د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي عمر عطا بنديال په حکومت او مخالف ګوند تحريک انصاف باندې زور راوړی چې د ټاکنو په اړه دې خپل منځ کې مشوره وکړي او که خبرې نه کوي نو بيا قانون هم موجود دې او د ستر عدالت فېصله هم شته.
اسلام اباد ته څېرمه د پېنډۍ ښار په کرتار پوره بازار کې کاله خان نهاري خپل یو ځانګړی خوند او مزه لري. د نهاري په نامه د پاکستان دا مشهور خواړه څنګه تیارېږي او د خلکو څومره خوښېږي؟ دا به تاسو د ارشد حسین په راپور کې ووینئ.
که ايي ايم ايف پاکستان ته پور ور هم کړي خو په جون کې به ترې د نوې قرضې غوښتنه کوي، اقتصاد پوهان د متحده عرب امارات لخوا له پاکستان سره د يو ارب ډالرو مالي مرسته پاکستان دې ته نزدې کړی چې د ايي ايم ايف نه شپږ ارب ډالره قرضه تر لاسه کړي.
د متحده عرب اماراتو لخوا د پاکستان سره د يو ارب ډالرو د مالي مرستې د اعلان وروسته پاکستاني چارواکي وايي د پاکستان او ايي اېم اېف د ځنډ ښکار شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام بيا بحالۍ ته نزدې شوي دي.
مطبوعاتي راپورونه وايي چې د پنجاب اسمبلۍ د انتخاباتو لپاره د فنډونو نه جارى کولو په معامله سپريم کورټ مرکزي بېنک ته امر کړی چې هغه دې نېغ په نېغه د پنجاب انتخابي کمېشن ته 21 اربه روپۍ ورکړي.
نړيوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې 0.5 فيصده ته د ټيټېدو او ورسره د دوو کلونو لپاره د ګرانۍ د کچې 20 فيصده ته د لوړېدو اټکل کړی دی.
صدر عارف علوي د سپريم کورټ د مشر قاضي د اختيار کمولو قانوني مسوده بيرته پارلمان ته لېږلې
د سياسي او اييني چارو پوهان وايي که د پارليمان او سپريم کورټ ترمنځ د اوسنۍ جګړې حل ونه موندل شو نو ددې اغېزې به په هېواد کې د جمهوریت او پارلیمان د خپلواکۍ لپاره ښې نه وي. نور تفصيل د اسلام اباد نه د ارشد حسېن په دې راپور کې
د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار ویلي چي د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف سره په تکتيکي کچه خبرې سرته رسېدلي خو نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې د اي اېم اېف سره به د قرض لوظنامه کله لاسلیک شي.
آی اېم اېف ویلي، په پاکستان کې د ټاکنو د وخت په ګډون د ټولو دغه ډول پرېکړو واک په بشپړه توګه له پاکستاني ادارو سره دی. دوی ویلي، د آی اېم اېف د پور په پروګرام کې داسې کوم شرط نه شته چې ددغه هېواد په دستوري هلو ځلو کې کوم خنډ جوړ کړي . نور حال د ارشد حسین په راپور کې.
د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي، د ملک ديواليه کېدو خطره نشته او د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم اېف سره د نهمې ارزونې په پوره کېدو کې د هغه د توقع څخه هم زيات وخت لګي او هيله یې څرګنده کړې چې د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ به په يو څو ورځو کې لوظنامه وشي.
د پاکستان د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] ترمنځ د 6.5 اربه ډالرو د ځنډ ښکار قرض پروګرام په اړه خبرې روانې دي او څيړونکي وايي د ځنډ ښکار ايي اېم اېف پروګرام منظورېدو ګټه به په راتلونکې وخت کې هېواد ته رسيږي خو وايي دې سره په ولس د ګرانۍ د نورو سختو څپو سره مخ شي.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار منلې ده چې له آی اېم اېف سره د قرضې په سر تر اوسه کوم تړون ته نه دي رسیدلي اقتصاد پوهان وايي، له آی اېم اېف سره د خبرو په پای کې د لوظنامې نه کېدو سره د اقتصادي سقوط خطر لا نور زيات شوی دی.
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي، چې له آی ایم اېف سره خبري وروستي پړاو ته رسیدلي او ژر به قوم ته ښه خبر ورکړي. خو اقتصاد پوهان لا هم ځینې ستونزې په ګوته کوي.
پاکستان کې د بشري حقونو غېر دولتي خپلواکه تنظیم هيومن راېټس کمېشن اف پاکستان ويلي چي په پاکستان کې د کال 2021،او 2022 په مهال د مذهبي ازاديو په اړوند د شوو پېښو څخه برېښي چې د مذهب او عقيدې د ازادۍ په اړه د رياستي عزم دعوې په دروغو ولاړې دي.
د ښځو د حقونو فعالینو په پاکستان کې د ښځو پر خلاف د جنسي تیري او نور تارتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړي دوی ویلي، تر څو چې حکومت د ښځو د حقونو د خوندي کولو تر شا کلک و نه درېږي نو د تیري کونکو مخه به و نه نیول شي.
نور کتل