د امریکا صدر جوبایډن خپل ځوی هنټر بایډن ته په مختلفو مقدمو کې د معافي ورکولو وروسته وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر ممکن په راتلونکې میاشت کې د خپل صدارت موده د ختمیدو وړاندې نور خلک وبخښي.
د وایټ هاوس ویاندې کېرن جین پییر د ګل، دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې صدر بایډن ډیرو نورو کسانو ته د صدارتي معافي - بخښنې د ورکولو عمل په غور سره کتنه کوي، خو په دې اړه کوم مهال ویش نشته.
د وایټ هاوس ویاندې کېرن جین پییر وویل "تاسو د نورو اعلانونو توقع لرلی شئ" .
د صدر جو بایډن ځوي هنټر بایډن ته په روانه میاشت کې د وسله لرلو وفاقي یا مرکزي قانون د سرغړونې او د ټیکسونو په مقدمو کې سزا اورول کیده. په دغه سزا کې ممکن ورته د څو کلونو قید ورکړل شوی وی.
هنټر بایډن د ټیکس د درغلیو په مقدمه کې په نهو تورونو اعتراف کړی وو. په دې مقدمه کې په نوموړی تور وو چې لږ تر لږه 1.4 میلینه ډالر ټېکس یې نه وو ورکړی.
جو بایډن په امریکا کې د صدارتي انتخاباتو څو میاشتې مخکې ویلي وو چې د خپل ځوی د بخښلو دپاره به د صدارتي واک څخه کار وانخلي. خو هغه خپل 54 کلن ځوی هنټر بایډن د صدارتي واک په کارولو سره د بخښنې اعلان وکړو.
هنټر بایډن یو وکیل دی او هغه د ډیرو کلونو راهیسې د کوکین په نشه روږدي وو، چې د هغه په ژوند یې جدي اغیزه کړې وه.
د اتوار، یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې صدر بایډن د خپل ځوی په ضد د تورونو تر شا سیاسي او انتخابي محرکات ګرځولي وو.
د ډېموکرېټګ ګوند صدر بايډن وړاندې ویلي وو چې خپل زوی به ونه بخښي او د ډیلاویر او کلیفورنیا په قضیو کې به د هغه سزا بدله نه کړي.
د قانون پوهانو په وینا هنټر بایډن ته د ټیکس په مقدمه کې تر 17 کلونو پورې د قید سزا کیدې شوه.
د دې مقدمې اورېدنه د روانې میاشتې په 16مه په لاس اېنجلېس کې کېږي. خو بیا يو شمېر قانون پوهان وايي چې هنټر بایډن دغه جرم اول ځل کړی وو نو ښايي هغه 36 مياشتې په قید کې تېری کړې وې.
د صدر جوبایډن لخوا د خپل ځوی د بخښلو پر موضوع په امریکا کې بیلابیل غبرګونونه راپارېدلي دي. د دا ډول فیصلو په ضد غبرګون عموما د پارټۍ د پالیسۍ تابع نه وي.
د امریکا منتخب صدر ډانالډ ټرمپ د جوبایډن پر دغه ګام نیوکه کړې ده. هغه دا ګام د واک غلط استعمال او ناانصافۍ سره پرتله کړی دی.
تر دې مخکې ډانالډ ټرمپ د صدر په توګه د خپلې لومړۍ دورې په وروستیو ورځو کې د خپل زوم جېرډ کوشنر پلار چارلس کوشنر هم بخښلی وو.
د ټرمپ لخوا په نورو معاف شوو کسانو کې د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلېن، د کېمپین پخوانی منېجر پاول منافورټ، پخوانی چیف سټریټېجسټ سټیو بینن او د کېمپین معاون جارج پاپاډوپولوس شامل دي.
د امریکا د کولوراډو ریاست ډیموکرېټک ګورنر جیرډ پولس ویلي چې هغه د جو بایډن د طبیعي غوښتنې باندې پوهیږي چې د خپل ځوي سره مرسته وکړي.
د هغه په وینا صدر بایډن د هېواد په مقابله کې خپلې کورنۍ ته لومړیتوب ورکړو چې هغه یې مایوسه کړو.
د ډیموکرېټک ګوند سره تعلق لرونکي ګورنر زیاته کړه چې بايډن یو غلط مثال جوړ کړو، او وروسته راتلونکي صدران کولی شي د دې نه ناوړه ګټه پورته کړي.
د اېرېزونا ریاست نه کانګرس غړی ګریګ سټنټن وايي هغه د جو بایډن ډیر عزت کوي، خو د هغه په خیال بایډن غلطه فیصله کړې.
هغه زیاته کړه چې د دې قانوني اقدام تر شا هیڅ سیاسي محرکات نشته. هنټر بایډن یو جرم کړی او د هغه د خپلو خلکو د جیوري یا منصفانو شورا لخوا مجرم وګرځولی شو.
د ایوا ریاست نه ریپبلېکن سېنېټر چک ګراسکي په سوشل میډیا په یوه بیان کې وویل چې هغه د جو بایډن بخښنې حیران کړې دی.
د هغه په وینا بایډن څو ځله ویلي وو چې هغه به داسې ونه کړي ، هغه په بایډن باور وکړو چې اوس په شرمنده دی.