لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال مطبوعات:د پاکستان اقتصاد د ډوبېدو خطر سره مخ دی


نړیوال مطبوعات وايي چې د پاکستان اقتصاد د ډوبېدو د خطر سره مخامخ دی او په دغه هېواد کې د بجلۍ د بندېدو او غېر ملکي کرنسۍ د سخت کمي له کبله کاروباري ادارې چلول مشکل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان چارواکي د مخ په سېوا کېدونکي اقتصادي بحران څخه د بچ کېدو لپاره د ځنډ ښکار د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف د قرض پروګرام بيا پرځاې کولو لپاره هڅې کوي.

ورځپاڼه ډان ليکي چې پاکستان د ايي اېم اېف پروګرام د بحالۍ دپاره د امریکا نه هم مرسته غوښتې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د ډالر د شديد کمي له کبله پاکستان کې صنعتونه د خام مال د نشتوالي له امله بندېږي او زياتوي چې کله دسپلايي لړۍ په مکمل توګه قطع شوه نو په هغه ورځ به اقتصاد هم په ټپه ودرېږي.

د برتانيې مجلې فنانشل ټايمز د پاکستان د اقتصاد په اړه خپل يو رپورټ کې ليکلي چې د هېواد د مرکزى بنک ترمخه د هېواد په بندرونو په دارمدي سامانونو بار کنټېنرې جمع کېږي او برامد کوونکي د ډالرو په ترلاسه کولو کې د ناکامۍ له امله نه شي کولی چې د برامد مالونو پېسې ورکړي .

مجله د پاکستان د چارواکو له خولې ليکي چې د ټېکسټاېل په ګډون بېلا بېل صنعتونه د خام مال او توانايۍ د قلت له کبله بندېږي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه ډيوه سره خبرو کې وايي لمړی خو د ايي اېم اېف د قرض پروګرام زر تر زره بحالېدل پکار دي او دويمه دا چې د چين سره د هغوى په پاکستان د ورپورې 15 اربه ډالرو د قرض بېرته ستنولو د نېټې په وروسته کولو هم خبرې کول پکار دي.

نوموړي وويل" له دې وروسته به په هېواد کې روان سياسي تاو تريخوالی هم کمول وي داسې نه شي کېدای چې سياسي مخالفين په جېلونو کې اچول کېږي او بيا دا تمه لرل چې اقتصاد به ښه شي، داسې نشي کېدای"

ډاکټر سلمان شاه بيا وايي بله ستونزه د ډالر د بېلابېلو نرخونو ده. دا وخت په پاکستان کې درې اېکسچېنج رېټونه چلېږي او ډالرې ګری یا خړ مارکېټ ته ځي چې ورسره د باضابط اقتصاد لپاره درامدات نه کېږي او د خام مال سپلايي چېن یا لړۍ اغېزمنه کېږي او چې کله د خام مال د سپلایي دا بهير په مکمل توګه ودېدو نو په هغه ورځ به اقتصاد هم په ټپه ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د سخت سياسي اړي ګړي او د بد اقتصادي بحران سره مخامخ دی او حکومت د ايي اېم اېف سره د 7 اربه ډالرو د قرض پروګرام د بحالۍ لپاره هڅې کوي او پاکستاني روپۍ په پرله پسې توګه د امریکايي ډالر په وړاندې خپل قدر بایلي.

نن د زيارت په ورځ په انټربنک کې د يو امريکايي ډالر نرخ 250 روپو ته رسېدلی او پرانستي مارکیټ کې يو ډالر په 255 روپۍ خرڅېږي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې پاکستان د اوږدې مودې راهیې د ځنډ ښکار د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د پروګرام بيا پرځای کولو لپاره د امریکا څخه مرسته ملاتړ غوښتی دی.

د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه د پاکستان په سفر تللي د امریکا د خزانې د محکمې پلاوي سره د پاکستان د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار ليدل کتل کړي او د امریکا د خزانې د محکمې د ډپټي اسسټنټ سکرټري رابرټ کېپروت ته یې ویلي چي د سېلاب او خارجي اقتصادي عواملو له کبله باید چې امریکا د ايي اېم اېف د قرض پروګرام د شرطونو په نرمولو او د پروګرام په بحالولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان انسټیټیوټ اف ډوېلپمنټ اکنامکس اقتصاد پوهه شاهد محمود ډيوه ته وايي که پاکستان ته د نړیوال او اېشايي ترقياتي بنک څخه ډالرې را هم شي خو بيا به هم اقتصاد په خپلو پښو ونه درېږي.

ښاغلی شاهد محمود وايي د اقتصادي حالاتو څخه برېښي چې د روان کال مينځومانه او په پای کې حالات د اقتصادي سقوط خواته لاړ شي.

فنانشنل ټايمز د پاکستان د منصوبه بندۍ د مرکزى وزير احسن اقبال د قوله لیکي چې که پاکستان د ايي ایم ایف په شرطونو عمل کوي څنګه چې ايي ایم ایف غواړي نو پاکستان کې به په لارو کوڅو کې د ګرانۍ له کبله الغاو تلغاو او هنګامې شروع شي او نوموړې وايي د پاکستان اقتصاد او ټولنه د ايي ایم ایف د سخت پروګرام د زغملو او جذب کولو توان نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG