عايشه غوث بخش: د پاکستان سره وخت کم دی او غواړي د ايي ايم ايف نه پور زر تر زره واخلي د پاکستان حکومت د نړيوالې مالياتي ادارې ايي ايم ايف سره د ځنډ ښکار شپږ بيلين ډالرو د پور اخستلو ستونزه زر تر زره حل کول غواړي.
اقتصاد پوهان وايي، د حکومت لخوا د اقتصادي چېلنجونو دپاره د ځانګړې پانګونې د اسانتياو کونسل [سپېشل انوسمنټ فيسيلټېشن کونسل] جوړول غوره پاليسي ده، خو پاکستان ته د ورپېښو اقتصادي چېنلجونو دپاره سمدستي لاره لټول پکار وو.
پاکستان د ايي ايم ايف غونډو ته نه دی بلل شوی د نړيوالې مالي ادارې د انتظامي بورډ د جون د 29 نېټې د غونډو مهال وېش اعلان شوی خو پاکستان پکې يوې غونډې ته هم نه دی بلل شوی. پاکستان د ايي ايم ايف پور ته سخته اړتيا لري او د ادارې سره شوې لوظنامه يې د جون په اخري نېټه ختميږي.
نړیوالې مالياتي ادارې ای اېم اېف د انتظامي بورډ د جون د 29 نېټې غونډې اعلان کړي، راپورونه وايي پاکستان په يوه غونډه کې هم نه دی شامل کړی شوی، خو ويل شوي د ضرورت ترمخه په ايجنډا کې بدلون کېدی شي.
د پاکستان د خزانې مرستيالې وزیرې عايشه غوث بخش پاشا ويلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [ای اېم اېف] سره په رابطه کې دي او ای اېم اېف د مالي کال 2023-24 د بجټ په ګډون د نورو څيزونو جزيات غوښتي او دوی ورسره پرې خبرې کوي خو په ټېکسونو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
پوهان وايي، پاکستان ته به د راتلونکي مال کال بجټ کې د ټاکل شويو اهدافو ترلاسه کول لوی چېلنج وي. تفصیل د ارشد حسین په راپور کې.
د پاکستان مرکزي حکومت د نوي مالي کال لپاره د 14 زره، 500 اربه روپو کلنی بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړی. د مالي کال 2023-24 په دې بجټ کې د محصولاتو هدف 9200 اربه روپۍ او د قرض او سود د اداېګې لپاره 7300 اربه روپو د مختص کولو وړاندیز شوی دی.
د انټرنيشنل مانيټري فنډ (ايي ايم ايف) او پاکستان ترمنځ د سټاف ليول د مامورينو په کچه خبرې د تېر کال د نومبر مياشتې نه د ځنډ ښکار دي خو وزير اعظم شهباز شريف وايي هيله ده چې په روانه مياشت کې دا مسله حل شي ځکه د هغه په وينا هېواد يې د ايي ايم ايف ټولې غوښتنې پوره کړي. تفصيل د ارشد حسين په رپوټ کې
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي هېواد يې د نړیوالې مالياتي ادارې [آي اېم اېف] ټول پېشګي شرطونه پوره کړي دي او هېله يې ښودلې چې په روانه میاشت د آي اېم اېف سره د پوره لوظنامه وشي.
اسحاق ډار: ګراني سېوا شوې خو پاکستان به دېواليه نه شي د پاکستان د شمېر شمېرو ادارې په خپل تازه رپورټ کې ويلي په تېرو يولس مياشتو کې ګراني زیاته شوې او د می په مياشت کې دا کچه 38% ته رسېدلې ده. د خزانې وزير ګراني د تېر حکومت د پاليسۍ نتيجه بللې خو وايي، پاکستان به په اقتصادي توګه دېواليه نه شي.
د پاکستان حکومت د جون په 30 مه ختمېدونکي مالي کال لپاره د مجموعي کورني پېداوار د ودې شرح له 2 فيصده څخه 0.29 فيصده ته راټيټه کړې ده. د قامي اکاونټس کمېټۍ له غونډې وروسته د منصوبه بندۍ د وزارت لخوا خپور شوي بيان کې ويل شوي دي چې په روان مالي کال کې د لویو صنعتونو په څانګه کې منفي وده شوې ده.
نرښځيان: د دوی په اړه د پاکستان د وفاقي شرعي عدالت فيصله نه مني او دا به سپريم کورټ ته وړي په پاکستان کې د نرښځیانو د حقونو ټولنې د وفاقي شرعي عدالت هغه فيصله رد کړې چې وايي نرښځیان نه خو خپل جنس بدلولی شي او نه ځان د ښځې يا سړي په توګه يادولی شي.
څېړونکي: سياسي اړي ګړي د ايي ايم ايف نه د پور اخېستلو هيلې ختمې کړي پوهان وايي، په پاکستان کې روان سياسي اړی ګړی د ملک د اقتصاد د پاره نور هم ضرري شوی او کومې هيلې چې د ايي ايم ايف نه د پور اخېستلو کېدلې هغه نورې ختمې دي او ګمان نه کوي چې د نوي مالي کال د وفاقي بجټ نه وړاندې کومه تړون لاسليک شي.
ټول ګونديز کانفرنس په اسلام اباد کې پرېکړه کړې چې د سياسي پریکړو کول د عدالت نه بلکه د پارلمان اختيار دی د عوامي نېشنل ګوند د سیوري لاندې د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې رابلل شوي ټول ګونديز کانفرنس په فيصلو کې ويلي شوي چې باید سياسي فیصلې د عدالتونو پر ځای په پارلیمان کې وشي.
پاکستان کې د ايتلافي حکومت او مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند ترمنځ د انتخاباتو په معامله د خبرو دويم پړاو نن ترسره شوی خو کومه نتيجه یې مخې ته نه ده راغلې او د بلې ناستې دپاره د راتلونکې نهې ورځ ټاکل شوې ده. خو په اتحادي حکومت کې د شاملولو ګوندونو غړي له دې مذاکراتو ډېرې هيلې نه لري.
د واکمن اتحادي حکومت او پاکستان تحریک انصاف ګوند ترمنځ په يو ځای د انتخاباتو په معامله د خبرو عمل پېل شوی خو په اتحادي حکومت کې د شاملو ګوندونو غړي له دې مذاکراتو ډېرې هيلې نه لري. نور تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې وېډيو کې.
نور کتل