په سوریه کې دیارلس کلنه کورنۍ جګړه، چې پکې داسې ډلې ښکیل پاتي شوې دي چې په نظریاتي طور او جوړښت باندې جلا جلا وې او مختلف اتحادونه یې لرل او وخت په وخت پکې بدلونونه هم مخې ته راغلي دي.
د بشار الاسد د حکومت د یکدم سقوط وروسته د سوریې او بهرني څارونکي دواړه حیران دي چې په یاد هېواد کې به څوک دا خلا ډکه کړي اومخکې به څه کیږي؟.
لاندنۍ هغه ډلې دي چې په ممکنه توګه به د سوریې/ شام د مستقبل فیصله کوي.
حیات تحریر الشام (ایچ ټي ایس)
تر ټولو طاقتوره ډله، چې اوس د مغربي سوریې/شام په ډېره برخه کنټرول لري، حیات التحریر الشام (ایچ ټي ایس) ده. د احمد الشارع په مشرۍ چې د ابو محمد الجولاني نوم یې کارولی و، دا ډله د النصره فرنټ څخه سرچینه لري، چې په پیل کې د القاعدې او اسلامي ریاست ترهګرو ډلو سره یې تړاو لرلو.
د نړیوال جهاد په ځآیې د سوریې په مقامي حکومتدارۍ باندې د احمد شارع تمرکز د دې لامل شو چې هغه په 2017 کې له دواړو ډلو نه جلا شواو له څو نورو اسلامي ډلو سره یوځای شو او حیات تحریر الشام ډله یې جوړه کړله.
دا ډله له هغه وخت راهیسې د یو اعتدال پسنده او عمل کونکي سازمان په توګه مخې ته رامنځ ته شوه چې سخت شرعي قانون نه پلي کوي او د لږکیو د حقونو د ساتنې ژمنه یې کړې ده.
خو بیا هم دا ډله د ترکیې او امریکا په ګډون د ډیرو هیوادونو لخوا د ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې او د بشري حقونو په روانو سرغړونو تورنه پاتې ده.
ایچ ټي ایس په ادلب کې د سوریې د سالویشن حکومت چې د وزیراعظم محمد البشیر په مشرۍ کې جوړ و، ملاتړي پاتي شو، کوم چې د هېواد په حقیقت کې عبوري حکومت جوړ شوې دی.
سدرن آپریشنز روم
په سویل کې یو جلا ایتلاف دی چې ځان ته د سدرن اپریشنیر روم وایي، چې پکې دواړه سیکولر او اسلامپالې ډلې او د دروز ملیشې شاملې دي. له دې څخه ځینو یې پخوا د افراطي یاغیانو ډلو لکه النصره خلاف جګړه کړې وه، او په ۲۰۱۸ کال کې ډیر یې د سوریې له حکومت سره پخلا شوې ول، ځینې یې تر دې چې د سوریې په وسله والو ځواکونو کې ضم شوې ول.
خو بیا چې څنګه په شمال کې د ایچ ټي ایس وروستي بریدونه زور واخیست، سویلي یاغیان بیا د بشارالاسد په وړاندې جګړه کې شامل شول او دوي لومړي وو چې دمشق ته ننوتل.
سیرین نېشنل ارمي
د سوریې شمال لوېدیځ لا هم د سیرین نېشنل ارمي یا SNA په واک کې دی. دوي د کورنۍ جګړې په لومړیو کې د ازادې سوریې د پوځ په نوم د یاغیانو له کمزوري ایتلاف څخه راوتلي ول، ایس این اې د دواړو اسلامي او سیکولر ډلو استازیتوب کوي چې په مستقیم ډول د ترکیې لخوا ملاتړ کیږي او د سوریې د تش په نامه موقت حکومت ملاتړ کوي کوم چې د عزاز په ښار کې دي.
پداسې حال کې چې دوی کله د ایچ ټي ایس ملګري او کله یې حریف پاتي دي، خو ایس این اې په دوامداره توګه د کردانو په مشرۍ جوړ د سورین ډیموکریټک فورسز (ایس ډي ایف) د لاندې په جګړه کې ښکیل پاتي دي.
سیرین ډیموریټک فورسز
ایس ډي ایف د سوریې د شمال او ختیځ د خپلواکې ادارې فوځي ځواک دی چې د فرات د سیند ختیځه سیمه کنټرولوي. د کردانو د خلکو د ساتنې/ کردش پیپلز پروټیکشن یونټس (وایي پي جي) چې د کردانو لخوا یي رهبري کیږي، چې پکې عرب ملیشې او همدارنګه اقلیتونه لکه آشوریان او ارمینیان شامل دي.
که یو خوا د دې ډلې سیکولر ډیموکرایټک نظریې او د ښځو سره مساوي چلند نړیوال ملاتړ ترلاسه کړی، نو بلخوا ته دوی د نورو یاغیانو ډلو لخوا د اسد رژیم سره په همکارۍ تورن شوي او د ترکیې لخوا د کردستان ورکرز پارټۍ (PKK) یوه څانګه ګڼل کیږي. چې د ګڼو حکومتونو لخوا د ترهګرې ډلې په توګه نومول شوي دي. که څه هم دوي د امریکا سره د اسلامي ریاست/ایي ایس خلاف په جګړه کې مستقیم ملګري پاتي شويدي.
د داعش باقیات او بهرني ځواکونه
اسلامي ریاست/داعش چې پخپله یو وړوکي ځواک ته راکم شوې، په جنوبي صحرا کې یوازې کوچني ځایونه لري. که څه هم دوي په ټول هېواد کې ترهګر بریدونه کوي خو په دې دوزه څلوریشتم کال کې یې د یو نیم سل نه زیات بریدونه کړي دي.
د دې سربیره بهرنیو ځواکونو د سوریې ځینې برخې هم نیولې دي. ترکیې خپلې پولې ته څېرمه د سیرین نېشنل ارمي ترڅنګ خپل پوځ ځای پر ځای کړي دی او ادعا کوي چې دا سیمه د "خوندي زون" په توګه کاروي او د ایس ډي ایف په وړاندې یې د بریدونو لپاره یې کاروي.
امریکا د سوریې سره د اردن او عراق پولو ته نږدې په التنف کې یوه نظامي اډه او شاوخوا د شخړو د مخنیوي سیمه ساتي. روسیې تر دې دمه په طرطوس کې خپل سمندري بندر او لتاکیا ته نږدې د هوايي اډې کنټرول په لاس کې لري، که څه هم د دوی راتلونکی به څه وي دا له معلومه نه ده.
د جمعې په ورځ د سټیلایټ عکسونه ښیې چې روسي ځواکونو په کلیدي اډو کې د پوځي سامانونو جمع کول پیل کړي دي، د دې نه اندازه کیږي چې ممکن د وتلو لپاره تیاری وي.
او د بشارالاسد له نسکوریدو وروسته، اسرایل د ګولان هایټس ته نږدې په سوریه کې د بې وسلې بفر زون کنټرول په لاس کې واخیست، کوم چې مخکې یې قبضه کړې، د پولې په اوږدو کې د امنیت د زیاتوالي اړتیا ته اشاره کوي چې مقصد یې د نوي حکومت سره یو تړون ته رسیدل دي.
دا او ډیر عوامل دي چې چې د سوریې د مستقبل په اړه غیر یقیني صورتحال جوړوي، د هیواد خلک هیله مند دي چې د لویو ډلو تر منځ معاهدې به یقیني کړي چې دې ګډوډۍ ته د پای ټکې کیږدي.