د روغتیا نړیواله اداره: د ملاریا ناروغۍ په کمېدو نه بلکه په زیاتېدو ده

هر کال د ملاریا نړیواله ورځ د لمانځنې لپاره وه خو سږ کال داسې نه ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې ددغې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې پرمختګ کم شوی او دا هیلې له منځه تللي چې دغه ناروغۍ به تر ۲۰۳۰ کاله پورې کنټرول کړای شي.

د روغتیا په نړیوالې ادارې (ډبلیو اچ او) کې د ملاریا د څانګې مشر پېدرو الونسو وايي، په ټوله نړۍ کې د ملاریا پېښې او ددغې ناروغي له امله د مړینې د کموالي په برخه کې چې کومې لاسته راوړنې وې هغه بېرته اوس سرچپه شویدي.

(په پایله کې اوس مونږ هر کال په نړۍ کې د ملاریا ۲۶۰ میلیونه پېښې لرو او ورڅخه د مړینې شمېر له ۴۴۰۰۰۰ څخه اوړي. تاریخ مونږ ته دا ښودلي چې هرکله مونږ پر ځای ودریږو نو په خپل حال نه پاتې کیږو بلکه په شا ځو او ملاریا بېرته راځي او هغه هم په ډېر قوت سره.)

د ملاریا ۹۰ فیصده پېښې په افریقا کې رامنځ ته کیږي. له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان، حامله ښځې او په اچ اي وي اېډز اخته کسانو ته یې خطر تر نورو زیات دی.

الونسو وايي، د ملاریا د ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې باید نړیوالې سیاسي ژمنې بیا تازه شي او مرستندویه او اغیزمن هېوادونه باید د ملاریا له ناروغۍ سره د مقابلې په برخه کې پیسې زیاتې کړي.

(مونږ د ملاریا د مخنیوي، پېژندنې او درملنې په برخه کې پرمختللیو وسایلو ته اړتیا لرو. مونږ په دې فکر یو چې له ننیو امکاناتو سره به ښايي مونږ محدودې لاسته راوړنې ولرو.)

د ملاریا د بیا راپور کېدو مسله په روانه میاشت کې په لندن کې د هم ګټو هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې راپورته شوه.

په دغې غونډه کې د مایکروسافټ بنسټګر بېل ګېټس چې د ملاریا په مخنیوي کې یې په میلیاردونو ډالرو پانګونه کړېده یوځل بیا له دغه بهیر سره د نورو یو میلیارد ډالرو ژمنه وکړه.

د روغتیا نړیواله اداره وايي، هر کال د ملاریا د ناروغي په وړاندې د بریالۍ مبارزې لپاره پنځه نیم میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده په داسې حال چې ددغه رقم څخه یواځې د نیمايي پیسو ژمنه شوېده.

ددغې ناروغۍ د خپراوي د مخنیوي لپاره باید ددغې ناروغۍ د مکروب انتقال کونکی یا ناقل چې غوماشي دي باید له منځه ولاړ شي.

الونسو وايي، د غوماشو ضد غوره درمل، غوره جالۍ یا پشه خانې او د ناروغۍ غوره درمل د دغې ناروغۍ د کنټرول، درملنې او مخنیوي لپار ضروري دي.