لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په تېره جنورۍ میاشت کې د ترهګرۍ په 44 حملو کې 134 کسان وژل شوي


د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل مياشتني رپورټ کې وېلي چي د سږني کال د جنورۍ مياشت د کال 2018م د جولایي د مياشتې را په دې خوا تر ټولو زیاته خونړۍ پاتې شوې ده او د راپور تر مخه تېره میاشت په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

د څېړنيزې ادارې د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د ترهګريزو بريدونو لړۍ په نوي کال کې هم دوامداره پاتې شوې ده چي له امله يې تر ټولو زیاته د خېبرپښتونخوا صوبه ځپل شوې ده.

د جنورۍ د مياشتې په دې سيکورټي رپورټ کې ويل شوي چې که څه هم په مجموعي توګه د جنورۍ په میاشت کې دترهګرۍ په پېښو کې کمی راغلی خو وايي چې په دې کې په مرګ ژوبله کې اضافه ليدل شوې او په مرګ ژوبله کې د اضافې يو علت د تېر ګل په ورځ پېښور پوليس لاین ځانمرګي برید ګرځول شوی دی.

په دغه برید کې 101 کسان وژل شوي او تر 200 زیات پکې ټپیان شوي دي، وژل شویو کې درې پولیس افسران هم شامل وو.

د اسلام اباد په څېړڼيزه اداره انسټیټیوټ فار سټرټيجک اېنډ سيکورټي سټډيز کې د امنیتي چارو کارپوهه تېمور فهد خان ډيوه سره خبرو کې وايي پاکستان ته به اوس د ټي ټي پي د وسله والو سره د روغې جوړې تګلاره پرېښودل وي ولې چې دې پاليسۍ برعکس پایلې ورکړې دي.

فهد خان وايي "تر څو چې د مار سر نه وي چقول شوی نو ستونزه نه ختمېږي" او ددې سره سره به حکومت د مذهبي ترهګرۍ او تندرلایتوب ضد واضحه مفکوره هم راوړل وي او د ترهګرۍ ښکار اولسونه دې په دې پوهه کړي چې ترهګر د هغوي خواخوږي نه دي.

د پېکس رپورټ وايي د جنورۍ په میاشت کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي چې په يو کې د پېښور پوليس لاېن په نخښه کړی شوی دی او دويمه ځانمرګي حمله په خېبر ضلعه کې تر سره شوې ده.

رپورټ زياتوي چې د جنورۍ میاشت کې د ترهګرو ضد د امنیتي ادارو په عملياتو کې 52 وسله وال نيول شوي او نزدې 40 وسله وال وژل شوي دي.

د رپورټ ترمخه زياتره وسله وال په پنجاب صوبه کې ګرفتار شوي خو په ترهګریزو بریدونو کې زياته مرګ ژوبله په خېبر پښتونخوا ايالت کې رامنځ ته شوې ده.

رپورټ کې راغلي چې د تېر کال دسمبر میاشت په مقابله کې په سږني کال جنورۍ کې نه يوازې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګریزو حملو شمېره د 17 څخه 27 ته لوړه شوې ده بلکې ددې حملو په نتیجه کې د مرګونو شمېر هم د 17 څخه 116 ته رسېدلی دی.

د رپورټ ترمخه ترهګرو د خپلو حملو نخښه هم د افغانستان پولې ته څېرمه د خېبرپښتونخوا صوبې پوليس ګرځولي دي.

د پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز مېنېجنګ ډاېرکټر او کارپوهه عبدالله خان ډيوه ته وايي د ټي ټي پي د وسله والو په مسلکي صلاحيېتونو کې هم اضافه شوې ده او ددې په علتونو کې د نور ولي محسود تر مشرۍ لاندې خورې ورې وسله والې ډلې يو پلېټ فارم ته راغونډېدل او په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته هغوي ته په پاکستان د حملو پلان کولو لپاره غوره چاپیریال په لاس ورتلل شامل دي.

هغه اندېښنې ښایي چې دا حملې یه نورې هم زياتېږي.

د رپورټ ترمخه د خېبر پښتونخوا لکي مروت تر ټولو زیاته کړکیچ ځپلې ضلعه پاتې شوې ده چرته چې د جنورۍ په میاشت کې تر ټولو زیاتې ترهګریزې حملې شوي او ورپسې ډېره اسماعیل خان او پېښور ځپل شوي دي.

رپورټ وايي که څه هم د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعو کې د تېر جنورۍ په میاشت کې غټې ترهګر حملې شوې دي خو په قبایلي ضلعو کې د تشدد په پېښو کې کمې ليدل شوې او پخوانۍ فاټا کې يوازې درې حملې شوې دي.

د څېړنېزې ادارې ترمخه تېر کال دسمبر کې په پخوانيو قبایلي سیمو کې 11 ترهګرې حملې شوې وې خو دغلته ترسره شوي د سيکورټي ادارو عملیات په برېدونو کې د کمي سبب ګرځېدلې دې.

په رپورټ کې د بلوچستان دننه هم د امنيت وضعې ته کتنه شوې ده او ویل شوي دي چې دغلته هم ترهګریزو حملو کې کمی راغلی دی.

رپورټ وايي چې د تېر کال دسمبر مياشتې کې د شوو 17 حملو په مقابله کې د تېرې جنورۍ په مياشت کې يوازې 9 حملې شوې دي او ددې په نتیجه کې د مرګونو شمېره هم د 17 څخه 7 ټپيانو ته راکوزه شوې ده.

د پېکس په رپورټ کې راغلي چې د جنورۍ په میاشت کې په پنجاب کې 4 ترهګر حملې شوې دي چې پکې د امنیتي ادارو 3 چارواکي وژل شوي دي.

تحريک طالبان پاکستان په پنجاب ميانوالي کې په پوليس تهاڼه حمله کړې وه چې شنډه کړې شوې ده او د ادارې ترمخه دا د خېبرپښتونخوا او د پنجاب په سرحدي سيمو کې د وسله والو د متحرک کولو لپاره د لا قانونه ډلو عددي طاقت او توان څرګندونه کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG