امریکا د ترکیې د کورنیو چارو او ماليې په وزیرانو باندې مالي بندیزونه ولګول

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو.

د امریکا د مالیې وزارت په دوو ترکي حکومتي چارواکو باندې وروسته له هاغې مالي بندیزونه ولګول کله چې ترکیې د نیول شوي امریکايي مذهبي کس له خوشې کېدو څخه انکار وکړ.

د ماليې وزارت دغه اعلان د شورو یا چهارشنبې په ورځ وکړ او وویل چې دغه بندیزونه د ترکیې د عدلیې په وزیر عبدالحامد ګل او د کورنیو چارو په وزیر سلیمان سویلو باندې لګېدلي دي.

د یادو بندیزونو له مخې به ددغو دوو ترکي چارواکو ټولې هغه پانګې کنګل کړای شي کومې چې په امریکا کې دي او امریکايان به نشي کولای چې له دوی سره د پیسو راکړه ورکړه وکړي.

امریکايي چارواکي وايي، چې ګل او سویلو دواړو د نیول شوي امریکايي مذهبي کس اندریو برونس په نیول کېدو کې غټ لاس درلود.

انډریو په ترکیه کې د تېرو ۲۱ میاشتو راهیسې د ترهګرۍ د تورونو له امله په زندان کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو بیان کې ویلي دي چې که څه هم د انډریو په اړه ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره څو ځله خبرې کړیدي خو هغوی یې له خوشې کېدو څخه انکار کړی.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې د دغو بندیزونو لګول یو مناسب کار وو.