‎د پي ټي اېم څلور کاله او پر ضد يې حکومتي مقدمې

PTM Jalsa in Makin, South Waziristan

واشنګټن- د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) د جوړېدو څلور کاله پوره شول خو لا تر اوسه د هغه شپږو غټو غوښتنو د پوره کولو د پاره يې احتجاج د ولسي غونډو په زور روان دی او په دې دوره کې يې څو ملګري د لاسه ورکړي، ځينې يې په جېل کې دي او د ځينو خلاف د غدارۍ او د پاکستان د امنيتي ادارو خلاف په بيانونو ورکولو مقدمې روانې دي.

‎د نورو مقوپو/ نامعلومه وژنو تر څنګ پي ټي ايم دعوه کوي د تحريک دوه معلوم مخکښان پروفيسر ارمان لوڼي او عارف وزير د امنيتي ادارو په لاس لا په ملاتړ وژلي شوي.
‎خو پوځ او حکومتي چارواکي دا تورونه ردوي بلکې د ارمان لوڼي مرګ د زړه دوره او د عارف وزير وژنه لا خو ذاتي دښمني او لا د ځايي طالبانو سره د بدۍ سوب بولي. پي ټي ايم دعوه کوي ځايي طالبان د امنيتي ادارو لاس پوڅي دي.

‎د پي ټي ايم د مشرانو او غړو خلاف د غدارۍ، نسلي کرکې خورولو، د پوځ خلاف سپکې خبرې کولو او د ولس راپارولو په سر يو شمېر مقدمې جوړې شوي خو تازه مقدمه پکې د تحريک د صوبايي کوراډينيټر ادريس باچا په ضد ده چې نوم يې په شيډول فور (schedule-4) کې اچول شوی دی.

‎ادريس باچا چې د سوات بريکوټ اوسېدونکی دی د مقدمې په اړه وي او ای ډيوه ته ويلي د شيډول فور لګولو د سوبه هغه ته مقامي پوليس ويلي داسې بيان حلفي دې ورکړي چې نه به په سياسي غونډو کې ګډون کوي او نه به هم ولسي ځايونو ته ځي چې باچا وايي ده ترې د منلو نه انکار کړی دی.

‎هغه ډيوه ته وويل د صوبايي هوم ډيپارټمنټ له خوا ويستل شوې حکمنامې تر مخه “ زما د بنک اکاونټ او ټول منقوله غير منقوله جايداد کنګل شوی، شناختي کارډ مې تړلی شوی ماته ځايي پوليسو ويلي که داسې بيان حلفي ورکړي چې په سياسي غونډو کې به برخه نه اخلي، ولسي او د خوراک ځايونو ته به نه ځي نو په ګرځېدو چورلېدو کې به درته رعايت درکړل شي. زه څنګه دا بيان حلفي ورکولی شم چې د يو تسليم شوې طالب نه اخستل کيږي؟”

‎ډيوه د هوم ډيبارټمنټ د حکمنامې او د يو مبينه تسليم شوي طالب د بيان حلفي نمونې تر لاسه کړي.

‎ادريس باچا وايي:

‎“زما نوم په سخاکوټ کې د محمد ذاده د وژنې په موقع احتجاجي غونډې ته په ګډون او وينا شيډول فور ته اچول شوی. چې ما داسې څه ويلي؟ زه خو نه يم خبر. پاتې شوه د بيان حلفي خبره نو دا خو تسليمېدونکي طالبان ورکوي. زه خو هغه طالب هم نه يم نو ولې داسې بيان حلفي ورکړم؟

‎د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزير زندان کې دی:

‎د پي ټي ايم د غړو خلاف د غدارۍ، د ادارو د سپکاوي او نسلي کرکې خلاف مقدمو کې د وزيرستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير مقدمه هم ده چې د يو کال نه زيات وخت ووت خو لا د کراچۍ په زندان کې بندي دی.

‎د علي وزير وکيل قادر خان ډيوه ته وويل “د علي وزير خلاف دوه مقدمې دي چې په يوه کې يې سپريم کورټ ضمانت منظور کړی او بله په څوارلسمه فېبروۍ د ترهګرۍ د مخنيوي په عدالت کې په کراچۍ کې د فيصلې د پاره وړاندې کيږي”.

‎پي ټي ايم د علي وزير، حنيف پښتين او اويس ابدال د ازادولو د پاره ولسي احتجاجي غونډه د اتوار لا يکشنبې په ورځ د سند اسمبلۍ مخې ته اعلان کړې.

‎قادر خان د علي وزير خلاف د مقدمې په اړه وايي:

‎ “په علي وزير د پاکستاني پوځ او ادارو خلاف د سپکې وينا او “مختلفو” خلکو خلاف کرکه خورولو په سر مقدمه روانه ده. د مختلف خلکو نه يې مطلب د علي وزير په يوه وينا کې د يوې داسې ټپې يادونه کيږي چې د مقدمې په جرح کې يې دليل ورکول شوی علي وزير په ياده ټپه د نورو قومونو سره د کرکې څرګندونه کړې.

‎د پاکستان پوځ او حکومتي چارواکي د پي ټي ايم دې نعرې ته ډېر حساسيت لري چې “یہ جو دھشت گردی ہے اس کے پیچھے وردی ہے” چې مطلب يې دی د ترهګرۍ په شاه دريشي ده.

‎دا شعار نورو سياسي ګوندونو هم په خپلو احتجاجونو کې پورته کړی لکه د مثال په توګه د مريم نواز شريف په جلسو جلسونو کې دا چغې پورته شوي او ويډوي ثبوتونه يې شته خو د چا خلاف هم لا د شيډول فور لاندې مقدمې او بندېزونه نه دي رپورټ شوي.

‎د پي ټي ايم بنيادي غوښتنې او څلور کاله احتجاجي شتون:

‎د پي ټي ايم د جوړېدو بنيادي غوښتنې په وړومبۍ کې د محسود قبيلې د ځوانانو د تنظيم محسود تحفظ موومنټ په نوم چې د منظور پښتين په مشرۍ کې جوړ شوی و راپورته کړل شوې چې د ځايي امنيتي ستونزو او د هغوی په وینا د بې انصافۍ خلاف وې.

‎ياد تنظيم په يو لوی تحريک هله بدل شو کله چې منظور پښتين د نزدې شلو ملګرو سره په 26 جنورۍ د ډېره اسماعيل خان نه د اسلام اباد په لور لاريون پيل کړو.

‎اسلام ته د تلو نه وړاندې د منظور پښتين کاروان دومره ګور شوی و چې په اخري پړاو کې يې په صوابۍ کې د تحريک نوم پښتون ژغورنې غوځنګ لا پي ټي ايم ته واړولو.

‎د اسلام اباد په پرلت کې پي ټي ايم وځلېد او د ټولو سياسي ګوندونو د مشرانو د ګډون نه پرته د تحريک د مشرانو د پوځي چارواکو سره هم ملاقاتونه وشول چې په ميډيا او ليکلې بڼه يې د پي ټي ايم د پينځو بنيادي غوښتنو منلو سره اتفاق وکړو.

‎خو پي ټي ايم نن هم په احتجاج دی چې تر اوسه د دوی په غوښتنو کې يوه هم نه ده پوره شوې لکه د مثال په توګه چې منظور پښتين ډيوه ته ويلي وو نه يې د نقيب محسود قاتل راو انوار ته سزا ورکړه، نه يې بې درکه کړل شوي پښتانه او بلوچ عدالت ته وړاندې کړل، نه يې د بې عدالته وژنو پلټنې او عدالت وکړو او نه يې په دواړو وزيرستانونو کې ماين پاکي کړې ده. البته د منظور پښتين په وينا په چېک پوسټو پوځي ساتونکو رويه لږه نرمه کړې ده.

‎څېړونکي وايي پي ټي ايم لويه سياسي بيداري پيدا کړې چې تر افغانستانه يې غږ رسېدلی او په بهرنۍ نړۍ کې هم د ياد تحريک په ملاتړ او د تنظيمي سوري لاندې د لر او بر يو افغان په نوم غونډې او دستورې کيږي.

‎پي ټي ايم چې خپله تګلاره د عدم تشدد لار بولي او پر امنه مظاهرې کوي په اړه د اسټريليا ار ايم اي ټي پوهنتون استاد ډاکټر قمر جعفري وايي “ پښتون ژغورنې غورځنګ د ځواناو يو تحريک دی چې د بشري او پښتني حقونو د پاره په شمالي پاکستان کې کار کوي. دا تحريک د تاريخي پښتون اتل د باچا خان ښودلې عدم تشدد په لار روان دی”.

‎څېړونکي وايي د خړ کمر د وژنو او په وروستيو کې په منظور پښتين او ملګرو يې په بلوچستان کې ډزې ښايي د پاکستاني امنيتي ادارو په نظر کې لا هم پي ټي ايم د دښمن ملکونو په لاس کې لوبيږي او مالي مرستې ترې تر لاسه کوي.
‎البته منظور پښتين ويلي که د تورونو لګولو د حکومت لا پوځ سره کوم ثبوت وي نو عدالت ته يې دې يې ورکړي چې خبره سپينه شي.

د پاکستان د پوځ پخواني وياند جنرل اصف غفور ويلي وو د ماينونو پاکولو کار روان دی او ټول بې درکه خلک د پوځ سره نه دي خو د پوځ موجوده وياند جنرل افتخار بابر ويلي د بې درکه خلکو شخړه عدالت ته سپارل شوې او فيصله به يې د عدالت کار وي.