هند په کشمیر کې د ترهګرو پرضد په روژه کې عملیات بندوي

د هندوستان حکومت د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوی به د روژې په مبارکه میاشت کې په کشمیر کې د ترهګرو پرضد عملیات نه کوي.

د رویټرز خبري رسنۍ د راپور له مخې د هند د کورنیو چارو وزیر راجنت سینګ له امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې دوی دې په کشمیر کې د ترهګرو پرضد د پلټنې عملیات ودروي.

نوموړي په خپل یو ټویټ کې لیکلي:

دا پرېکړه ددې لپاره شوې چې سوله خوښي مسلمانان په ارامه روژه ونیسي.

په کشمیر کې د بیلتون غوښتونکو د اصلي اتحاد لخوا تر اوسه پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دې څرګند شوی.

راپور زیاتوي، تر دې وړاندې د جمو او کشمیر چارواکو د روژې په میاشت کې د ډز بندۍ غوښتنه هم کړې وه چې باید په روانه اونۍ کې پیل شي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په لانجمن کشمیر کې چې د لسیزو راهیسې پرې دواړه هند او پاکستان جګړې کوي په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی.

یواځې د تېرې اونۍ په پای کې هندي سرتیرو پنځه مشکوک ترهګر د یو عملیات په ترڅ کې په شوفین سیمه کې وژلي وو.

د رویټرز د راپور له مخې، په لانجمن کشمیر کې یواځې سږ کال د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې تر ۱۳۰ زیات کسان وژل شویدي.