مولانا سمیع الحق چا وژلی؟

د پاکستان یو مشهور سیاسي او مذهبي ٨١ کلن مشر مولانا سیمع الحق نن د نومبر په دریمه د خېبر پښتونخوا په اکوړي کې خاورو ته وسپارل شو، خو څېړونکي گمان کوي د مولانا د قتلولو کیسه به تر ډېرې مودې ژوندۍ وي.

د پاکستان په پوځ کې پخوا د افسر پاتې شوي سعد محمد خان خیال دی پلټنې کونکي به د مولانا په وژلو کې د کورنۍ کشالو او د هغه په سیاسي گوند او فرقه کې دننه د اختلافونو پرته د نورو هېوادونو د ککړتیا پلټنې هم کوي:

"پاکستان کې افرا تفري ده او دې منطقه کې د پاکستان مخالفين ډېر زیات دي" د ښاغلي خان په خیال مولانا په یو داسې وخت کې ووژل شو چې ددې په وجه نور هم اړی گړی جوړیدی شو.

مولانا سیمع الحق د نومبر په دویمه نیټه ماښام دپنجاب په پنډۍ سیمه کې دخپل کور دننه ځيني کسانو په چړو وهلی او وژلی وو.

د مولانا د وژلو د ورځې پورې مذهبي سخت دریزه ډلې تحریک لبیک د سپريم کورټ لخوا د اسیه بي بي د خوشي کولو د امر په ضد د تششدده ډک احتجاجونو کول. د ډلې مشرانو د هېواد ججانو، جرنیلانو او وزيراعظم ته بد رد ویل او د واک پرېښودولو غوښتنو سره سره یې د بغاوت کولو گواښونه هم کول.

خو ځيني څېړونکي ددغه تصور سره اتفاق نه کوي چې گني د مولانا وژل د پاکستان په خلاف څه سازش کیدی شي.

څیړونکی ډاکټر تقي پام نه کوي چې د مولانا په وژنه به چاته څه گټه یا تاوان ورسي:

"مولانا، نه په موجوده وخت کې د دوستانو د پاره کار امد کس وو او نه د دښمنانو د پاره دومره لوی شی وو چې چا به ورسره د ښمني غوښتله"

د ډاکټر تقي په خیال مولانا په کورنۍ لانجه کې وژل شوی دی:

"چې کوم زما معلومات دي د هغې په حساب خو څه داخلي معامله ده، په خپلو کې چرته ورانی راغلی دی"

د افغان چارو دکار پوهه خبریال رحيم الله یوسفزي په خیال په وسني وخت کې مولانا په سیاسي توگه څه خاص کردار نه لرلو:

" هغه په خپل کور کې د چاقو په گذارنو ډېر په بې رحمۍ سره وژل شوی دی او داسې ویل کېدی شي چې دا یو انتقامي قتل دی"

مولانا سمیع الحق وړومبی تن نه دی چې د وژلو ورستو یې اختلافي تصورات زیږیدلي وي، د هغه نه علاوه نور هم گڼ شمېر مذهبي، سیاسي،حکومتي، کاروباري او سماجي او شخصیات وژل شوي دي چې د وژنو په حقله یې بیلې بیلې دعوې کیږي.

سعد محمد خان وايي چې د تېرو مرگونو تاریخ ته گوري نو ورته نه ښکاري چې د مولانا د قتل سکوټ علت به اولس ته ښکاره شي:

"په پاکستان کې تفتيش سر ته نه رسي او ددې څه نتيجه نه راوځي، دا ډېره د افسوس خبره ده"

پولیسو د مولانا د زوي مولانا حامد الحق په مدعیت کې د وژنې مقدمه د نامعلومو کسانو په ضد درج کړې ده.

باوجود ددې چې د پاکستان په تاریخ کې د مهمو شخصیتونو د قتلولو دعلتونو او قتل کونکو نه اولس نه دی خبر کړی شوی خو څیړونکي وايي د څه قسمه اخري رای څخه دمخه د پولیسو د تفشيش او استخبارتي ادارو رپورټونو ته انتظار پکار دی.