د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په ستره دیني مدرسه دارالعلوم حقانیه کې د جمعې په ورځ شوي ځانمرګي د جمعیت علماء اسلام (س) د مشر اؤ ددغه مدرسې د مرستیال مهتمم مولانا حامد الحق په ګډون شپږ کسان وژل شوي اؤ 20 نور ژوبل شوي دي.
مولانا حامد الحق د مشهور دیني عالم مولانا سیمع الحق زوي ؤ چاته چې به د طالبانو روحاني پلار هم ویل کېده.
د جمعیت علماء اسلام (س) ډلې مشر اؤ حقانیه مدرسې مهتمم مولانا سیمع الحق په کال 2018م کې په دویم نومبر دپینډۍ په بحریه ټاؤن کې دخپل کور دننه په جړو وهل شوی اؤ وژل شوی ؤ چې له هغې وروسته د هغه زوي مولانا حامد الحق د پېښور نه د 60 کلو میټره په واټن پرتې ددغې لویې دیني مدرسې مرستیال مهتمم ټاکل شوی ؤ.
د خبري شبکې اې ایف پي د رپورټ له مخې دارالعلوم حقانیه د پاکستان له سترو اؤ زړو مدرسو څخه یوه ده چرته چې نزدې تر څلورو زرو زیات دیني طالبان میشت دي اؤ هغوي ته ویړیا دیني زده کړې،کالي اؤ خوراک ورکول کیږي.
د حقانیه مدرسې د ویب پاڼې له مخې د طالبانو یو شمیر مشرانو چې د حقاني نیټ ورک مشر سراج الدین حقاني هم پکې شامل دی ددغه مدرسې څخه دیني زده کړې کړې دي.
د مولانا سیمع الحق د وړومبۍ ښځې دوهم زوي حامد الحق خپلې دیني اؤ دنیاوي زده کړې د خپل نیکه مولانا عبدالحق د مدرسې په څنګ کې له حقانیه هاي سکول ترلاسه کړې وې.
هغه د نوښار ډګري کالج څخه اسلامیاتو کې د څوارلسم اؤ د 80مې لسیزې په وروستیو کې د پنجاب پوهنتون څخه د ماسټرز ډګري ترلاسه کړې وه.
مولانا حامد الحق د خپل سیاسي ژوند پیل په 1985 کې د جمعیت علماء اسلام د زده کوونکو د تنظیم اسلامي جمعیت طلبه د جنرل سیکرټري په توګه کړې وه.
مولانا حامد الحق د کال 2002م په عامو ټاکنو کې د شپږو مذهبي ګوندونو د ایتلاف متحده مجلس عمل(ایم ایم اې) له پلیټ فارم څخه برخه اخستې وه اؤ پخواني پاکستاني پوځي جنرال اؤ د کورنیو چارو وزیر نصیر الله بابر ته په ماتې ورکولو د قومي اسمبلۍ غړی منتخب شوی ؤ.
د نوښار له دغې حلقې د مولانا حامد الحق نیکه مولانا عبدالحق هم د کال 1977 او کال 1985 په ټولټاکنو کې بریالی شوی ؤ خو له کال 2002م راپدیخوا بیا د هغه د کورنۍ هیڅ یو غړی په ټاکنو کې بریالی نه شو.
د پخوانيو پوځي امرانو جنرال ضیاء الحق اؤ جنرال پرویز مشرف په واکمنیو کې د مولانا حامد الحق پلار مولانا سیمع الحق دوه ځله د سینیټ غړی پاتې شوی ؤ.
مولانا حامد الحق د خپل پلار په ژوندانه هم په سیاسي فعالیتونو کې پراخه برخه درلوده خو د مولانا سمیع الحق له وژنې وروسته هغه د خپل پلار د ګوند جمعیت علماء اسلام(س) مشر وټاکل شو.
مولانا سیمع الحق د دفاع پاکستان کونسل چیرمین هم پاتې شوی دی،په بنیادي توګه د جماعت الدعوه اؤ اهل سنت والجماعت د سیوري لاندې جو دا کونسل په کال 2011م کې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله د امریکایي ځواکونو په مټ د پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو په غبرګون کې جوړ کړل شوی ؤ خو په کال 2018م کې د مولانا سمیع الحق تر وژل کېدو وروسته دغه کونسل غیر فعاله شوی دی
مولانا حامد الحق پروسکال د مذهبي سفارتکارۍ د یوې برخې په توګه د دیني عالمانو د یو پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللی ؤ اؤ هلته یې د طالب مشرانو سره لیدنې کړې وې.
مولانا حامد الحق کابل ته د خپل دغه سفر په اړه ویلي وؤ چې د دیني عالمانو کابل ته د سفر سره به د کابل اؤ اسلام اباد تر منځ بې باورۍ ختمېدو کې لاس امداد وشي.
مولانا حامد الحق حقاني، نزدې دوه اوونۍ وړاندې د خيبر پښتونخوا د وزيراعلا سردار علي امين ګنډاپور، په کوربهتوب اسلام آباد کې يوې مهمې غونډې ته تللی و.
په دې غونډه کې له ناقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) څخه غوښتنه شوې وه چې په خيبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سيمو کې خپلې حملې ودروي.
همدا راز، د غونډې پر مهال پرېکړه شوې وه چې د مولانا حامد الحق په مشرۍ به يو پلاوی کابل ته واستول شي.
مولانا حامد الحق واده کړی و او څلور اولادونه يې لرل.
دارالعلوم حقانيه
د دارالعلوم حقانيه بنیاد د 1947 کال د سپټمبر پر 23مه، د پاکستان له جوړېدو لږ وروسته، د مولانا عبدالحق له خوا په اکوړه خټک کې اېښودل شوی ؤ. نوموړي د جمعيت العلما هند او د دارالعلوم ديوبند له فکري مکتب سره تړاو درلود.
په لومړيو کلونو کې دا مدرسه هم د برصغير د نورو مذهبي تعليمي مرکزونو په څېر يوه عامه ديني اداره وه، خو وروسته پکې د خيبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان له نورو سيمو څخه زدهکوونکي په ګڼ شمیر داخلې واخستې. په ځانګړې توګه د افغانستان د زدهکوونکو يوه لويه ډله هم له دې مدرسې فارغه شوې ده.
کله چې په 1979 کال کې د شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان ته ننوتل، نو ګڼ شمېر افغان کډوال پاکستان ته کډه شول، چې ډېری يې د دارالعلوم حقانيه مدرسې ته داخل شول.
له افغانستانه د دې مدرسې يو نامتو زدهکوونکی مولوي جلالالدين ځدران و، چې وروسته د مولوي جلالالدين حقاني په نوم مشهور شو. نوموړي د امريکا او د هغوی د متحدينو پر ضد د "حقاني شبکې" بنسټ کېښود، چې بيا د امريکا او ناټو ځواکونو پر ضد د بریدونو تورونه ورباندې پورې شول.
کارپوهان وايي چې د شوروي-افغان جګړې له امله مذهبي افراطیت ته وده ورکړل شوه، او د اسلامي هېوادونو ګڼو زدهکوونکو د ديني زدهکړو لپاره ليوالتيا وښوده. له همدې کبله، د شوروي اتحاد تر زوال وروسته، د منځنۍ آسيا له بېلابېلو هېوادونو څخه هم ګڼ شمېر زدهکوونکي حقانيه مدرسې ته ننوتل.
څېړونکي باور لري چې دارالعلوم حقانيه د طالبانو لپاره يوه ځانګړې "يونيورسټي" ګڼل کېږي، له دې ځایه فارغ شوي کسان د پاکستان او افغانستان په مذهبي او سياسي تحريکونو کې مهم رول لوبوي.
دا مدرسه د مولانا سميع الحق له امله هم ځانګړې شهرت لري، ځکه چې نوموړی د نړيوالو رسنيو له خوا "د طالبانو پلار" بلل شوی و.
د افغانستان پخوانی جهادي مشران پروفېسر برهان الدين رباني، مولوي يونس خالص، مولوي جميل الرحمان، او مولانا محمد نبي محمدي هم د همدې دیني درسګاه فارغين ګڼل کېږي.