یې خوري.

د هغه نه چې کله تپوس وشو چې که چري طالبان د نړۍ د ټولشموله حکومت غوښتنه پوره کړي نو ایا بیا په افغانستان کې خپل مستقبل ته خوشبینه یې؟ د سیرت ځواب و:

"د سبا تپوس مه کوه د سهار او غرمې تپوس وکړه"

په خپل یو ورستي رپورټ کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې میلیونونه افغان ماشومانو د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو دا هم خبرداری ورکړی دی چې د روان کال تر اخر پورې به نزدې یو میلین افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله سختو ستونزو سره مخامخیږي.

ملګري ملتونه دا هم وايي چې دا مهال د افغانستان شاوخوا 18میلینه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.