افغان نپولین غازي عُمراخان څوک وو؟

انگریز جرنېل، سیاست مدار او مورخ ونسټن چرچل په خپل کتاب "دي سټوري اف دي ملاکنډ فیلډ فورس" کې د جندول عُمراخان د افغان نپولین په نوم یاد کړی دی. چرچل عُمراخان ته افغان نپولین د هغه د جگړې د مهارتونو په وجه ويلي وو.

عمراخان د نولسمې پیړۍ په اخري لسیزو کې نه یواځې دا چې د فیرنگي راج په ضد د اذادۍ جگړه کوله بلکې هغه په خپل ریاست جندول کې د ښځو د حقونو، د اقلیتونو د حقونو ،د تعليمي پرمختگونو، امن او قلارۍ په لړ کې هم مثالونه جوړ کړي دي.

"انگریز جرنیل، سیاست مدار او مورخ ونسټن چرچل کتاب "دي سټوري اف دي ملاکنډ فیلډ فورس

وتلی سیاست مدار اولیکوال افراسیاب خټک وايي عُمراخان د اذادۍ د مبارزې یو لوی نوم او د انگریزانو خلاف د پښتنو د پاڅون او مزاحمت یو علامت دی.

د ښاغلي خټک په خیال په شمالي پښتونخوا کې د انگريزي استعمار د خوریدلو خلاف عُمراخان مزاحمت او مقاومت کړی وو:

"دا هغه سړی وو چې په دې پوهېدلو چې که د انگريزي استعمار لاس دې سیمو ته وروغځیږي نو هغويي به بیا په بره افغانستان قبضه وکړي او دا ټوله سیمه به دخپل استعماري جغ لاندې راولي"

عُمراخان د انگریزانو خلاف د ودریدلو غږ د یو قومي سوال په شکل کې وړاندې کړی وو.

د غازي عمراخان شجره

د لیکوال او د عُمراخان د کړوسي اکبر سیال تر مخه د عُمراخان کارنامې په عصري پښتون تاریخ ک یوه لویه خزانه ده.

د عُمراخان د زیږون کره نیټه نه ده معلومه خو د اندازې تر مخه هغه د 1855 خوا وشا په جندول کې د امان خان کره زیږیدلی وو.

ښاغلی سیال واي د عُمراخان نیکه فیض طلب خان چې په 1863 کې د فیرینگيانو په ضد د بونیر د تاریخي کنډاؤ امبیلې غزا کوله نو تنکی عمراخان یې ځان سره بولی وو چې دغه وخت یې عمر نزدې لس کاله وو.

ورستو د عُمراخان په ملگرو کې د بونیر د وطن پال پښتون سعدالله خان ملک زوی حریت پسند سرتور ملنگ، شمشي خان او امیر محمد خان هم شامل شول.

د پښتونخوا وطن شمالي جندول ریاست په 1879 کې قایم شوی وو او بې دسواته د وسني ملاکنډ، دیر، باجوړ او چترال سېمو 600 مربع کلومیټره علاقه پکې شامل وه چې د عُمراخان په وخت کې تر 30000 مربع کلومیټره ورسیدله. دغه پښتون ریاست په 1960 کې وسني پاکستان په واک کې ونیولو.

دعمراخان د حکومت یوه لوظنامه

د عُمراخان د پلار امان خان دمرگ نه ورستو دهغه مشر زوی محمد زمان خان په تخت کیناستلو او د حکومت په کار د نیوکو په سر یې عُمراخان او خپل بل کشر ورور محمد شاه خان د جندوله وشړل. د جبري جلاوطنۍ موده عُمراخان د سوات په شموزو کې تیروله.

عُمراخان د جلاوطنۍ په ورځو کې د خپل ورور د طرزِ حکمرانۍ نه ځان خبر ساتلی وو او یوه ورځ د شموزو نه په پټه خپلې پلرنۍ قلعه ته ورننوتلو خپل مشر ورور محمد زمان خان یې مړ کړو او په تخت کیناستلو. د ښاغلي سیال تر مخه د محمد زمان خان د طرز حکمرانۍ نه اولس تنگ وو.

عُمراخان د 1881 نه تر 1895 پورې دجندول حکمران وو. د جدید فیرنگي فوج نه د ځاي نوابانو او خانانو د سازشونو په کمک د ماتې خوړولو پس عمراخان په 1895 کابل ته لاړلو او هلته یې د امير عبدالرحمان سره نزدې اړېکې جوړې کړلې. خو مورخين وايي امير د مصلحتونو په سبب عُمراخان د انگریز خلاف بیا منظم کیدلو ته پرې نه ښودلو.

وتلی قانون دان او سیاست مدار لطيف افریدی وايي عُمراخان د پښتنو په اتلانو کې راځي، او چې ماتې یې وخوړله نو انگریز چترال ته ورسیدلو.

وتلي ملت پال سیاست وال عبدالولي خان به اکثره په خپلو تقریرونو کې ټپې هم شاملولې چې یوه پکې داسې وه:

چرته لندن چرته چترال دی

بې ننگي زور شوه انگریزان چترال ته ځينه

د لطيف افريدي په خیال دغه ټپه د عُمرا خان د ماتې خوړولو ورستو ویل شوې وه او د خپل دور سمه عکاسي کوي، مطلب یې دادی چې که چري ځايي خانانو د انگریز سره سازش نه وې کړې او په وطن یې ننگ کولې نو انگریز چرته هم چترال ته نه شو رسیدلی.

ښاغلی افریدی وايي:

"عُمراخان خپل هيرو(اتل) گڼم، هغه د انگریزانو خلاف زبردسته مقابله کړې وه او انگریزان یې یو ځل په شا تمبولي هم وو"

د ښاغلي افريدي تر مخه عُمراخان د پښتون تاریخ هیرو دی، د هغه مبارزې ته ریاست د پاینده خیلو او مستخیلو د جگړې نوم د سازش په وجه ورکړی وو.

د عمراخان د حکومت ځيني کارونه

عمراخان په خپل حکومت کې د ښځو د حقونو، د لږکیو د حقونو او د قیدیانو سره د ښه سلوک مثالونه قایم کړي وو.

عمراخان په خپل حکومت کې د مذهب د سپکاوي یوه تاریخی قضیه هم حل کړې وه.

د اکبر سیال تر مخه یوه ورځې د مایارو په بازار کې د یو جنددلي هندو تن د مکراني په نوم د مشهور یوځاي مُلا د یو مرید سره په څه خبره لانجه راغله.

د لانجې ورستو مُلا په هندو د مسلمانانو د پیغمبر حضرت محمد(ص) د سپکاوي تور پورې کړو، خبره تر عُمراخان ورسیدله.

عُمراخان چې د دواړو خواؤ دلایل واوریدل نو هندو یې وړ او مُلا یې پړ وگرځوو او مُلا یې په ریاست کې د اقلیتونو سره د زور زیاتي په سر سزاوار او بېدخله کړلو.

ورستو مکراني مُلا د انگریز په حق او د عُمراخان په مخالفت کې فتوې ورکول شورو کړل.

د عُمراخان د قیدیانو سره د ښه سلوک قیصې هم مشهورې دي. هغه د چترال په مورچه کې په یوه جگړه کې دوه انگریزي کرنیلان ایډورډ او فاونډر نیولي وو.

دغه انگریزانو په خپلو یادشتونو کې ويلي دي چې دوي ته د خپلې خوښې د خوراک او لباس نه علاوه د عبادت اجازت هم وو.

د عمراخان خپله نښه بیرغ

عُمراخان په خپله حکمرانۍ کې د ښځو سره د ښه سلوک یو قانون هم جوړ کړی وو.

د عُمراخان نه وړاندې رواج وو چې کومه ناواده شوې جینۍ به په مینه کې د کوم هلک سره د کوره په پټه مټيزه (وتښتیدله) شوه نو د هغې نه به د سر ویښتان خرول کیدل.

عُمراخان په دغه رواج پابندي ولگوله او قانون یې پاس کړو چې که دغه هلک او جينۍ واده وکړي نو څوک به ورته څه نه وايي.

د عُمراخان مثالي واکمني هغه وخت ختمه شوه چې انگریزانو په دویم ځل د خپلو ځاي مخبرانو او ملگرو په مرسته په اپریل 1895 کې جندول قبضه کړلو او د ریاست د اهمې مونډه قلعه په گډون یې 42 قلعگانې ونيولې.

د ماتې نه پس عُمراخان کابل ته لاړلو او د امير عبدالرحمان سره یې اړکې جوړې کړې.

په کابل کې د غازي عمراخان قبر

عُمراخان په 1904 کې د ناروغۍ په حال کې هلته مړشو. د کابل په وسني پولي تخنیک انسټي ټیوټ چارده کې یې قبر دی. په کنړ کي يوه لیسه​ د عمراخان په نوم ده .افغانان خپل دغه قامي اتل ته ډېر د احترام لري.

(عکسونو د اکبرسیال په مننه)

افغان نپولین غازي عُمراخان څوک وو؟ نور معلومات په لانديني لینک کې اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

افغان نپولین غازي عُمراخان څوک وو؟