د ډاکټرانو د تنظيمونو مشران وايي پاکستان کې د کرونا له امله د مړه شوو ډاکټرانو شمیره 200 نه اوښتې ده چې پکې 67 ډاکټران د خېبر پښتونخوا دي.
د خېبر پښتونخوا دسېلګرۍ دځايونو ،هوټلو او رېسټورنټونو مالکان وايي د اختر په موقعه لاک ډاؤن يا ټول بنديز يې کارونه روګارونه اغېزمن کړي او د تاوان سره مخ دي.
پاکستان کې د وړوکي اختر په وړومبۍ ورځ جوماتونو کې په ګڼ شمیر خلکو داختر نمونځونه کړي اؤ د کرونا وایرس دمخنیوي په اړوند دحکومت اؤ روغتیا پوهانو دسپارښتنو برعکس یې یو دبل سره پرته له ویرې دلاسونو اؤ غاړو په ورکولو داختر مبارکۍ کړي دي.
د صوبې د صحت وزير تېمور سليم جهګړه په شپږمه می د ويکسينو موبائل ګاډو د پرانېستې په مهال ويلي وو د شپاړسو موبایل ګاډو راتلو سره به د ورځې ديرش زورو نه زيات ويکسن اضافي لګول کيږي
د قبائيلي ضلعو دصوبائي اسمبلۍ غړي وائې روان مالي کال ۲۰۲۰م اؤ ۲۱م کې د قبائیلي ضلعو کې دپرمختیايي کارونو دپاره بیلو کړل شوؤ ۹۶ بيلينه روپو کې یوازې ۲۵ بیلینه روپۍ مصرف شوي دي او په سيمه کې د بنيادي ځاندرې ړنګیدو باوجود هم هلته په ترقياتي کارونو پېسې نه خرچ کيږي.
په قبائېلي ضلعه مومندو کې دلادرکه تنانو خپلوانو ضلعي انتظامیې سره له مذاکراتو وروسته خپل احتجاجي پرلت ختم کړی خو وایي که غوښتنې یې ونه منل شوې نو داختر په پینځمه به احتجاج پیل کوي.
د اکنامک انټيلجنس يونټ (اي ائې يو) د کال ۲۰۲۱ د رپورټ ترمخه پاکستان د انټرنېټ په کارولو کې د نړۍ په ۱۲۰ هيوادونو کې په ۹۰م نمبر دی.
پاکستان کې په وروستیو ترسره شوؤ ټولټاکنو کې په پینځم نمبر راغلی ستر مذهبي ګوند تحريک لبیک دحکومت لخوا ترهګر ګرځول شوی اؤ بندیز پرې لګول شوی دی.
چارواکي وایي دغه چېنلو د ريډيو دخپرونو بشپړ قانوني اسناد په لاس کې نه لرل ځکه يي ددې دتړلو امر کړی دی.
امير افضل وويل دوی ته چارواکو ويلي چې په غلنۍ جېل کې هم ورسره اته ديرش تنان دي چې لادرکه شوي وو خو حکومتي چارواکو ډيوه ته د دغې خبرې پخلی نه دی کړی
د یو اېن اېچ سي ار د سکولونو استاذانو وېنا ده د دندو څخه لېرې کړی شوو استاذانو د کډوالو کېمپونو په سکولونو کې د ديرشو کالو نه زيات وخت پورې وظيفې ترسره کړي دي۔ د يو اين ايچ سي چارواکي وايي يو اين ايچ سي د ويستل شويو استاذانو عمرونه د سپيتو کالو نه زيات دي او د يو اين سي ار پاليسۍ کې پېنشن نېشته
پوليس وايي د خېبر پښتونخوا په نوو ضلعو کې تراوسه په يوه تاڼه کې د ښځو د مسلو اوريدو ځانګړی ډېسک جوړ کړی شوی دی او وخت تېريدو سره به د صوبې نورو ضلعو په څېر دلته هم دا شمېر زيات کړل شي
څيړونکي وايي پاکستان کې دکرونا درېمه څپه شروع شوې او د برطانيه څخه راغلی وایرس هم اوس دلته په ناروغانو کې موندل کيږي خو د حکومت لخوا د کرونا ضد ويکسينو اخستو پلان په نزديو کې په نظر نه راځي کوم چې يو خطرناک صورتحال جوړولی شي.
د ورلډ بېنک په رپورټ کې وویل شوي په پخوانیو قبايلي علاقو کې يي د ټوېټر کارونکو دقيقه شمېره نه ده معلومه کړې خو چې د کومو تنانو د ټوټېر نه يي معلومات راټول کړي په هغې کې ډير بحث د تعليم صحت او د وسایلو سره په تړلو مسلو شوی دی
قانون پوهان وايي پاکستان کې د پوليس تفتيش يا پلټنو عمل په پخوانۍ طريقه کيږي او د نوي ټيکنالوجۍ استعمال پکې ډير کم کيږي چې له وجې يي په تفشيش کې نيمګړتياوې مخې ته راځي
نور کتل