دپاکستان داقتصادي ودې 2فیصدو ته د رسېدو اټکل،څېړونکي وایي بې روزګاري اؤ غربت به زیات شي

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان اقتصاد به 2 فيصدى وده هله وکړي که د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف اصلاحات یې نافذ کړل

نړیوال بانک په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې 2 فيصدو ته د رسیدو اټکل کړی چې د تېر جون په میاشت کې د کړي څلور فيصدى ودې د اټکل څخه 2 فيصدي کم دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان اقتصاد به 2 فيصدى وده هله وکړي که د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف اصلاحات یې نافذ کړل.

نړيوال بانک په خپل راپور کې دا هم ویلي چې پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په دغه هېواد کې ګراني هم د اوياېم د لسيزې وروسته تر ټولو زیاتې کچې ته رسېدلې ده.

کارپوهان وايي د 2 فيصدى اقتصادي ودې معنا به دا وي چې روزګار به نه وي چې له کبله به یې غريبي سېوا کېږي.

نړیوال بانک ویلي چي تېر کال دسمبر کې په کليز ډول د پاکستان دننه د ګرانۍ کچه 24.5 فيصدي پاتې شوې ده چې د 70م د لسيزې راپدیخوا د ګرانۍ تر ټولو لوړه کچه ده.

بانک په خپل رپورټ کې ويلي چې د بهر ملکي زر مبادلې کمې ذخيرې او لويو مالياتي او د جارى کهاتو د خسارو سره بې باوره اقتصادي صورتحال تېر اګست کې دراغلو سېلابونو له امله نور خراب شوی دی.

په رپورټ کې ويلي شوي چې د بيا رغونې اړتياوې په روان مالي کال کې د قامي ترقياتي بجټ 1.6 چنده ته د رسېدو امکان دی او داسې د سېلاب له کبله زرعي پېداوار ته هم د زيان رسېدو اټکل ښودل شوی دی.

د پاکستان د کرکېلې څانګه په قامي مجموعي وده کې 23 فيصدى برخه لري او نزدې 37 فیصدي خلکو ته روزګار ورکوي.

رپورټ کې راغلي که سږني سيزن او راتلونکي کې به کرونده کې خلل راغلو نو د 9 مېلیونو پورې خلک د غربت د کرښې لاندې تللې شي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه ډيوه ته وايي په هېواد کې چې کوم رفتار سره کارخانې پېداوار بندوي نو ګمان نه کوي چې اقتصاد به 2 فيصدى وده هم وکړی شي.

ښاغلي سلمان شاه وویل په پاکستان د روزګار پېدا کولو لپاره د اقتصاد په کليز توګه د 6 نه تر 7 پورې وده کول ضروري دي او د 2 فيصدى ودې معنا به دا وي چې روزګار به نه وي او د وړاندې څخه په کار اخته خلک به هم بې کاره کېږي چې له امله به يې ټولنيز اړی ګړی جوړېږی.

د نړیوال بانک رپورټ وايي چې د پاکستان د زر مبادلې کم ذخایر او د اقتصادي سقوط مخ په سېوا کېدونکي خطر سره د جون او دسمبر ترمنځ موده کې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر 14 فيصدى کم شوی دی.

د ګرانۍ د علتونو په اړه یاد رپورټ کې ددې لامل هم د پاکستان کمزورې اقتصادي وده ګرځول شوې په کوم کې چې نړیوال بانک روان مالي کال کې د 2 فيصدي کمي اندازه لګولې ده

. وړاندې نړیوال بانک ددغه هېواد د اقتصادي کچې د ودې تر څلور فيصدي پورې د اضافه کېدو اټکل کړی و.

بانک د وروستيو سېلابونو له امله د پاکستان اقتصاد ته د ټول قامي پېداوار د 4.8 برابر د زيان رسېدو تخمينه لګولې ده.

داپه داسې حال کې ده چې پرون د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره په جنېوا کې د جوړ شوي نړیوال کانفرنس په مهال نړيوالو ادارو او هېوادونو د 10 اربو ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

د نړیوال بانک په رپورټ کې سياسي بې باوري او وېجاړونکي سېلابونه د پاکستان د بد اقتصادي صورتحال لوي علتونه ګرځول شوي او ویل شوي دي چې له دې امله د پاکستان لپاره د بهرنيو پورونو ستنول یا سود ورکول هم لويه مسله ده.

د مالي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وايي د نړیوال بانک په دې رپورټ کې ليکل شوي چې د پاکستان اقتصاد به 2 فيصدي کچې سره وده وکړي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د سپارښتنو سره سم اقتصادي اصلاحات نافذ کړي.

هغه وايي په داسې حال کې چې په پاکستان کې د صنعتي څانګې په ګډون په ټولو پېداواري څانګو کې پېداوار څنګه په لاندې روان دی نو ګرانه به وي که اقتصاد د 2 فيصدي کچې سره وده وکړي او که دې سره په ترسيلات زر او برامداتو کې نور کمی راغلو نو نوره به هم ګرانه شي.

نړيوال بانک په خپل رپورټ کې دا هم وېلي چي شديد موسم د خوراکي توکو رسد هم اغيزمن کولی شي او دې سره بنيادي ځاندرې او کرکېلی ته هم د نقصان رسېدو امکان دی