لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: چارواکو د ترهګرۍ په تور یو کس وژلی او ۱۱ نور یې نیولي - وسلې او ګوله بارود هم برامد شوي


تصویر: فایل
تصویر: فایل

د پاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب کې د ترهګرۍ ضد محکمې چارواکو دعوه کړې ده چې د صوبې په بېلابېلو برخو کې یې د ترهګرو ضد د عملیاتو پر مهال د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لرونکی يو مشکوک ترهګر وژلی او نور 11 مشکوک ترهګر یې نيولي دي.

د ورځپاڼې ډان په یو رپورټ کې د پنجاب صوبې د ترهګرۍ ضد محکمې د وياند له خولې وېلی شوي چې د محکمې لخوا د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې د ترهګرو خلاف 26 چاڼيز عمليات ترسره کړی شوي او نزدې د 26 مشکوک کسانو څخه پوښتنې شوي دي.

د محکمې ترمخه ددغو چاڼيزو عملیاتو په مهال د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان سره تړاو لرونکی يو مشکوک ترهګر وژل شوې چې عرفان الله نومېږي.

محکمې دا دعوه هم کړې چې په نيول شويو 11 کسانو کې د يو تعلق د لاقانونه داعش خراسان ډلې سره او نورو لسو مشکوکو کسانو تړاو د تحريک طالبان پاکستان سره دی.

د محکمې په بیان کې ویل شوي چې د نيول شويو ترهګرو د ولکې څخه یې په ځانمرګي بريدونه کې کارېدونکې جېکټې، 364 کلو ګرامه چاودېدونکي مواد، درې لاسي بمونه، بال بېرنګونه، يو شارټ مشين ګن او يوه تمانچه هم برامد کړې ده او وايي محکمې د نيول شويو ترهګرو ضد د صوبې په بېلابېلو تهاڼو کې د ترهګرۍ ضد مادو لاندې لس مقدمې درج کړي دي.

ښکاره دې وى چې له دې مخکې د جنورۍ په 5 نېټه نامالومه وسله والو د پنجاب په خانيوال سيمه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی دوه افسران هم وژلي وو چې پړه یې لاقانونه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې وه.

پاکستان کې د ترهګرو په فعاليتونو کارکوونکې غېردولتي خپلواکه څېړنيزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر کارپوه منصور خان مسيد ډيوه ته وویل، په دې وروستیو کې د ترهګرو لخوا په اسلام اباد، پنډۍ، ميانوالي او ملتان کې هم حملې شوي دي.

وايي پنجاب هم د ترهګرو په نښه ده او ګمان کوي چې ترهګر به په سېند کې حملې پېلوي.

د ټي ټي پي په وړاندې د حکومت دریځ

د پاکستان حکومت تېر کال د افغان طالبانو په مينځګړتوب د ټي ټي پي د وسله والو سره د خبرو لړۍ پېل کړې وه خو تحریک طالبان پاکستان د نومبر په 28 مه د پاکستان د حکومت سره ډز بندي بيا ختمه کړه او له هغې راپدیخوا یې په پرله پسې ډول بريدونه پېل کړل.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد قامي ادارې وېلي چي طالبانو د مذاکراتو په پرمهال نه دا چې خپل ځان منظم کړ، بلکې هېواد ته هم داخل شول.

د امنیتي چارو څېړنيزې خپلواکۍ ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې ويلي چې د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018 د جولاې د مياشتې راپدیخوا تر ټولو خونړۍ پاتې شوې ده او د رپورټ ترمخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شويو 44 ترهګريزو بريدونو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره په کې د پوليسو ده.

د جنورۍ میاشتې په آخره کې، په پېښور کې د پولیس لاینز په جومات ځانمرګې چاودنه وشوه چې د ۱۰۰ زیات پولیس اهلکار په کې ووژل شول
د جنورۍ میاشتې په آخره کې، په پېښور کې د پولیس لاینز په جومات ځانمرګې چاودنه وشوه چې د ۱۰۰ زیات پولیس اهلکار په کې ووژل شول

تېره ورځ د فرورۍ په 11 نېټه اسلام اباد کې د امنيت په اړه د لوړې کچې د يوې غونډۍ د مشرې په مهال د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف اړونده چارواکو ته لارښوونه کړې چې په ټولو صوبو کې دې د ترهګرۍ د مخنیوي د محکمو د توان سېوا کولو لپاره ګامونه واخلي او قانون پرځاې کونکې ادارو ته دې عصري وسلې ورکړي.

امریکایي شهریانو ته د سفر خبرداری

د امریکا د خارجه چارو محکمې په دې وروستیو کې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ترهګرۍ د سېوا شویو پېښو په ترڅ د پاکستان دننه او دې هېواد ته سفر کوونکو خپلو وګړو ته د خېبرپښتونخوا، بلوچستان، قبایلي ضلعو او د لاېن اف کنټرول ورته سيمو د سفر نه کولو لارښوونه کړې ده او وېلي دي چې ترهګرې ډلې په پاکستان د بريدونو دسيسې جوړوي.

د امریکا د باندېنيو چارو د محکمې لخوا جاري شوې اېډوايزرۍ کې ویل شوي چې امريکايي وګړي دې د خېبرپښتونخوا، بلوچستان او پخوانۍ فاټا ته د تګ څخه ډډه وکړي ولې چې پدغو سيمو کې د ترهګرۍ او اغوا کېدو خطره ده.

دا لارښوونه هم شوې ده چې امريکايي شهريان دې لاېن اف کنټرول ورته سيمو د تګ څخه هم ډډه وکړي ځکه چې دغلته د هندي او پاکستاني ځواکونو تر مينځ د ګوله بارۍ تبادله کېږي.

د امریکا په سفري هدایت نامه کې وېلي شوي چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې د حملو سازشونه کوي او ترهګرو عناصرو لخوا عام وګړي، پوځ او پوليس باندې حملې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG