د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې ترمنځ د 7 اربه ډالره قرض پروگرام د بحالۍ خبرې روانې دي او وزیر اعظم شهباز شريف ویلي چي پاکستان به د آي اېم اېف ټول شرطونه لازمي پوره کوي.
د نهې په ورځ د سینیټ غونډې ته خپله وینا کې د پيپلز ګوند سنېټر رضا رباني وویل کوم وخت چې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو په پاکستان کې د بيا ابادولو پرېکړې کېدې نو هغه وخت پارلیمان په باور کې نه و اخستل شوی
د ايي اېم اېف پلاوی به د روانې مياشتې په اخره کې د پاکستان سفر وکړي خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د ايي اېم اېف پورونه د پاکستان د اقتصادي ستونزو يوازینی حل نه دی او د پوځ په ګډون شتمنې طبقې ته ورکړل کېدونکي مراعات به بېرته اخستل وي. د اسلام اباد نه د ډیوه خبریال ارشد حسين رپورټ کې نور تفصیل وګورئ
د فېصل اباد ضلعې د چک نمبر 89 ج ب رتن سيمې د ټاڼې اېس اېچ او ارسلان په فيصل اباد کې د داسې کومې پېښې د رامنځته کيدو رپورټونه رد کړي او ویلي یې دي چې د رپورټ شوې پېښې ځایې ته یې پولیس لېږلي او پولیسو د موقعې جاج اخستی دی خو وايي داسې کومه پېښه نه ده شوې
د پاکستان يوشمير مطبوعاتو د سرکاري سرچينو له خولې ليکلي چې د وزير اعظم شهباز شريف معاشي ډلې د مېکرو اکنامک او مالي چوکاټ ته هم غوڅه بڼه ورکړې ده او وايي چې څنګه د ايي ایم ایف سره د پروګرام د بيا پرځائ کيدو موافقه وشي نو په دغو ګامونه به عمل هم پېل شي
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان د بهر ملکي زر مبادلې ذخیرې د تاريخ لاندې کچې 4.3 اربه ډالرو ته غورځېدلي او وايي پاکستان سره د ايي اېم اېف د شرطونو پوره کولو پرته بله لاره نه ده پاتې
د هند د خارجه وزارت وياند شري ارندم باغچي د نهې، سه شنبې، په ورځ د عبدالرحمن مکي نړیوال ترهګر نومېدو هرکلی وکړو او په یو بیان کې يې وویل چي هند د ترهګرۍ ضد په خپل هوډ ولاړ دې او د ترهګرۍ خلاف د باور او تصدیق وړ او نه ستنېدونکې کارواې دپاره به په نړيواله ټولنه فشار اچوي
کال 2004 کې د هیواد د جوهري وسلو ساېنسدان عبدالقدېر خان ومنله چې هغه د جوهري وسلو د جوړولو نقشې او الات ایران، عراق او شمالي کوریا ته سمګل کړي وو او هغه مهال د پاکستان پوځي صدر پروېز مشرف دې په کور کې نظر بند کړو چې په دې ورستو کلونو کې مړ شو
نړيوال بانک په خپل راپور کې دا هم ویلي چې پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په دغه هېواد کې ګراني هم د اوياېم د لسيزې وروسته تر ټولو زیاتې کچې ته رسېدلې ده
پاکستان کې په زوره د لا درکه تنانو د قضيو څيړونکي حکومتي کمېشن ويلي چي تېر کال په 2022 کې په ګرد هېواد کې د خلکو د لا درکه کېدو ټولې 860 قضيې رپورټ شوي دي چې پکې 977 کسان د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې قېد دي.
نور کتل