لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې منتخب صدر وايي د چین، کېنېډې او د مېکسیکو څخه په درامداتو به سمدستي تېکسونه زیاتوي

د نومبر په پينځمه په صدارتي انتخاب کې د منتخب کېدو وروسته به ټرمپ د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت سوګند پورته کوي

د امریکې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ لوظ کړی چې حکومت د سمبالولو وروسته به په سمدستي ډول د چین، مېکسیکو او د کېنېډې څخه امریکې ته په درامد کېدونکو ټېکسونه زیات کړي، چې په نتیجه کې به يې د دغو ملکونو سره د تجارتي جنګ او د امریکايي صارفینو دپاره په قیمتونو کې د اضافې امکان زیات شي.

ټرمپ دغه اعلان د ګل، دوشنبې، په ورځ د سوشل میډیا په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل وکړو او ویې وېل د صدارت په وړمبۍ ورځ به ټول ضروري دستاوېزات دستخط کړي چې د مېکسیکو او کېنېډې څخه امریکې ته راتلونکو درامداتو به ۲۵ فیصد ټېکس اخیستل کېږي.

هغه وویل د دواړو ملکونو څخه امریکې ته درامدات تر د خندا وړ خلاص سرحد دلارې کېږي.

ټرمپ وویل دا ټېکسونه به تر هغه وخت پورې په ځای وي تر څو چې نشۍ توکي، په خصوصي توګه فېنټنایل او غېرقانوني غېرملکیانو زمونږ په ملک یرغل نه وي ودرولی. هغه زیاته کړه چې کېنېډا او مېکسیکو صلاحیت لري چې دا اوږد وخت دا مسله حل کړي.

ټرمپ د چین په اړه دا شکایت وکړو چې په لوی مقدار کې نشۍ توکي په خصوصي توګه فېنټنایل امریکې ته را لېږي.

صدر منتخب وویل ترڅو چې امریکې ته دا شیان نه وي ودرېدلي چین به امریکې ته په ټولو درامداتو ۱۰ فیصد اضافي ټېکس ادا کوی.

چين د ټرمپ د خبرو په جواب کې وویل د تجارت او د ټېکس جنګ په هېڅ څوک و نه ګټي.

په واشنګټن کې د چین د سفارتخانې ترجمان لېیو پېنګ یوو چین ګڼي چې د امریکې او د چین اقتصادي همکاري د دواړو ملکونو په ګټه ده.

امریکې، مېکسیکو او کېنېډې د ټرمپ په تېر حکومت کې د تجارت نوي معاهده لاس لیک کړېوه چې اینده کال به نوي کولی شي. په معاهده کې د قومي امنیت په خاطر ځینې استثناګانې ورکړی شوي دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلې تګلارې د اعلانولو وروسته ټرمپ د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټروډو سره د تجارت او په پوله د امنیت په اړه خبرې اترې وکړې. دا خبره د کېنېډې یوې سرچينې وکړه.

د نومبر په پينځمه په صدارتي انتخاب کې د منتخب کېدو وروسته به ټرمپ د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت سوګند پورته کوي.

د کېنېډې نایب وزیراعظمې کرسټیا فري لېنډ او د پبلېک سېفټي یا د عامي تحفظ وزیرې ډومېنېک ل بلانک د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو مشترکه بیان کې د امریکې او د کېنېډې د نږدې تعلقاتو او د توانای او د نشۍ توکیو د سمګلېنګ په مخنیوي کې د همکارۍ ذکر وکړو.

په بیان کې وویل شوو چې امریکا او کېنېډا متوازن او د دواړو ملکونو په ګټه تعلقاتو لري، دا تعلق په خصوصي توګه د امریکايي کارکوونکو دپاره ګټه ور دی او کېنېډا د امریکې نه دومر زیات تجارتي شیان اخلي چې چین، جاپان، فرانس او برطانه يې ترې هم نه اخلي.

په درامداتو ټېرېف یا ټېکس هغه کمپنۍ ادا کوي چې د بهر نه تجارتي شیان راغواړي او د خوراک، موټرو او د ګېس په شان شیانو باندې اضافي ټېکس صارفینو ته په قیمتونو کې د اضافې په شکل کې منتقل شي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

ټرمپ په تېر حکومت کې د تجارت په اړه خپله اېجنډا کې ټېکسونه استعمال کړي وو په خصوصي توګه د چین په درامداتو يې ټېرېف زیات کړی و. په بدل کې چین د امریکې په درامداتو په ټېکس کې اضافه کړې وه.

په تېر حکومت کې ټرمپ مېکسیکو سره د امریکې په سرحد سېکیورټي یا امنیت ته هم توجه ورکړې وه او په پوله يې دېوال د جوړېدو امر کړی و او د مېکسیکو د حکومت نه يې غوښتنه کړې وه چې غېر قانوني کډوال دې د امریکې د پولې نه لرې کړي.

د امریکې صدر منتخب وايي د چین، کېنېډې او د مېکسیکو څخه په درامداتو به سمدستي تېکسونه زیاتوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG