فاټا حقوق لاریون: پښتنې او پښتانه څنگ په څنگ. تور قانون نه منو

په فاټا کې د ايني اصلاحاتو او د خیبر پښتونخوا صوبې سره د یو ځای کولو لپاره د قبایلي اولس په لاریون کې په شريکو ښځو پوليسو تشدد کړی او د لارېون لار یی ورله نيولی ده.

په لاریون کې شريکو پښتنو میرمنو وي او ډيوه ته اوویل نور د ریاست پاکستان جبر نه شي زغملی، نور د تیارو ژوند نه شي تېرولی، او که څوک ېې لارې نيسي او که پرې تششد کوي مني یې نا.

ټولنيز فعالې ثنا اعجاز اوویل "د فاټا ښځې د خپلو حقونو د پاره د غږ پورته کولو لپاره راوتې دي، خو پوليسو د مرۍ نه ونیولې، نوکونو ېې ورله مات کړل"

د ثنا اعجاز مرکه واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د ثنا اعجاز د رحمان بونيري سره مرکه

ناهيد افریدۍ د فاټا د خیبر ايجنسۍ ده او وايي د فاټا مسلې یواځې د سړو نه دي دا د ښځو هم دي هغه وايي " ایف سي آر کې تر ټولو زیات نقصان ښځو ته کیږي، مونږ ایف سي آر نور نه منو"

د ناهيد افریدۍ مرکه واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د ناهيد افريدي د رحمان بونيري سره مرکه

عایشه حسن د مومندو ايجنسۍ ده او وايي کوم قانون چې په اسلام اباد کې دی هغه په فاټا کې ولې نشته؟ هغه وايي که پاکستان ریاست دويي نور په تورو تیارو کې ساتل غواړي نو دا د زغملو وړه نه ده " ځمونږ په علاقو یوه خدايي توره تیاره ده، مونږ نور نه غواړو د تیارې قانون ایف سي آر"

د عایشه حسن مرکه واورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د عایشه حسن د رحمان بونيري سره مرکه

د جميله گيلاني تعلق په لاریون کې د شريک گوند عوامي نیشنل پارټۍ سره دی. جميله وايي فاټا ته چې کوم نقصان رسي د هغې نه د پښتونخوا ښځې نه شي بچ کېدلې " که چري اوس هم د فاټا خلقو خپل حقونه او نه گټل بیا ېې بلکل نه شي گټلې.

د جميله گیلاني مرکه واورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د جميله گيلاني د رحمان بونيري سره مرکه

د فاټا په لاریون کې په سونو پښتنې میرمنې شريکي دي. رپورټونه وايي دا ښځې د ځان ځانله تنظيمونو سره تعلق ساتي او د فاټا نه علاوه د پښتونخوا صوبې د بیلو بیلو برخو نه اسلام اباد ته رسیدلي دي

په فاټا کې د سلو کالو راهسې د انگریزانو د وخت تور قانون ایف سي آر دی د کوم لاندې چې ددغه سيمې خلقو ته ریاست پاکستان د اپيل وکيل او دليل حق نه دی ورکړی.

دا وخت د فاټا زیاتره خلق غواړي چې دغه قانون ختم شي او فاټا د خیبر پښتونخوا صوبې سر یو ځای کړی شي.

(ټول عکسونه ټولنيز فعالې ثنا اعجاز ډیوه ته په ټويټر راليږلي دي)