امریکا په افغانستان کې یواځې په اپرېل کې تر ۵۰۰ زیات بمونه غورځولي

د امریکا د مرکزي قوماندې (سینټکام) د شمېرو له مخې د امریکا پوځ په افغانستان کې په ترهګرو باندې یواځې په اپرېل میاشت کې ۵۶۲ بمونه غورځولي دي.

یاده اداره دا هم وايي، چې د امریکا پوځ په سي اولس (C-17) ډوله جنګي الوتکو باندې یوځل بیا بریدونه پیل کړیدي، له کومو چې په تېرو اتو میاشتو کې کار نه و اخېستل شوی.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، حکومتي ځواکونو د ترهګرو د فعالیتونو د زیاتوالي په درشل کې خپل پوځي عملیات او هوايي بریدونه هم زیات کړیدي.

د افغانستان ددفاع وزارت ویاند، محمد رادمنش وویل:

ترهګرو د خندق په نامه عملیات پيل کړل او د سیمې د استخباراتو په مرسته یې ګواښونه زیات کړل له همدې امله د هوايي بریدونو په ګډون مونږ د افغانستان ددفاعي ځواکونو فعالیتونه زیات کړل.

په ورته وخت کې افغان پوځي کارپوهان بیا د ترهګرو په وړاندې د امنیتي ځواکونو په تګلاره کې د بدلون په اړتیا ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز خبري رسنۍ د امریکايي چارواکو له خولې راپور ورکړی چې د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې لپاره یې نوی درې ستوریزه جنرال د قومندان په توګه ټاکلی.

جنرال سکاټ مېلر به په افغانستان کې د اوسني امریکايي جنرال جان نیکولسن پرځای کار پیل کړي.

نیکولسن د ۲۰۱۶ کال د مارچ راهیسې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشري کوله.