نوې څېړنه: د غاښونو کریم مو له ملاریا هم بچ کولای شي

د انګلستان په کمبرېج پوهنتون کې ساینس پوهانو دا موندلې ده چې د غاښونو په کریم کې د ټرېکلوسن په نامه داسې یوه ماده ده چې کولای شي د ملاریا مکروب له منځه بوځي.

ددغې ټرېکولسن ماده حتی د ملاریا په هغه ډول هم اغیز لري کوم چې د درملو په مقابل کې یې مقاومت ترلاسه کړی وي.

خبر زیاتوي، دغه ماده په ځګر او وینه دواړو کې د ملاریا د مکروب مخنیوي کوي.

د ساینس پوهانو په وینا اوس دوی په ټرېکولسن ماده باندې کار کوي چې د ملاریا د درملنې ډګر ته یې هم راوباسي.

ملاریا هر کال په نړۍ کې نیم میلیون کسان وژني او د روغتیا د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې دغه ناروغۍ دا مهال په کمېدو نه بلکه مخ پر زیاتېدو ده.