د افغانستان پخوانی ولسمشر سردار داود خان څوک وو؟

د افغانستان پخوانی ولسمشر سردار محمد داود خان له نن څخه ۴۰ کاله پخوا د نور محمد ترکي په مشرۍ د کمیونیزم پلوه خلق ډیموکراټیک ګوند په یوې پوځي کودتا کې له واکه لیرې او له خپلې کورنۍ سره یې یوځای وواژه.

سردار داود په خپله هم د پخواني پاچا ظاهر شاه پرضد له یوې سپینې کودتا وروسته د افغانستان ولسمشر شوی و.

د داود خان او د هغه د کورنۍ د غړو جسدونه کابو لس کاله مخکې د کابل ښار په ختیځې برخه د څرخي پله په سیمه کې وموندل شول او بیا د رسمي مراسمو په ترڅ کې په کابل کې د سکاټ پر غونډۍ خاورو ته وسپارل شول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سردار داود خان د مړینې د څلویښتم تلین په مناسبت د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یوه غونډه جوړه کړه.

ولسمشر غني داود خان او تر هغه مخکې د افغانستان پخوانی پاچاه غازي امان الله خان خپل ایډیال مشران وګڼل.

امان الله خان په ۱۹۲۰ میلادي کال کې د افغانستان پاچا و او له انګریزانو څخه د خپل هېواد د خپلواکۍ اخیستلو د لارې اتل بلل کیږي.

اشرف غني د داود خان په یاد غونډه کې یوځل بیا په دې خبرې ټینګار وکړ چې د داود خان پروګرامونه باید بشپړ شي.

داود خان د افغانستان لپاره څه پروګرامونه درلودل؟

سردار محمد داود خان هغه کس و چې په ۱۹۷۳ کال کې یې د افغانستان شاهي نظام په جمهوري نظام باندې بدل کړ.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافي وي او اې ډیوې ته د داود خان په اړه وویل، چې نوموړی سخت په هېواد مین سړی و او هر څه چې به یې د هېواد د پرمختګ لپاره په فکر کې راغلل نو هرو مرو به یې عملي کېدل غوښتل.

ده وویل، داود خان د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره پنځه کلن او اوه کلن پروګرامونه درلودل چې له مخې به یې په هېواد کې د اوبو ستر بندونه، سړکونه، کارخانې جوړېدې.

ښاغلي صافي د بیلګې په توګه د کابل په شمال کې د سالنګ لاره، په ننګرهار کې د درونټې د برښنا بند، د شبرغانو د ګازو او یو شمېر نورو څخه یادونه وکړه چې هغه مهال یې د روسانو په مرسته جوړ کړي وو.

ده وړاندې وویل چې د سلما بند د بنسټ ډبره چې ولسمشر اشرف غني یې پرانسته وکړه هم داود خان په خپلو لاسونو ایښې وه.

د داود خان نیمګړتیاوې څه وې؟

د کابل د حقوقو او سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافی وايي، که له یوې خوا داود خان له هېواد سره بې کچه لیونۍ مینه درلودله خو له بلې خوا یې یو شمېر نیمګړتیاوې هم کتار کېدای شي.

دی وايي، داود خان لومړنی کس وه چې د ظاهر شاه د شاهي نظام پرضد یې کودتا وکړه. که څه هم کودتا یو سپینه کودتا وه او وینې په کې و نه بهېدې خو بیا یې هم په افغانستان کې نورو وروستیو کودتاګانو او جګړو ته لاره پرانستله.

ښاغلی صافی وایي، که څه هم داود خان د اوږدو کلونو راهیسې د هېواد وزیر اعظم و خو هغه وخت یې د پاچا پرضد د کودتا فکر وموند کله چې ظاهر شاه د اساسي قانون په یوې ماده کې بدلون راوست چې ضرور نه ده د کابینې غړي دې له شاهي کورنۍ څخه وي.

دی دا هم وايي چې داود خان یو دیکتاتور مشر وه او د خلکو مشورو ته به یې غاړه نه اېښودله.

د داود خان د واک پرمهال د افغانستان او پاکستان اړیکې څه ډول وې؟

د سیاسي کارپوهانو په اند د سردار داود خان د واکمنۍ پرمهال د افغانستان او پاکستان اړیکې په دوه پړاونو باندې ویشل کیږي.

د کابل په پوهنتون کې د حقونو او سیاسي علومو استاد پوهاند نصر الله ستانکزي وي او اې ډیوې ته وویل، د داود خان د واکمنۍ په لومړیو دریو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې وې.

ده وړاندې وویل، چې دواړو هېوادونو هڅه کوله د یو او بل په وړاندې مخالفین راپاسوي او ورته ستونزې جوړې کړي او د همدغو ستونزو د حل لپاره د پاکستان د وخت وزیر اعظم ذولفقار علي بوټو په کال ۱۹۷۵ کې کابل ته سفر وکړ.

د ښاغلي ستانکزي په وینا په دغه مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ اړیکې بې خونده وې او سردار داود خان هڅه کوله په سیمه او نړۍ کې خپل دوستان زیات کړي.

له همدې امله سردار داود خان هم د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ پر مهال په ۱۹۷۷ کال کې له هندوستان څخه د بېرته ستنېدو پرمهال پاکستان ته سفر وکړ تر څو د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي.

د کارپوهانو په اند د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي هلو ځلو سره سره د افغانستان په برخه کې د پاکستان په دریځ کې مثبت بدلون ځکه را نه غی چې پاکستان په افغانستان کې د حکومتونو په وړاندې ستونزو جوړولو ته همداسې دوام ورکړ چې ورستې ښې بیلګې یې د مجاهدینو او طالبانو له لیارې په افغانستان کې د خپل نفوذ ساتل دي.