په تېرو ۱۷ کالو کې په افغانستان کې نږدې ۱۰۰ خبریالان وژل شوي

په افغانستان کې د رسنیو د څار یوه وتلې ډله (نی) وايي، د تېرو ۱۷ کالو په موده کې نږدې ۱۰۰ خبریالان چې د کورنیو او بهرنیو خبري رسنیو سره یې کار کاوه وژل شویدي.

د یادې ادارې یو څېړونکی محمد صابر فهیم افغاني رسنیو ته ویلي دي، یاد ژورنالستان د بیلابېلو ډلو لخوا وژل شویدي خو زیاتوي چې هېڅوک او یا ډله د ژورنالستانو د وژنې له امله محاکمه شوې نه ده.

ښاغلی فهیم زیاتوي، دا مهال د ژورنالستانو په وړاندې د تیري لږ تر لږه ۱۵۰۰ کیسونه راجستر شویدي.

بل پلو افغان چارواکي وايي، د حکومت او رسنیو ګډې کمیټې د ژورنالستانو په وړاندې تر ۱۰۰۰ د زیاتو پېښو په اړه پلټنې کړیدي او دوسیې یې محکمې ته استول شویدي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر سید حسین اغا سنګچارکي وايي، د ژورنالستانو د وژنې په اړه ځینې دوسیې بشپړې او مجرمین د مرګ په سزا هم محکوم شویدي.

په افغانستان کې په تېر ۱۰۱۷ کال کې ۲۱ خبریالان وژل شوي وو.

د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونې ورځ د روان کال د اپریل ۳۰ وه په کومه کې چې په کابل کې د دوو خونړیو چاودنو په ترڅ کې نهه ژورنالستان ووژل شول.

له برید وروسته د هېواد پارلمان دغه برید و غانده او په حکومت یې نیوکه وکړه چې د خبریالانو د ژغورنې په برخه کې یې کافي څه نه دي کړي.

ځینو وکیلانو ویل چې د کابل په زړه کې د داعش لخوا د داسې بریدونو ترسره کول ډېرې پوښتنې راپورته کوي او حکومت باید په دې برخه کې هرو مرو پلټنې وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي ترهګرې ډلې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ پر وړاندې خنډ نه شي جوړولی او افغان رسنۍ او خبریالان به واقعیتونو ته دلاس رسي، د ولس غږ د اوچتولو او د بیان د ازادی لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.

په افغانستان کې د وژل شویو ژورنالستانو شمېره په داسې حال کې خپریږي چې د مۍ د میاشتې دریمه نېټه په نړۍ کې د رسنیو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.

د نړۍ په هر ګوډ کې هرکال له دې ورځې لمانځه کیږي خو په افغانستان کې پر خبریالانو او د رسنیو په کارکوونکو د دوشنبې په ورځ له بریدونو وروسته د مطبوعاتو نړیواله ورځ د خبریالانو د غم او ماتم د ورځې په توګه په کابل کې ولمانځي.

د بې پولې خبریالانو ډلې ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې خبریالانو ته ستر ګواښ له دولتي ادارو او ترهګرو ډلو لخوا جوړیږي.