د صحت نړیواله اداره وایي ډینګي، چکن ګونیا اؤ زیکا وایرس په چټکتیا سره نړۍ کې خوریږي

په نړیواله کچه د ډینګي، چکن ګونیا اؤ زیکا وایرس په ګډون د ماشو د چیچلو له امله د خوریدونکو نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره د صحت نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او پروګرام پیل کړی دی.

د صحت د نړیوالې ادارې په یو تازه رپورټ کې ویل شوي چې سږکال د اګست د میاشتې تر پاي په ګرده نړۍ کې د ډينګي وایرسو پېښې یو کروړ اؤ ۲۳ لکو ته رسېدلې وې دا د تېرکال په پرتله دوه چنده وې.

د ډبلیو ایچ او د رپورټ له مخې په کال ۲۰۲۳م کې په ټوله نړۍ کې د ډینګي پېښې ۶۵ لکه ریکارډ کړل شوې وې سږکال په نهو میاشتو کې دا پېښې یو کروړ اؤ ۲۳ لکو ته رسېدلې دي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي چې ډینګي وایرس دا مهال په ګرده نړۍ کې په چټکتیا سره خوریږي اؤ په یو شمیر ملکونو کې ډينګي د وبا شکل خپل کړی دی.

رپورټ کې ویل شوي چې چکن ګونیا هم د نړۍ په ۱۱۸ هیوادونو کې خوره شوې اؤ دا ناروغي هم ګڼو هیوادونو کې د وبا په بڼه د خورېدو په حال کې ده.

ډبلیو ایچ او ویلي د زیکا وایرس په ګډون د ماشو د چیچلو نه خورېدونکې نورې ناروغۍ هم په نړۍ کې خوریږي چې له امله یې د نړۍ نیمایي ابادي د خطرې سره مخ ده.

د روغتیا ادارې د ډينګي ،چکن ګونیا ، زیکا وایرس اؤ د ماشو د چیچلو نه د خورېدونکو نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره پروګرام پیل کړی اؤ په ټولو هیوادونو یې غږ کړی چې د ناروغیو معایناتو اؤ درملنې ته باید پام وګرځوي.

یادې ادارې ویلي چې ددې ناروغیو د مخینوي لپاره د اخستل کیدونکو ګامونو په لړ کې به د پینځه کروړه امریکایي ډالرو نه زیاتو پیسو ته اړتیا وي.

په پاکستان کې هم د تېرې میاشتې راهسې ډینګي، چکن ګونیا اؤ د ملیریا په ګډون د ماشو د چیچلو نه خورېدونکې نورې ناروغۍ په چټکتیا سره خوریږي اؤ د ملک په یو شمیر ښارونو کې دې ناروغیو وباي خپله کړې ده