لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ویکیپيډیا ویب پاڼه د سپکاوي د موادو خپرولو په تور تړل شوې ده


د پاکستان د مخابراتو دولتي ادارې ېا پاکستان ټېلي کميونيکیشن اتهارټي د سپکاوي او غېر قانوني موادو د نه لرې کولو په سر د وکي پيډيا وېبپاڼه تړلې ده.

اتهارټۍ وېلي ترڅو چې رپورټ کړی شوي مواد د وکي پیډيا نه لېرې نه کړی شوي نه وي نو په پاکستان کې به یاده پاڼه تر هغې بنده وي.

په ټولنيزو رسنيو د وکي پيډيا د رسمي اکاونټ څخه خپور کړی شوي بېان کې ویل شوي چي هغوي د مالوماتو د ټولو انسانانو لپاره د خپرولو په حق باور لري او په پاکستان کې د وکي پيډيا د خدماتو د تړل کېدو مطلب دا دی چې د نړې پينځم دلويې ابادۍ دهېواد خلک وړيا مالوماتو ته د لاسرسي څخه محروم کړی شول.

د انټرنيت او ډېجټل حقونو مبارزينو هم د پاکستان ټيلى کميونيکېش اتهارټۍ دا ګام غندلی او دا یې يو رجعت پسند ګام ګرځولی دی.

دپاکستان ټيلي کميونيکیشن اتهارټۍ وياندې ملاحت عبېد د خالي په ورځ ډيوه سره خبرو کې د نړۍ تر ټولو لویې ان لاین انساېکلو پېډيا خدمات ورکونکې وېبپاڼې په پاکستان کې د سپکاوي د موادو د خپرولو په اساس د تړل کیدو پخلې کړی او نوموړې وېلي چي اتهارټي د وکي پيډيا سره په خبرو ښکېل ده .

هغه وایي چې څنګه وکي پيډيا په ګوته کړی شوي د سپکاوي مواد اخوا کړي نو په پاکستان کې به د وېبپاڼې خدمات بحال کړی شي.

د ویاندې وېنا وه چې د عدالتي امر لاندې یې د سپکاوي د موادو د لېرې کولو په موخه یې د وکي پيډيا سره تماس نيولی و او هغوي ته یې د رپورټ کړی شوو موادو د لرې کولو هدایت ورکړي خو زياتوي نه خو وکي پيډيا د اتهارټې د امر تعميل کړی او نه د اتهارټۍ په وړاندې پیش شوي دي.

د وکي پيډيا لخوا په ټويټر پاڼه جارى کړې شوى بيان کې ويلي چې په وکي پيډيا کې کوم مواد شامل دي او ېا کوم ډول مواد پرځاې ساتل کېږي، پدې اړه پرېکړه هغوى نه کوي.

وکي پيډيا فاونډېشن ویلي د وکي پيډيا پاڼه داسې ډېزاېن کړې شوې ده چې دا خبره باوري جوړه کړي چې ډېر خلک فېصله کوي چې په وېبپاڼې کوم مالومات وړاندې کړی شي چې پکې غوره او غېرجانبدار مضمونونه خپاره کړي.

په بېان کې زياته کړی شوې ده هيله من دي چې د پاکستان حکومت به د وکي پيډيا فاونډیشن سره د انساني حق په توګه د علم خورولو په عزم کې شامل شي او په پاکستان کې به د وکي پيډيا او وکي ميډيا پروژو ته لاس رسی په سملاسي ډول بحال کړي شي چې داسې د پاکستان ولس د نړې څخه په ګډه علم ترلاسه کوي او خپروي يې.

د ډېجټل حقونو وتلي مبارز اسامه خلجي په ټويټر پ د پي ټى ای لخوا د وکي پيډيا پاڼې د بندولو د ګام غندنه کړې او ډيوه سره خبرو کې د انټرنيت د کارونکو د حقونو فعال او د غېر دولتي ادارې بايټس فار ال ډاېریکټر هارون بلوچ وېلي چي وکي پيډيا يو مهم پلېټ فارم دی او له دې څخه زده کوونکي، صحافيان او تحقیق کاران وړيا استفاده کوي.

هغه وايي د حکومت لخوا په مبينه توګه د سپکاوي د يوې پاڼې په بنياد د وکي پيډيا د ټولې وېبپاڼې بندول يو بې جوازه اقدام دی او وېره ده له دې بنديز څخه به مالوماتو ته د لاسرسي حق هم مجروح شي.

د ډيجيټل حقونو د مبارزينو ترڅنګ خبريالانو أو قانون پوهانو هم د پاکستان د مخابراتو د محکمې دا ګام غندلی دی او دا یې يو رجعت پسنده او په نړيواله کچه د پاکستان د تشخص دپاره نقصاني ګام ګرځولی دی.

پاکستان له دې وړاندې په کال 2012 کې هم د مذهب د سپکاوى څخه د ډک فلم د نشر کولو په پلمه يوټيوب هم تر څلورو کلونو د بنديز لاندې ساتلې وو.

ښکاره دې وى چې په کال 2020م دسمبر میاشت کې هم پاکستان ټيلى کميونيکیشن اتهارټي د ګوګل او وکي پيډيا پرضد نوټسې جارى کړې وې.

پاکستان کې د مذهب سپکاوې يوه حساسه معامله ګڼل کېږي او ددې جرم کوونکي لپاره د تېزندۍ ېا عمر قېد سزا ايښودل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG